رسنۍ

چین په عادي حالت وياړ کوي، په داسې حال کې چې نړۍ په دومداره توګه له وبا سره مخ ده

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

ښځې د ویروس پروړاندې د ساتنې پرته د اګست په ۲۷مه د چین په ووهان کې د تصويرنو لپاره پوز جوړوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

ښځې د ویروس پروړاندې د ساتنې پرته د اګست په ۲۷مه د چین په ووهان کې د تصويرنو لپاره پوز جوړوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د ايليمنټري سکول زده کونکي د سپتمبر په لومړۍ نيټه د چین په ووهان کې د نوي سمستر په لومړۍ ورځې کې ګډون کوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د ايليمنټري سکول زده کونکي د سپتمبر په لومړۍ نيټه د چین په ووهان کې د نوي سمستر په لومړۍ ورځې کې ګډون کوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

ښونکي د سپتمبر په لومړۍ نيټه د چین په ووهان کې د نوي سمستر په لومړۍ ورځ د ايليمنټري سکول زده کونکو ته هرکلی وايي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

ښونکي د سپتمبر په لومړۍ نيټه د چین په ووهان کې د نوي سمستر په لومړۍ ورځ د ايليمنټري سکول زده کونکو ته هرکلی وايي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د ايليمنټري سکول زده کونکو د سپتمبر په لومړۍ نيټه د چین په ووهان کې د بیرغ پورته کولو مراسمو پرمهال ملي بیرغ نيولی دی. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د ايليمنټري سکول زده کونکو د سپتمبر په لومړۍ نيټه د چین په ووهان کې د بیرغ پورته کولو مراسمو پرمهال ملي بیرغ نيولی دی. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د حوض لیدونکي د اګست په ۱۵مه يوه ننداره ګوري، په داسې حال کې چې دوی د چین په ووهان کې د لامبو په يو حوض کې ځان يخوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د حوض لیدونکي د اګست په ۱۵مه يوه ننداره ګوري، په داسې حال کې چې دوی د چین په ووهان کې د لامبو په يو حوض کې ځان يخوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

ډيسک جوکي د اګست په ۱۵مه د چین په ووهان کې د زرګونو ليدونکو مخې ته د خپل مهارت مظاهره کوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

ډيسک جوکي د اګست په ۱۵مه د چین په ووهان کې د زرګونو ليدونکو مخې ته د خپل مهارت مظاهره کوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

په زرګونو کسان د اګست په ۱۵مه د چین په ووهان کې د کورونا ويروس په اړه د ويرې پرته راټول شوي دي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

په زرګونو کسان د اګست په ۱۵مه د چین په ووهان کې د کورونا ويروس په اړه د ويرې پرته راټول شوي دي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د چين په ملي ميوزيم کې په ښودل شويو انځورونو کې يو انځور اوس د کورونا ویروس په ناروغۍ کې د هیواد هڅې د "اتل" په توګه ښيي. [جيانګ ډونګ/ چاينه ډېلي]

د چين په ملي ميوزيم کې په ښودل شويو انځورونو کې يو انځور اوس د کورونا ویروس په ناروغۍ کې د هیواد هڅې د "اتل" په توګه ښيي. [جيانګ ډونګ/ چاينه ډېلي]

"ابديت او اختصآر"، چې د چین په ملي میوزیم کې د پینګ ماوکون يو انځور دی، ښودل شوی دی. [جيانګ ډونګ/ چاينه ډېلي]

"ابديت او اختصآر"، چې د چین په ملي میوزیم کې د پینګ ماوکون يو انځور دی، ښودل شوی دی. [جيانګ ډونګ/ چاينه ډېلي]

داسې ښکاري چې د چین دولتي رسنۍ اراده لري چې نړۍ ته دا ښکاره کړي چې دغه هیواد د کورونا ویروس ناروغۍ نه خلاصی ترلاسه کړی دی، خو هغه هیوادونه د دې رسنیو کمپاین ته له غوسې سره ګوري کوم چې د کورونا ويروس ناروغۍ -- چې په چين کې رامينځته شوي وه او خپره شوي وه -- له امله په سخت لاکډاون کې دي.

په چین کې کنټرول شوي رسنۍ، د مثال په توګه، د سه شنبې په ورځ (د سپتمبر په لومړۍ نيټه) د زرګونو زده کونکو تصويرونه خپاره کړل چې په ووهان کې، چې هغه مرکزي چینایي ښار دی چيرته چې تير کال کورونا ويروس راپورته شوی و، په شخصي توګه په ټولګيو کې ګډون کوي.

تقريباََ ۱.۴ ميليونه زده کونکو د می په مياشت کې د هايي سکولونو له بيرته پرانيستلو وروسته په ښار کې په شاوخوا ۲۸۰۰ کنډرګارټنونو، پرايمري او مډل سکولونو کې کلاسونه له سره پيل کړل.

ډیر تصويرونه په هغه زده کونکو تمرکز کوي چې د چین بیرغ پورته کوي.

