اقتصاد

په ګوادر کې د سي پېک تر چتر لاندې د ګټور پرمختګ آرمانونه په حقیقت کې نيمګړي پاتې شوي

د زرک خان لخوا

د پاکستان د سمندري ځواکونو یو پرسونل د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۴ مه په ګوادر بندر کې د کانټینرو يوې کښتۍ سره نږدې ساتنه کوي. [امیلي هیرنسټین/ای اېف پي]

د پاکستان د سمندري ځواکونو یو پرسونل د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۴ مه په ګوادر بندر کې د کانټینرو يوې کښتۍ سره نږدې ساتنه کوي. [امیلي هیرنسټین/ای اېف پي]

اسلام آباد -- د پاکستان او چین حکومتونو تېره هفته د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک)، چې د ۵۴ ملیارده ډالرو د زیربناوو د پراختیا ګډ پروګرام دی، له لارې د اقتصادي همکارۍ ​لس کاله ولمانځل​.

خو په داسې حال کې چې دواړه حکومتونه ​د بیجینګ د یو کمربند او یوې لارې په نوښت (بي آر آی)​ کې د سي پېک د تاج زيور په توګه ستاینه کوي، د بلوچستان د بندري ښار ګوادر اوسېدونکي وايي چې د پاکستان لپاره د چین د سوکالۍ او ګټور پرمختګ ژمنې ټولې دروغ دي.

د وزارت په وینا، د پاکستان د منصوبه بندۍ، پراختیا او خاصو نوښتونو وزیر احسن اقبال تېره میاشت په اسلام آباد کې په ګوادر کې د پروژو د پرمختګ د بیاکتنې لپاره د یوې غونډې مشري وکړه او ويې ويل، "په ګوادر کې ۱۸ لويې فلاحي پروژې په ریکارډ درې میاشتو کې بشپړې شوې."

هغه د جون په ۱۴مه وویل، کله چې بشپړې شي، "په ګوادر کې د سي پېک لاندې ټولې لویې پروژې ... به په سیمه کې یوه ځلانده ملغلره جوړه شي."

د "ګوادر ته خپل حق ورکړئ" د کمپاین د یوې برخې په توګه، د ګوادر په زرګونو اوسیدونکو د نومبر په ۲۰مه احتجاج وکړو او د چین تر کنټرول لاندې بندر ته تلونکي ايکسپریس وې یې بنده کړه. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د "ګوادر ته خپل حق ورکړئ" د کمپاین د یوې برخې په توګه، د ګوادر په زرګونو اوسیدونکو د نومبر په ۲۰مه احتجاج وکړو او د چین تر کنټرول لاندې بندر ته تلونکي ايکسپریس وې یې بنده کړه. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د پاکستاني چارواکو په وینا، د کلونو په موده کې، د سي پېک سرمايه کارۍ له اسلام آباد سره د ترانسپورتي لارو په ښه کولو او د بجلۍ ملي شبکې ته په وده ورکولو کې مرسته کړې ده.

پداسې حال کې چې د بیجینګ لپاره ځانګړی اهمیت لري، دې پروژې سوداګریزې لارې جوړې کړي چې د چین لرې لویدیځ شينجيانګ سیمه په ستراتیژیک ډول د پاکستان د ژورو اوبو ګوادر بندر سره په عربي سمندر کې یو ځای کوي.

خو د یوې لسیزې همکارۍ سربېره، اوسيدونکي او فعالان وايي چې په ګوادر کې اساسي مدني مسایل لکه اوبه، بجلي او د معياري روغتیا او تعلیم مسایل نه دي حل شوي.

ځايي خلک 'له ستونزو سره مخ دي'

پرځای یې، ښار په یوې امنیتي سیمه بدل شوی، او ​د اوسیدونکو تګ راتګ محدود شوی​ ترڅو د بلوچ وسله والو ډلو له بریدونو څخه، چې په بلوچستان کې د چینایي نفوذ له امله په غوسه دي، د هغه چینایي اتباعو ساتنه وکړي چې په بندر کې کار کوي.

په ګوادر کې یو سیاسي فعال حمید هوت وویل، "د دې پر ځای چې د پاکستان او چین د حکومتي چارواکو دروغو ته غوږ ونیول شي، خلک باید ګوادر ته لاړ شي او پخپله حقیقت وګوري."

هغه وويل، "سي پېک د ګوادر اوسېدونکو ته ګټه نه ده رسولې." "د دې پر ځای، پروژې د ځایي خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی."

