ديپلوماسي

د مسلمانانو سرہ ناوړه چلند او د اسلام سپکاوی په پاکستان کې د چین خلاف احساسات راپورته کوي

پاکستان فارورډ

د کراچۍ اوسیدونکو د اکتوبر په ۲۱ مه ټیک ټاک ته د لاسرسي د بيرته بحالولو لپاره د حکومت د اقدام خلاف احتجاج کوي او وايي چې چینایی اېپ د پاکستاني ټولنې د اخلاقي خرابوالي لامل شوی دی. [پاکستان فارورډ]

د کراچۍ اوسیدونکو د اکتوبر په ۲۱ مه ټیک ټاک ته د لاسرسي د بيرته بحالولو لپاره د حکومت د اقدام خلاف احتجاج کوي او وايي چې چینایی اېپ د پاکستاني ټولنې د اخلاقي خرابوالي لامل شوی دی. [پاکستان فارورډ]

اسلام آباد -- په بیجینګ کې د اویغورانو او نورو اقليتي مسلمانو ډلو سره د چینايي شرکتونو د چلند او همدارنګه د اسلام په اړه د چينايي شرکتونو د سپکاوي له کبله د چين پر ضد احساسات په تدريجي ډول وده کوي.

بیجینګ په تیرو څو کلونو کې د شین جانګ په لویدیځ خپلواکه سیمه کې د مسلمان اقليتونو سره "د وحشتناک او منظمه ناوړه چلند" له امله له سخت فشار سره مخ دی.

چین له یو ملیون څخه ډیر مسلمانان، چې قزاقان او قرغزان پکې شامل دي، په تربيتي کيمپونو کې ځای په ځای کړي دي.

د آسټرالیا د ستراتیژیکي پالیسۍ انسټیټیوټ د راپور له مخې، چې د سټلایټ د هغه تصويريونو پر بنسټ دی چې په سلګونو مقدس ځایونه او احصایې نمونې پکې ښودل شوي دي، چینايي چارواکو زياتره په تيرو دريو کلونو کې تقريباََ ۱۶۰۰۰ جوماتونه هم ویجاړ کړل او يا يې زیانمن کړل.

دا تصوير چې د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۱۳ مه اخیستل شوی، د چین د شین جانګ په کوچې کې د اویغور قبرستان پاتې شونې ښیي، مخکې له دې چې کارکونکو په پارک کې بدل کړو. چین مقبرې ویجاړوي چیرې چې د اویغور کورنۍ نسلونه ښخ شوي دي او د انسانانو هډوکي او مات شوي قبرونه په هغه ځای کې پاتې شوي دي، چې فعالین دا په شین جانګ کې د دې نسلي ډلې د شناخت د ختمولو لپاره يوه هڅه ګڼي. [هیکټر ریټامال/ای اېف پي]

دا تصوير چې د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۱۳ مه اخیستل شوی، د چین د شین جانګ په کوچې کې د اویغور قبرستان پاتې شونې ښیي، مخکې له دې چې کارکونکو په پارک کې بدل کړو. چین مقبرې ویجاړوي چیرې چې د اویغور کورنۍ نسلونه ښخ شوي دي او د انسانانو هډوکي او مات شوي قبرونه په هغه ځای کې پاتې شوي دي، چې فعالین دا په شین جانګ کې د دې نسلي ډلې د شناخت د ختمولو لپاره يوه هڅه ګڼي. [هیکټر ریټامال/ای اېف پي]

يو زده کونکی د اکتوبر په ۲۱ مه په کراچۍ کې د جماعت اسلامي پاکستان پارټۍ د میاشتنۍ مجلې ترجمان القرآن یوه کاپي لري. په شین جانګ کې د مسلمانانو سره د ظلم په اړه بحث په نړیواله کچه په مذهبي رسالو کې یوه عامه خبره جوړه شوې ده. [پاکستان فارورډ]

يو زده کونکی د اکتوبر په ۲۱ مه په کراچۍ کې د جماعت اسلامي پاکستان پارټۍ د میاشتنۍ مجلې ترجمان القرآن یوه کاپي لري. په شین جانګ کې د مسلمانانو سره د ظلم په اړه بحث په نړیواله کچه په مذهبي رسالو کې یوه عامه خبره جوړه شوې ده. [پاکستان فارورډ]

په پاکستان کې، په اسلامي مجلو کې، په ځانګړې توګه په اسلامي حلقو کې، د هغه مقالو او اداريو شمیر مخ په ډیریدو دی چې په چینايي رژیم تنقيد کوي.

