اقتصاد

سي پېک په ۱۰ کالو کې: د چین قرضې په پاکستان کې د بحران خطر زیاتوي

د زرک خان لخوا

وزیر اعظم شهباز شریف او د چین د سفارت خانې منتظمه ښاغلي پانګ چنچو د جولای په ۵مه په اسلام آباد کې د سي پېک د تړون د لاسلیکولو د ۱۰مې کلیزې په مناسبت کیک پرې کوي. [د پاکستان حکومت]

وزیر اعظم شهباز شریف او د چین د سفارت خانې منتظمه ښاغلي پانګ چنچو د جولای په ۵مه په اسلام آباد کې د سي پېک د تړون د لاسلیکولو د ۱۰مې کلیزې په مناسبت کیک پرې کوي. [د پاکستان حکومت]

په روانه میاشت کې، چین او پاکستان د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک)، چې د بیجینګ د یو کمربند او یوې لارې نوښت (بي آر آی) يوه پاکستانۍ برخه ده، له لارې د اقتصادي همکارۍ لس کاله لمانځي.

شونکي وايي، که څه هم،​​په تېره عشره کې د سي پېک لاندې له چین سره قرضونو ​او مالي تړونونو ​​د پاکستان قرض نور هم زیات کړی او دغه هېواد یې له اقتصادي او سیاسي بحرانونو سره مخ کړی دی.

د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ (د جولای په ۵مه) وویل چې د هغه حکومت "د سي پېک سرعت ګړندی کوي، کومه چې د غربت، بیکارۍ او اقتصادي بحران له منځه وړلو لپاره ډېره مهمه پروژه ده".

د سي پېک د لس کاله پوره کېدو په موقعه د وزيراعظم هاؤس لخوا جاري شوي بيان کې شريف وويل چې سي پېک نه يوازې د سيمې بلکې د خلکو د زړونو د نښلولو يوه ښکلې منصوبه ده.

د آی اېم اېف قرضه

د شریف حکومت له سخت اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان دی.

د جون په میاشت کې، د پاکستان د بهرنیو اسعارو زیرمې داسې کچې ته راټیټې شوې چې په مشکل سره يې د یوې میاشتې وارداتو لګښت پوره کولی شو، لکه څنګه چې رویټرز په هغه وخت کې راپور ورکړی و.

پداسې حال کې چې پاکستان ډیفالټ کېدو ته نږدی و، -- لویدیځ دغه هیواد وژغورلو -- چین نه.

د پېسو نړېوال صندوق (آی اېم اېف) د جون په ۳۰ مه پاکستان ته د ۳ ملیارده ډالرو قرض پروګرام سره قرض ورکړو او د جنوبي اسیا دغه هېواد ته يې د اړتیا وړ مرسته چمتو کړه.

ډان ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د سفارتي سرچینو په حواله راپور ورکړو چې متحده ایالاتو د آی اېم اېف نه د قرض پیکج په ترلاسه کولو کې د پاکستان سره د مرستې په برخه کې د پردې تر شا مهم رول لوبولی دی.

په اسلام آباد کې یو اقتصاد پوه چې د پاکستان د مالیې وزارت سره کار کوي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "د واشنګټن څخه مننه، اسلام آباد لږ تر لږه د نهو میاشتو لپاره په لنډمهاله توګه د آی اېم اېف څخه مهمه مرسته ترلاسه کړه."

هغه وويل، "خو د چين د قرضونو نه د خلاصې ترلاسه کولو پرته، پاکستان نشي کولی چې خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي."

پاکستان یو له هغو مخ پر ودې هېوادونو څخه دی چې د چینایي قرض ورکونکو ډېر قرضدار دی. دا هېوادونه له اقتصادي ننګونو سره لاس او ګريوان دي او چین ته د خپلو قرضو د نه ورکولو له مخ په زیاتیدونکي خطر سره مخ دي.

د فبرورۍ په میاشت کې د منځني ختیځ انسټیټیوټ يوې تجزيې وموندل چې د پاکستان شاوخوا ٪۳۰ بهرنۍ قرضه د چین څخه اخيستل شوې ده، چې پکې د دولتي سوداګریزو بېنکونو څخه قرضه شامله ده.

دغه څېړنيزې ادارې يادونه وکړه، "پاکستان د چین نه د نوي مالي تمویل ترلاسه کولو ته لیواله ښکاري خو داسې نه ښکاري چین یې چمتو کړي."

نوموړي ادارې وويل، "په داسې حال کې چې اقتصاد د قرضو د دروند بار او نورو سختو ننګونو سره مخ دی، پاکستاني چارواکو له چین څخه ​د مېن لاین -۱ (اېم اېل-۱) ​رېل پټلۍ د پراخه کولو لپاره مرسته غوښتې ده."

د اېم اېل-۱ ریلوی په پاکستان کې د سي پېک سره تړلې د رېل يوه لويه پروژه ده، د وروستي مثال په توګه چې پاکستان پکې په دې وروستیو کې موافقه وکړه چې هغه پېسې زیاتې کړي چې له چین څخه يې د قرض په توګه اخلي. دغه قرض له ۶.۸ ملیارده ډالرو څخه ۹.۸۵ ملیارده ډالرو ته رسيدلی دی.

د سي پېک ۱۰ کاله

سي پېک په ۲۰۱۳ کال کې د پېل راهیسې د ګرمو بحثونو موضوع پاتې شوې ده.

شنونکي وايي، دا پروژه ډېره ګرانه ده او پاکستان به ونه شي کولای هغه قرضونه بېرته ورکړي چې د هغې د تمویل لپاره یې اخیستي دي.

عبدالخالق، چې د ناقانونه قرضو د ختمولو لپاره د کمیټۍ (CADTM)، د نړېوالو فعالینو یوه شبکه چې مرکز یې په بلجیم کې دی، استازی دی، د CADTM په ويب پاڼه کې وليکل، "د سي پېک لاندې قرضې په اقتصادي لحاظ سره ناممکنه ګڼل شوي، او په پایله کې، پاکستان اوس د خپلو قرضو د بېرته ورکولو مسؤلیتونو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دی."

خالق زياته کړه، "اقتصادي کارپوهانو خبرداری ورکړی و چې کله چینايي پانګوالو د ګټې بېرته راستنیدل پېل کړي او له ۲۰۲۱ کال وروسته، کله چې تمه کېده چې د تادیاتو ورکول به لوړ شي که چېرې سي پېک کافي وده ونه کړي، نو د چینایي بېنکونو قرضو څخه د پاکستان قرض د بوج جوړېدو خطر لري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د آی اېم اېف زیاتره قرضه به چین، کرپټ سیاستدانان او نور ترلاسه کړي، نو په ۹ میاشتو کې به پاکستان یو ځل بیا د مرستې غوښتنه وکړي.

ځواب