د دسمبر په میاشت کې، پاکستاني چارواکو -- ​د بیجینګ په امر، د ځایي خلکو په وینا -- ​په ګوادر کې د احتجاجي غورځنګ مخه ونیوله چې د دوی په معیشت او ورځني ژوند کې ​د چین د نفوذ په اړه د اوسیدونکو اندېښنې یې څرګندولې​.

د نومبر په نیمایي کې په یو احتجاج کې، ​اوسیدونکو د چین تر کنټرول لاندې بندر ته د تګ لاره بنده کړه​.

د پاکستان د جماعت اسلامي د ځايي مشر مولانا هدایت الرحمان له خوا د "ګوادر ته خپل حق ورکړئ" د کمپاین تر شعار لاندې، مظاهره چیانو غوښتنه وکړه چې د سیمه ایزو او چینایي کښتیو لخوا په ژور سمندر کې د غیرقانوني کب نیولو او د هغو پروژو لپاره په چيک پوسټونو کې د ځایي خلکو د ځورونې مخه ونیسي چې د سي پېک يوه برخه ده.

هوت وویل، "د رحمان په مشرۍ تحريک یوازې دا غواړي چې د سیمه ایزو او چینایي کښتیو لخوا په ژور سمندر کې د غیرقانوني کب نیولو او د هغو پروژو لپاره په چيک پوسټونو کې د ځایي خلکو د ځورونې مخه ونيول شي او د اوبو او بجلۍ په څېر بنيادي مدني مسايل حل کړي."

د بلوچ وسله والو ډلو له خوا پر چینايي اتباعو او پروژو د بریدونو له زیاتېدو وروسته، پاکستاني چارواکو په بندر کې د چینايي اتباعو د ساتنې لپاره لسګونه چيک پوسټونه جوړ کړل.

د اکتوبر په میاشت کې، د ګوادر څخه د پاکستان د پارلمان غړي، اسلم بوټاني، ملي اسمبلۍ ته د هغه چینایي شرکتونو لخوا د ځایي اوسیدونکو د استحصال په اړه خبر ورکړو چې په ښار کې په مختلفو پروژو کار کوي.

هغه په شرکتونو تور ولګوو چې ځایي خلکو ته دندې نه ورکوي او په ساحلي سیمو کې چاپیریال او سمندري ژوند ويجاړوي او دوی یې د مالیې د نه ورکولو له کبله "دوکه باز" وبلل.

د ګوادر لپاره د بیجینګ پلانونه

د خپلواکو شنونکو په وینا، په ګوادر کې د چین دوامداره سرمايه کاري، د امنیتي اندېښنو او مالي خنډونو سربېره، دا وړاندیز کوي چې بیجینګ د دې بندر لپاره نور پلانونه لري.

د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ (USIP) د مارچ په يو راپور کې وویل، "د چین لپاره چې د پاکستان له لوېدیځ ساحل څخه د هند په بحر کې د پوځي ځواک ښودنه کوي امکانات مخ په ډېرېدو دي."

په راپور کې ويل شوي، "پاکستان یو له هغو ۱۳ هېوادونو څخه دی چې د چین د پوځي ځواک په اړه د پنټاګون په وروستي راپور کې د چین د اضافي پوځي تاسیساتو او لوژیستیکي يونټو لپاره د احتمالي ځای په توګه نومول شوی چې د بحري، هوایي، ځمکني، سایبر او فضایي ځواک د ښودلو په برخه کې د ملاتړ لپاره ځای په ځای شي."

په راپور کې یادونه شوې چې "په ګوادر کې د سوداګریزو فعالیتونو څرګند نه شتون -- په متخصصینو کې شکونه راپورته کړي دي".

د انقرې د بحران او پالیسۍ مطالعاتو مرکز (ACCPS) د ۲۰۲۲ کال د مارچ د مياشتې راپور هم وړاندیز وکړو چې "په ګوادر کې د بندر جوړولو لپاره د چین لویه موخه سوداګریزه نه ده".

بلکې دا د "چین د داخلي او بهرنۍ امنیتي پالیسۍ" لپاره اړین ګڼل کیږي.

د ۲۰۲۲ کال د اټکلونو له مخې، پاکستان د چین نږدې ۳۰ میلیارده ډالره قرضدار دی، چې د دې د بهرنیو قرضو نږدې ۳۰ فيصده برخه ده.

په اسلام آباد د بيجينګ قرض په دوامداره توګه وده کوي، خو چين د تادیاتو یا د سي پېک قرضو د ځنډولو یا تعدیل کولو څخه انکار کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500