د مثال په توګه، د جماعت اسلامي پاکستان یوې میاشتنۍ مجلې ترجمان القران، چې د دغه هیواد ترټولو لویه مذهبي پارټي ده، د نومبر په مجله کې دا خبره روښانه کړه چې څنګه اسلامي امت په جغرافیايي لحاظ سره متحد دی، چې "چينايي ترکستان"، چې د شین جانګ يو بل نوم دی، پکې شامل دی.

په دغه مقاله کې راغلي، "پاکستاني مسلمانان د چین د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره درناوی لري خو په عین حال کې دا احساس کوي چې بايد د اویغور د مسلمانانو احترام وشي".

وايون د جولای په ۳۱ مه راپور ورکړو، په عین حال کې، د پاکستان حکومت لخوا د اویغور مسلې په اړه ترسره شوې مطالعې وموندل چې په چین کې د مسلمانانو سره ناوړه چلند په پاکستان کې دیني نظرونه زيات متاثره کړي دي.

دې مطالعې د ګڼو اسلامي مجلو، د ترجمان القرآن، الاعتصام، اسوة حسنة، عشراق، اهل حدیث، محدث، پیام او البرهان په ګډون، چې د هیواد د مخکښو مدرسو او دیني پارټو لخوا خپرې شوي دي، بيا کتنه وکړه او په دې کې يې د چینایي رژیم سره "په پراخه کچه خفګان" وموندلو.

دې وويل، په شین جانګ کې د مسلمانانو سره د ظلم په اړه بحث په نړیواله کچه په پاکستان کې په مذهبي رسالو کې یوه عامه خبره جوړه شوې ده.

په کراچۍ کې د دین او دنیا دیني مجلې مدیر شبیر فاروقي وویل، "دا مجلې پاکستانیانو ته د اویغور مسلمانانو سره د ناوړه چلند په اړه خبر ورکوي او دا چې هغوی د مذهبي دندو له ترسره کولو څخه منع کوي، لکه د اختر لمانځل، د روژې په میاشت کې روژه نیول او ږیره پريښودل."

فاروقي وویل چې دیني عالمان د جمعې د مانځه په خطبو کې د اویغور مسلمانانو سره د ظلمونو په اړه په منظم ډول بحث کوي.

هغه وويل، اسلامي عالمانو او ژورنالستانو د پاکستان پر حکومت تنقيد کړی چې د بیجینګ د ظلمونو په اړه چوپه خوله پاتې شوی دی.

فاروقي وويل، خو رسنۍ د چین د رژیم پر وړاندې د پاکستان د غږونو په څرګندولو کې پاتې راغلي ځکه چې حکومتي چارواکي -- چې له بیجینګ سره د اسلام آباد د ښې اړیکو د خرابولو ویره لري -- په دوی باندې فشار راوړوي.

چین په دغه هيواد کې د څو ملیاردو ډالرو د زیربنایي پروژو لپاره له پاکستان سره معاهدې کړي، او اسلام آباد چې د بیجینګ څخه کومه قرضه ترلاسه کړی، هغه د چینایی چارواکو لپاره ترټولو لويه ګټه ده.

مفتي تقي عثماني، چې د پاکستان یو لوی دیني عالم دی، بار بار په چین کې د مسلمانانو سره د ناوړه چلند په اړه اندیښنې راپورته کړي او غوښتنه یې کړې چې د پاکستان حکومت په دې مسله کې مداخله وکړي.

