سياست

سي پېک او په پاکستان کې د اورپکۍ وده

د زرک خان لخوا

په سوکي کناري هایډرو پاور پروجيکټ، چې د سي پېک لخوا تمويل شوی او دلته د ۲۰۱۳ کال په مۍ کې ښودل شوی، اوس هم کار روان دی. [په اسلام آباد کې د چین د سفارت خانې د ټویټر اکاونټ]

په سوکي کناري هایډرو پاور پروجيکټ، چې د سي پېک لخوا تمويل شوی او دلته د ۲۰۱۳ کال په مۍ کې ښودل شوی، اوس هم کار روان دی. [په اسلام آباد کې د چین د سفارت خانې د ټویټر اکاونټ]

اسلام آباد -- شنونکي او چارواکي وايي، ​د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک)​ له لارې د اسلام آباد او بیجینګ ترمنځ د لسیزو اقتصادي همکارۍ په پاکستان کې په امنیتي وضعيت باندې د پام وړ اغیز کړی دی.

په دې کې په پاکستان کې د اسلامپالو اورپکو په هڅولو کې احتمالي رول هم شامل دی.

ګڼ شمېر ملي او بین المللي وسله والو ډلو د چین د سي پېک، چې د چین د یو کمربند او یوې لارې نوښت (بي آر آی) یوه پاکستانۍ برخه ده، د لسو کلونو په ترڅ کې د چين او پاکستان په حکومتونو باندې خپل بریدونه ګړندي کړي دي.

په دې ډلو کې تحریک طالبان پاکستان او ​"د عراق او شام اسلامي دولت خراسان څانګه"​ شامله ده.

په دې نامعلوم فایل عکس کې د پولیسو پرسونل په کراچۍ کې خپلې دندې ترسره کوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

په دې نامعلوم فایل عکس کې د پولیسو پرسونل په کراچۍ کې خپلې دندې ترسره کوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

په اسلام آباد کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې یو چارواکي وویل، په شينجيانګ کې له مسلمانانو سره د بیجینګ ناوړه چلند او په پاکستان کې د چین د نفوذ وده​ د چین خلاف احساساتو ته وده ورکړې​ چې وسله والې ډلې ترې ګټه پورته کوي.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "د پاکستان د حکومت لپاره، چې د مخکې نه د ترهګرۍ له ستونزو سره مخ دی، د سي پېک په ۱۰ کلونو کې د چینایي اتباعو امنیت يقيني کول یو مهم چيلنج و."

دغه چارواکي وویل، "د پاکستان د قانون پلي کونکو ادارو لپاره دا ستونزمنه ده چې د چینایي اتباعو ساتنه وکړي کوم چې په لرې پرتو سیمو کې د سي پېک اړوند پروژو کې کار کوي."

په داسې حال کې چې دواړه حکومتونه په بي آر آی کې د سي پېک د تاج د زیور په توګه ستاینه کوي، ​خو ډېر اوسيدونکي وايي چې د پاکستان لپاره د چین د سوکالۍ او د پرمختګ ژمنې ټولې دروغ دي​.

په چینايي اتباعو مرګوني بریدونه

بیجینګ ​د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې د خېبرپښتونخوا په داسو کې د چینايي انجینرانو په یو بس باندې د یو خونړي ځانمرګي برید پړه په تحريک طالبان پاکستان واچوله​ چې نهه تنه انجینران پکې وژل شوي ول.

تحريک طالبان پاکستان مخکې ​د ۲۰۲۱ کال په اپرېل کې په کويټه کې په یو لکژري هوټل کې​ چې د چین سفیر پکې موجود و، د چاودنې مسؤلیت په غاړه اخیستی و.

د تېر دسمبر په میاشت کې، د داعش خرسان څانګې، چې د پاکستان او افغانستان لپاره د داعش یوه څانګه ده، د افغانستان په مرکز کابل کې په یو هوټل کې چې چینايي سفارتکاران او سوداګران پکې موجود ول د چاودنې او ډزو مسوولیت په غاړه واخيستو.

د ۲۰۱۷ کال په جون کې، د داعش د خراسان څانګې له کویټې څخه د دوو چینايي ښوونکو له تښتولو وروسته د هغوی د وژلو ادعا وکړه.

په پيښور کې مېشت د يو دیني عالم علامه یونس خلیل په وینا، د القاعدې سره تړلې ډلې لکه ټي ټي پي او د داعش خراسان څانګه پوهیږي چې د پاکستان مسلمانان د اویغور د مسلمانانو سره د بیجینګ د ناوړه چلند له امله د چین خلاف سخت احساسات لري.

خلیل وویل، "همدا لامل دی چې په جهادي حلقو کې د چین خلاف بیانیې د پام وړ وده کړې ده."

هغه وويل، "د بلوچ او سند بیلتون غوښتونکو ډلو په څېر، اسلامپالې وسله والې ډلې په سي پېک تنقيد کوي او د ۱۸۵۰ عشرې د برطانیې د ختیځ هند استعماري شرکت سره يې پرتله کوي او په پاکستان کې د چينایانو په ګټو بريدونه کوي."

د چین خلاف احساسات مخ په زیاتیدو دي

امنیتي شنونکي خبرداری ورکوي چې د ټي ټي پي او د داعش د خراسان څانګې په څېر ډلې د چین خلاف له احساساتو څخه ګټه پورته کوي چې​ د بیجینګ لخوا د ایغورانو او مسلمانو ډلو سره د ځورونې او همدارنګه د چینایي شرکتونو لخوا د اسلام د سپکاوي​ له امله رامنځته کيږي.

په وروستیو کلونو کې، ​د چین حکومت د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (اي ټي آی اېم) سره د تړاو لرونکي یاغیتوب د مخنیوي په پلمه د شينجيانګ په لویدیځه سیمه کې د ایغورانو او نورو مسلمانو اقليتونو​ په وړاندې عمليات ترسره کوي.

بیجینګ د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په منظم ډول د "ترهګریزو بریدونو" په تور تورن کړی ځکه چې دا په شينجيانګ کې خپل اقدامات مشروع ګڼي، چېرې چې د حقونو ډلو ویلي ​چې د یو ملیون څخه ډېر مسلمانان په تربيتي کېمپونو کې​ بندیان دي.

خو سکالران وايي چې د چین رژیم په دې اړه لږ شواهد لري چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ یوه منظمه ډله ده یا دا په شينجيانګ کې، چې بیلتون غوښتونکي ورته ختیځ ترکستان وايي، د بریدونو پړه لري.

د​ اروپا د افراطیت د څار ادارې​ د اپرېل په مياشت کې په يو راپور کې وموندل چې د داعش خراسان څانګې د چین خلاف خپله پروپيګنډه پراخه کړې ترڅو د اویغور مسلمانانو په وړاندې د بيجينګ ناوړه چلند او ظلمونه روښانه کړي.

په ياد راپور کې ویل شوي، د داعش خراسان څانګه په چین تور لګوي چې په شينجيانګ کې د اویغور اوسیدونکو په منظم ډول نسل وژنه او قتل عام کوي او ټوله صوبه یې په یوه ډله ییز زندان بدله کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500