رسنۍ

چین او روس د کورونا ویروس د غلطو معلوماتو په خپرولو کې همکارۍ ته وده ورکوي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

یو انجینير د اپرېل په ۲۹ مه په بیجینګ کې په يوې ليبارټرۍ کې دننه د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره په آزمېښتي واکسين باندې ټسټ کولو ته ګوري. يو دريځ، چې بيجنګ يې تعقيب کوي، دا دی چې دا په دې ناروغۍ کې يو لوی عامل پاتې شوی دی. [نیکولاس اسفوري/ ای اېف پي]

یو انجینير د اپرېل په ۲۹ مه په بیجینګ کې په يوې ليبارټرۍ کې دننه د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره په آزمېښتي واکسين باندې ټسټ کولو ته ګوري. يو دريځ، چې بيجنګ يې تعقيب کوي، دا دی چې دا په دې ناروغۍ کې يو لوی عامل پاتې شوی دی. [نیکولاس اسفوري/ ای اېف پي]

د ټولنیزو رسنیو کتونکي وایی چې د چین او روس رژیمونو د کورونا ویروس وبا په اړه د غلطو معلوماتو د خپرولو لپاره همکارۍ ته وده ورکوي، په داسې حال کې چې بیجینګ په پراخه کچه هغه تخنيکونه کاروي چې د ماسکو له خوا جوړ شوي دي.

لی ای ګابرېل، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د نړیوالې ښکيلتيا مرکز، چې د بهرنيو پروپيګنډو تعقيب کوي، کوارډينيټره ده، وويل، "حتی د کورونا ويروس وبا له کړکیچ نه مخکې، موږ د پروپيګنډې په برخه کې د روس او د چین تر منځ د همغږۍ یوه ټاکلې کچه وارزوله."

د ای اېف پي له مخې، هغې د جمعې په ورځ (د می په ۸ مه) خبریالانو ته وویل، "خو د دې وبا سره د هغوی همکاري په چټکۍ سره ګړندۍ شوې ده."

هغې وویل، "موږ دغه همکاري د هغه څه په پایله کې وینو چې موږ ورته د دواړو عاملانو تر منځ د عمليت پسندۍ په توګه ګورو، کوم چې غواړي چې د خپلو اهدافو لپاره د کورونا ويروس وبا په اړه په عامه پوهاوې کې بدلون راولي."

د نړیوالې ښکيلتيا مرکز مخکې وويل چې د ټولنیزو رسنيو په زرګونو اکاونټونو، چې د روس سره يې تړاو لرلرو، د دې وبا په اړه سازشي نظريې خپرولې، چې په دې کې دا تور هم شامل دی چې تير کال د چين په ووهان ښار کې په لومړي ځل موندل شوی ويروس د امریکې تخليق و.

د اروپا اتحادیې (اي يو) په ماسکو تور ولګوو چې دې له داسې کمپاين سره د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی، چې ويل کيږي دا د وژونکي ويروس په اړه د جعلي او يا غلطو معلوماتو د خپرولو لپاره "د پام وړ کمپاین" و.

د ماسکو نقل کول

له بلې خوا، بيجنګ په فعاله توګه هڅه کوي چې د سازشي نظريو له خپرولو سره په کورونا ویروس وبا کې د خپل رول په اړه انتقاد کم کړي.

د چین حکومت ترټولو لوړ پوړي چارواکي هم دا ناوړه سازشي نظريې خپروي.

چینایي رژیم هغه وخت متحده ایالات غصه کړو کله چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند د يوې سازشي نظريې په اړه ټویټ وکړو، چې ادعا کوي چې د متحده ایالاتو پوځ دغه ویروس ووهان ته راوړی و.

د نړیوالې ښکيلتيا مرکز په وینا، چینایي رژیم بیا خپل آنلاین کمپاین ګړندی کړی چې د وبا د سمبالولو دفاع وکړي، کومې چې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۷۰،۰۰۰ کسان وژلي، او دا چې په متحده ایالاتو تنقيد وکړي.

ګابرېل وویل، "بیجینګ په سم وخت کې توافق کوي او په پراخه کچه هغه تخنیکونه کاروي چې له مخکې نه د ماسکو لخوا کارول شوي وو."

ګابرېل وویل، بیجینګ د خپل پیغام د تقویت لپاره د سوفټوير شبکې په پراخه کچه استعمال کړي دي.

هغې وويل، د چین په رسمي سفارتي اکاونټونو کې د مارچ په وروستیو کې ناڅاپي زیاتوالی راغې، چې هره ورځ په کې تقريباََ له ۳۰ نويو پلویانو څخه تر ۷۲۰ پلويانو پورې اضافه وشوه، چې اکثر به د نويو جوړ شويو اکاونټونو څخه وو.

ګابرېل وویل، دا په لومړي ځل وليدل شوه چې بېجينګ د هانګ کانګ په خپله خودمختاره سیمه کې د "سیاسي کړکيچ" رامينځته کولو لپاره آنلاين طريقې استعمال کړې، چيرې چې د دیموکراسۍ پلوه لوی احتجاجونه شوي دي.

بیجینګ اوس په فعاله توګه د کورونا ویروس د وبا د خپریدو پرمهال د خپلو غلطیو د پټولو په هڅه کې بوخت دی، چې ځینې شواهد دې ته اشاره کوي چې دې په قصدي ډول ثبوتونه تباه کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

متحده ایالات باید د چین په وړاندې له روس سره همکاري ونه کړي واکمنان خراب متحدین جوړوي او واشنګټن له مخکې نه مستحکم دی او جمهوري ملګري دې ته اړتیا لري. حقیقت دا دی چې د روس او چین ترمنځ مخ په زياتيدونکي ستراتیژیکي اړیکې د اندیښې وړ دي. دوه زورواکي قدرتونو د انرژۍ په سترو معاملاتو کې همکاري کړې ده، چې په دې کې د ۵۵ ميليارده ډالرو د پام وړ بندوبست شامل دی چې چین ته د سايبيريا طبیعي ګيس پایپ لاین وغځوي. د روس صدر ولادیمیر پوتین او د چین صدر شي جینپینګ د لوړې کچې په څو غونډو کې له يو بل سره ولیدل او شي حتی پوتین "خپل ترټولو ښه ملګری او همکار" وګڼلو. شاید لويه ستونزه دا ده چې بیجینګ او ماسکو په اروپا او آسیا دواړو کې په ګډو پوځي مشقونو کې برخه اخیستې ده. د مثال په توګه، که چیرې دوی په ختیځ اروپا او هند بحر الکاہل کې د متحده ایالاتو په سیسټم یوځل پوځي بریدونه پلان کړي او ترسره يې کړي، نو متحده ایالات او متحدین به له ماتې سره مخ شي.

ځواب