زده کونکي د سپتمبر په لومړۍ نيټه د چین په ووهان کې، چېرې چې د کورونا ويروس ناروغي رامينځته شوې وه، د ويروس په اړه د څه ښکاره انديښنې پرته د نوي سمستر په لومړۍ ورځې کې ګډون کوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

زده کونکي د سپتمبر په لومړۍ نيټه د چین په ووهان کې، چېرې چې د کورونا ويروس ناروغي رامينځته شوې وه، د ويروس په اړه د څه ښکاره انديښنې پرته د نوي سمستر په لومړۍ ورځې کې ګډون کوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

دا تصويرونه د چین په ټولو صوبو او په اړوندو رسنيو کې خپاره شول، چې يوه ښکاره هڅه ده چې په بهر کې د خلکو په نظر اغيزه وکړي.

په چین کې ژوند یو جشن دی

په ورته ډول د اګست په نیمایي کې، د چین دولتي رسنیو د زرګونو ګډونوالو تصويرونه او ویډیوګانې خپرې کړې، په داسې حال کې چې دوی په ووهان کې د اوبو په پارک کې د اليکټرانيک موسيقۍ د جشن لپاره د لامبو جامې اغوستې وې، خو ماسکونه يې نه لرل. .

د اوبو مخې ته په سټیج ولاړ يو اداکار خلکو ته لاس هسکوي، او نږدې خلک هغه ته هم لاسونه هسکوي، په داسې حال کې چې یو بل لوبغاړي د اوبو په جیټ بورډ سره خپل ليدونکي هغه وخت خوشحاله کړل کله چې هغه د خپلې شا نه پورته شو او د اوبو سره د هغوی د پاسا تير شو.

يو څو ورځې مخکې، د چین چارواکي په دوامداره توګه د کورونا ويروس ناروغۍ پروړاندې مبارزه کې "د پام وړ کارنامو" کيسه وړاندې کوي..

د چین ملي موزیم د یو نوي نمايش "د قوت یووالی" پرانسته وکړه، چې نقاشي، مجسمې او خطاطي نندارې ته وړاندې کوي. دا هغه څه څرګندوي چې رژیم وايي چې دا د بحران پروړاندې په غبرګون ښودولو کې د دې بريا ده.

عکس العمل

د بې پروايۍ دا منظرونه، په شخصي ډول زده کړې، په جشن کې برخه اخيستل او د چين له خوا ځان د اتل په توګه ښودل به په نړۍ کې د هغو کسانو لپاره ښه نه وي کوم چې د هغه عجیبه وبا له امله خورا ځپل شوي چې په ووهان کې رامینځته شوی وه.

د سه شنبې د ورځې (د سپتمبر تر دريمې نيټې) پورې، د کورونا ويروس ناروغۍ د ۲۶ ملیونو نه زيات خلک په ناروغۍ اخته کړی او ۸۶۰۰۰۰ کسان یې وژلي دي، چې د نړۍ په هر هیواد کې يې پراخه سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او روغتيايي زیان رامينځته کړی او داسې ښکارې چې هیڅ اختتام نه لري.

په وبا کې د دې اصلي رول او خپل ځان د نړيوال اتل په توګه د ښودلو ترمينځ توپير په پام کې نيولو سره، د بېجينګ د رسنيو هڅې به يوه ځانګړې موضوع وي.

د ۲۰۲۰ کال په لومړيو کې، چینايي چارواکي په دې پوهه شوي وو چې يوه وژونکي وبا خورا نږدې ده، خو تقريباََ د یوې هفتې لپاره یې هیڅ ونه ویل، چې ویروس ته یې په ووهان کې د پښو خښولو توان ورکړو او په ټوله نړۍ کې خپور شو، په داسې حال کې چې دا په قصدي ډول د کورونا ویروس خپرېدو شواهد تباه کوي او يا يې پټ ساتي..

د دې بحران له پيل راهيسې، بيجنګ په فعاله توګه هڅه کوي چې د سازشي نظريو له خپرولو سره په کورونا ویروس وبا کې د خپل رول په اړه انتقاد کم کړي اوليدل شوی چې په خبرونو کې او سوشل ميډيا باندې د ويروس په اړه ښکاره غلط معلومات خپروي..

په عین حال کې، چینايي شرکتونه د ګټې لپاره د دې نه کار اخلي.

د شنونکو له مخې، د مارچ او می ترمینځ، چین د ۵۰ ملیارده نه زيات ماسکونه صادر کړل -- چې په تیر کال کې د ټول تولید په پرتله ۱۰ چنده زیاتوالی دی.

د دې هڅې د یوې برخې په توګه، چینايي چارواکي د سنکیانګ په سیمه کې مسلمان اقلیتونه په دې مجبوروي چې په فيکټريو کې کار وکړي او شخصي حفاظتي آلات (پي پي اي) جوړ کړي، چې زياتره پکې خراب او بې کاره ثابت شوي دي. .

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500