روغتیا

د کورونا ويروس د راپورته کيدو په ځای ووهان کې ژوند اوس یو جشن دی

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

دا تصوير، چې د اګست په ۱۵مه اخیستل شوی دی، لیدونکي ښیي چې اداکاري ګوري، په داسې حال کې چې دوی د چین په ووهان کې د لامبو په يو حوض کې ځان يخوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

دا تصوير، چې د اګست په ۱۵مه اخیستل شوی دی، لیدونکي ښیي چې اداکاري ګوري، په داسې حال کې چې دوی د چین په ووهان کې د لامبو په يو حوض کې ځان يخوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

ووهان، چین -- په داسې حال کې چې نوره نړۍ د کورونا ويروس د ناروغۍ له امله له پراخه زيان سره مخ ده، د چین په ووهان کې، چې د ویجاړونکي کورونا ويروس د راپورته کيدو ځای دی، ځایي خلک د تير وخت په پرتله د دې غوندې نه زيات خوند اخلي.

په ووهان کې دهفتې په وروسيتو ورځو کې، د مایا ساحل د اوبو مشهور پارک د زرګونو خلکو نه ډک و چې د اليکټرانيک موسيقۍ جشن لپاره د لامبو وهلو لپاره د جامو او چمشمو سره د خوشحالۍ څرګندونه کوي، په داسې حال کې چې ځيني د ربړ په کښتو کې ناست دي او یا په اوبو کې د سینو پورې ډوب دي.

د اوبو پارک د جون په میاشت کې وروسته له هغې پرانیستل شو کله چې ووهان ورو ورو د ۷۶ ورځو لاکډاون نه وروسته خلاص شو، او داسې ښکاري چې ژوند بیرته عادي حالت ته راغلی دی.

د اوبو مخې ته په سټیج ولاړ يو اداکار خلکو ته لاس هسکوي، او نږدې خلک هغه ته هم لاسونه هسکوي، په داسې حال کې چې ځینې کسان په پلاستيکي کڅوړو کې د خپلو غاړو پورې ډوب په موبايل فونونو عکسونه اخلي.

د چین په ووهان ښار کې په زرګونو ليدونکي د اګست په ۱۵مه په یوې غونډې کې برخه اخلي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د چین په ووهان ښار کې په زرګونو ليدونکي د اګست په ۱۵مه په یوې غونډې کې برخه اخلي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د چین په ووهان ښار کې په زرګونو ليدونکي د اګست په ۱۵مه د لامبو په حوض کې يوه ننداره ګوري. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د چین په ووهان ښار کې په زرګونو ليدونکي د اګست په ۱۵مه د لامبو په حوض کې يوه ننداره ګوري. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

یو بل لوبغاړي د اوبو په جیټ بورډ سره خپل ليدونکي هغه وخت خوشحاله کړل کله چې هغه د شا نه پورته شو او د اوبو سره د هغوی د پاسه تير شو.

ګڼ شمیر خلکو لايف جاکټونه اچولي ول، خو په دغه پارټۍ کې هيڅ يو ګډون کونکي د مخ ماسکونه نه وو اچولي، په داسې حال کې چې ډي جی، چې ځليدونکي زيړ هيډفونونه يې اچولي ول، په سټيج سندره غږوي.

د کورونا ويروس ناروغۍ ښکاره لومړي کېسونه د تیر کال په وروستیو کې د ۱۱ ميليونو کسانو په ښار ووهان کې مخکې له دې راپورته شول کله چې دغه ویروس په ټوله نړۍ کې خپور شو، چې په سلګونو زره کسان یې ووژل او اقتصاد يې تباه او برباد کړو.

نړۍ په دې باور نه لري

د خوشحالۍ دا منظرونه به په نړۍ کې د هغو کسانو لپاره ښه نه وي کوم چې د هغه بې ساري وبا له امله خورا ځپل شوي چې په ووهان کې رامینځته شوې وه.

د دوشنبې د ورځې (د اګست تر ۱۷ مې نيټې) پورې، د کورونا ويروس ناروغۍ د ۲۱ ملیونو نه زيات خلک په ناروغۍ اخته کړې او ۷۷۰۰۰ کسان یې وژلي دي، چې د نړۍ په هر هیواد کې يې پراخه سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او روغتيايي زیان رامينځته کړی او داسې ښکارې چې هیڅ اختتام نه لري. .

په نړۍ کې کتونکي به هم په دې خوشحاله نه وي چې دا وګوري چې بیجنګ په فعاله توګه هڅه کوي چې ځان د وبا د نړیوال اتل په توګه ښکاره کړي.

د چین د غلطو معلوماتو کمپاین په وروستي مثال کې، د چین ملي موزیم د یو نوي نمايش "د قوت یووالی" پرانسته وکړه، چې نقاشي، مجسمې او خطاطي ښيي. دا هغه څه څرګندوي چې رژیم وايي چې دا د بحران پروړاندې په غبرګون ښودولو کې د دې بريا ده.

که څه هم، "د اتلوالۍ اعمالو" په اړه د بیجینګ دريځ په وبا کې د دې ریښتینی رول غلط ثابتوي.

په ۲۰۲۰ کال کې، چینايي چارواکو، چې د وژونکي وبا د خپريدو په اړه پوهه وو، نږدې د یوې هفتې لپاره هیڅ ونه ویل او ویروس ته یې موقعه ورکړه چې په ووهان کې پښې مظبوطي کړي او په ټوله نړۍ کې خپور شي، په داسې حال کې چې دې په قصدي ډول د وبا د خپريدو په اړه ثبوتونه پټ وساتل او یا يې تباه کړل. .

د دې بحران له پيل راهيسې، بيجنګ په فعاله توګه هڅه کوي چې د سازشي نظريو له خپرولو سره په کورونا ویروس وبا کې د خپل رول په اړه انتقاد کم کړي، او دا ليدل شوې چې په خبرونو کې او سوشل ميډيا باندې د ويروس په اړه ښکاره غلط معلومات خپروي. .

په عین وخت کې، چینايي شرکتونه د ګټې لپاره د دې وبا نه کار اخلي..

د شنونکو له مخې، د مارچ او می ترمینځ، چین د ۵۰ ملیارده نه زيات ماسکونه صادر کړل -- چې په تیر کال کې د ټول تولید په پرتله ۱۰ چنده زیاتوالی دی.

د دې هڅې د یوې برخې په توګه، چینايي چارواکي د سنکیانګ په سیمه کې مسلمان اقلیتونه په دې مجبوروي چې په فيکټريو کې کار وکړي او شخصي حفاظتي آلات (پي پي اي) جوړ کړي، چې زياتره په کې خراب او بې کاره ثابت شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500