چاپیریال

د سي پېک ۱۰ کاله وروسته، د چین د سکرو پلانټونو پاکستان د روغتیا د بحران سره مخ کړی

د زرک خان لخوا

فعالان د جولای په ۱۷مه په کراچۍ کې د اقلیم مارچ تر بیرغ لاندې د سکرو بجلۍ د پروژو خلاف احتجاج کوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

فعالان د جولای په ۱۷مه په کراچۍ کې د اقلیم مارچ تر بیرغ لاندې د سکرو بجلۍ د پروژو خلاف احتجاج کوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

اسلام آباد -- د پاکستان او چین حکومتونو تېره هفته د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک) له لارې د اقتصادي همکارۍ ​​۱۰ کاله ولمانځل​​.

د څېړنیزو مطالعاتو او فعالانو په وینا، که څه هم، د چین لخوا جوړ شوي د سکرو بجلۍ ډېر پلانټونه، چې په پاکستان کې د سي پېک لاندې د ۱۰ کلونو په موده کې جوړ شوي، ​په هېواد کې د هوا لوی ککړونکي عناصر رامنځته کوي او ځایي خلک د جدي روغتیا د خطرونو سره مخ کوي​.

سکاره د سي پېک، چې ​د چین د یو کمربند او یوې لارې نوښت (بي آر آی)​ یوه پاکستانۍ برخه ده، لاندې د پاکستان د انرژۍ د پروژو يوه لویه برخه ده. د سي پېک د ویب پاڼې له مخې، د انرژۍ په ۲۱ پروژو کې چې چین یې تمویل کړی، بشپړې شوي او یا پرې کار روان دی، نهه د سکرو دي.

چین -- تر دې دمه په نړۍ کې د سکرو ترټولو لوی ککړونکی او مصرف کونکی هېوا دی -- د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې ژمنه وکړه چې د اقلیم تودوخې د شنو خونو ګازونو اخراج کمولو لپاره د نړېوالې هڅې د مرستې د برخې په توګه به د بهرنیو سکرو پروژې پای ته ورسوي.

وزیراعظم شهباز شریف د مارچ په ۲۲مه په تهر کې د بجلۍ د يو پلانټ پرانیسته وکړه. [د پاکستان حکومت]

وزیراعظم شهباز شریف د مارچ په ۲۲مه په تهر کې د بجلۍ د يو پلانټ پرانیسته وکړه. [د پاکستان حکومت]

خو په حقيقيت کې،​​ چین د خپلې انرژۍ د ضرورتونو د پوره کولو او د پاکستان په ګډون په مخ پر ودې هېوادونو کې د خپل نفوذ د زیاتولو په هڅه کې د سکرو تولید ته وده ورکوي​​.

اقتصاد پوهان او چارواکي وايي، په وارداتي سکرو د چین له خوا جوړ شوي د بجلۍ پلانټونه چلول به ​د پاکستان اقتصادي بحران​ نور هم خراب کړي.

دغه هېواد د جون په میاشت کې د پېسو نړېوال صندوق (آی اېم اېف) څخه په ۷۵ کلونو کې خپله ۲۳مه قرضه ترلاسه کړه.

د آی اېم اېف له مخې، په همدې حال کې، پاکستان د چین ۲۳ میلیارده ډالره قرضداری دی. دا رقم د ډېر دروند بار په څیر ښکاري.

د مارچ په میاشت کې، د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف په تهر کې، چې د سند صوبې يو بې وزله ښارګوټی دی، د چین لخوا د تمویل شويو سکرو بجلۍ د دوو پلانټونو پرانیسته وکړه، چې د ۱.۶۵ ګيګاواتو ضرفيت لري.

اسوشیټیډ پریس آف پاکستان، چې يوه دولتي اداره ده، راپور ورکړو چې شریف د مارچ په ۲۲مه د پلانټونو د پرانیستلو په مراسمو کې د خبرو اترو په ترڅ کې​ د تهر د سکرو په پروژه انتقاد رد کړو​ ، او دا یې "د بجلۍ د سرچینو لپاره د پراخه ظرفیت سره یو نعمت وګڼلو چې [کارولو] ته يې اړتیا ده."

د چاپیریال جدي اندېښنې

که څه هم، شنونکي او څیړنیز مطالعات ادعا کوي چې په پاکستان کې د چین لخوا جوړ شوي د سکرو بجلۍ پلانټونه، د نورو عواملو تر څنګ، د هېواد د اقلیم بحران یو عامل دی.

د اقلیم مارچ، چې په کراچۍ کې د فعالانو او اوسیدونکو د ډلې یو نوښت دی، د جولای په ۱۶مه (د یکشنبې په ورځ) یو احتجاج وکړو، او غوښتنه یې وکړه چې حکومت دې د تهر د سکرو پروژه پای ته ورسوي،​او په پورټ قاسم کې د چین تر کنټرول لاندې د سکرو د بجلۍ پلانټ بند کړي​. دوی وايي چې دا د کراچۍ د اوسېدونکو لپاره زهر دی او حکومت دې په سند صوبه کې د ۱.۳ ګیګاواټه د سکرو بجلۍ پروژې د پراختیا لپاره د چین د دولت تر ملکيت لاندې پاور چاينه سره د تفاهم یادداشت لغوه کړي.

لیلا رام، چې د تهر یو فعال دی، د مارچ ګډونوالو ته وویل، "د پرمختګ او سوکالۍ پرځای، د تهر د سکرو پروژې په جبري توګه خلک بې ځایه کړل او د سیمې اقلیم او دودیز اقتصاد یې تباه کړو."

هغه وويل، په تهر کې د سي پېک اړوند د سکرو پروژې ځايي اوسېدونکي نه استخداموي او د پلانټونو لپاره په زور او درغلۍ سره يې د بې وزله اوسېدونکو ځمکې غصب کړې.

د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې د بوستون يونيورسټۍ د نړېوالې پراختیا پالیسۍ مرکز سره د څیړونکو یوې ډلې وموندل چې په پورټ قاسم کې د بجلۍ پلانټ "د بجلۍ پلانټ ته د نږدې کېدو له امله د شاوخوا ټولنې لپاره د پام وړ روغتیا خطرونه رامنځته کوي، پداسې حال کې چې د مطالعې په نفوس کې په کال کې د ۴۹ اضافي مرګونو اټکل شوی."

په ټوله نړۍ کې د چاپیریال د قانون اتحاد (ELAW)، چې په اوریګون کې د چاپیریال يوه څېړنيزه اداره ده، د اپرېل په مياشت کې په خپل راپور کې وويل چې د څښاک د اوبو نمونې چې د تهر د سکرو له دويم بلاک يا هغې ته د نږدې ځايونو څخه ترلاسه شوي ​د انسانانو د استعمال لپاره "مناسب نه دي​، ځکه چې دا د زهرجنو فلزاتو لوړه کچه لري چې پکې سیلینیم، ارسنیک، پارا، کرومیم او لیډ شامل دي".

پخوانیو مطالعاتو وړاندوینه کړې چې د تهر اوسیدونکي به په سیمه کې د سکرو اړوند پروژو له امله د روغتیا د لويو ستونزو سره مخ شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500