"موږ په چین کې د اویغور مسلمانانو په اړه اندیښمن خبرونه ترلاسه کوو. عثماني په تیر دسمبر کې په یو ټویټ کې وویل، "د پاکستان حکومت باید د دې تحقیقات وکړي او خپل نفوذ استعمال کړي چې هغوی ته انصاف برابر کړي."

هغه وويل، اسلام تعلیم ورکوي چې مسلمانان باید خپلو ملګرو مسلمانانو ته پاملرنه وکړي او اویغوران بايد بې وسه پاتې نه شي.

د اسلام پورې خندا کول

په ورته وخت کې، پاکستاني اتباعو او دیني عالمانو د چینايي شرکتونو له خوا د اسلام د سپکاوي په اړه خپله غوسه څرګنده کړې ده.

د جولای په مياشت کې، د چین د يو آنلاین پلورونکي له خوا د سينګار قالينونو په توګه د مسلمانانو د مصلو خرڅولو په ټوله نړۍ کې، په ځانګړې توګه په پاکستان کې، په پیرودونکو کې غوسه راپورته کړه.

دا قالينونه، چې په چین کې د ښځو د فیشن کمپنۍ شین لخوا پلورل کيږي، د هغه مصلو په شان ښکاري چې مسلمانان يې کاروي او د کعبې عکسونه او د "رمضان کریم" لفظونه هم لري.

حسن جاوید، چې په لاهور کې سوداګر دی او په تیرو وختونو کې یې د چینایي شرکتونو سره کار کړی دی، وويل، "چینايي کاروبارونه به د ګټې ترلاسه کولو لپاره هر څه وکړي او دا نژادپال یا په کلتوري توګه غیر حساس دي."

جاوید وویل، "دوی [چینايي شرکتونه] ناقص توکي پلوري او سوداګرو ته دوکه ورکوي." هغه د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د چینايي سوداګرو معاملې وڅاري او ځایي کاروبارونه د دوی له درغلیو څخه خوندي وساتي.

د اکتوبر په ۹ مه، پاکستاني اتباعو، دیني عالمانو او د مدني ټولنې ډلو هم په ټيک ټاک، چې د چين د ويډو شريکولو يو اېپ دی، باندې بنديز د فحشو موادو خپرولو له کبله وروسته له هغې ولګوو کله چې د پاکستانيانو له خوا شکايتونه ډير زيات شول. .

ټیک ټاک، چې کاروونکو ته اجازه ورکوي چې لنډې ویډیوګانې شریکې کړي، په بيجنګ کې د انټرنيټ ټيکنالوژۍ شرکت د بايټ ډانس ملکيت دی.

که څه هم، د بندیز ۱۰ ورځې وروسته، د پاکستان حکومت ټیک ټاک ته د پاکستانیانو لاسرسی بحال کړه کله چې دې موافقه وکړه چې هغه اکاونټونه به بلاک کړي کوم چې بار بار "غیر اخلاقي او فحش" مواد شریکوي.

د ټیک ټاک د بندیز لرې کولو اقدام هغه پاکستانیان غوسه کړل چې د دې د دایمي بندیز غوښتنه یې کوله.

ګڼ شمیر پاکستاني اوسیدونکو د اکتوبر په ۲۱ مه د اسلام آباد پريس کلب مخې ته راټول شول چې د حکومت له خوا ټیک ټاک ته د لاسرسی د بحالولو خلاف احتجاج وکړي، او ويې وویل چې چینايي اېپونه مختلف فعالیتونو ته وده ورکوي چې د اسلامي ژوند له اصولو څخه سرغړونه کوي. .

ماجد يوسفزۍ، چې د مدني ټولنې فعال دی او د دې احتجاج انتظام يې کړی و، وويل، "چینايي شرکتونه، لکه ټیک ټاک، د پاکستان د ټولنې او اسلام احترام نه کوي او هغه موادو ته اجازه ورکوي چې د هیواد د اوسیدونکو ترمنځ ګډوډي رامینځته کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500