رسنۍ

د کورونا ویروس په اړه د روس او چين غلط معلومات په بهر کې وده کوي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

یو سړی، چې په مخ ماسک یې اچولی دی او دا لفظ "دوکه" پرې ليکل شوی دی، د جولای په لومړۍ نیټه په ماسکو کې د پشکين چوک په اړه د روس په اساسي قانون کې د ترميماتو پروړاندې احتجاج کوي، په داسې حال کې چې روسیان په اساسي قانون کې د اصلاحاتو په اړه د رايه ورکولو په اخرنۍ ورځ ووټ ورکوي. دا اصلاحات به صدر ولادیمیر پوتین ته اجازه ورکړي چې په احتمالي توګه تر ۲۰۳۶ پورې په واک کې پاتې شي. [کریل کدریوټسیف/ ای اېف پي]

یو سړی، چې په مخ ماسک یې اچولی دی او دا لفظ "دوکه" پرې ليکل شوی دی، د جولای په لومړۍ نیټه په ماسکو کې د پشکين چوک په اړه د روس په اساسي قانون کې د ترميماتو پروړاندې احتجاج کوي، په داسې حال کې چې روسیان په اساسي قانون کې د اصلاحاتو په اړه د رايه ورکولو په اخرنۍ ورځ ووټ ورکوي. دا اصلاحات به صدر ولادیمیر پوتین ته اجازه ورکړي چې په احتمالي توګه تر ۲۰۳۶ پورې په واک کې پاتې شي. [کریل کدریوټسیف/ ای اېف پي]

د يوې نوې څيړنې له مخې، د روس او چین د ژورنالیستانو لخوا د کورونا ويروس په اړه غلط معلومات د هغه موادو په پرتله په سوشل ميډيا باندې زياتو کسانو ته رسيږي کوم چې په نړۍ کې د غوره خبرونو رسنيو لخوا رامينځته کيږي.

اکسفورډ انټرنیټ انسټیټیوټ د دوشنبې په ورځ (د جون په ۲۹مه) په یو خپور شوي راپور کې وويل، که څه هم دا غلط راپورنه یا سازشي نظریې وي، خو د بهرنيو دولتي رسنیو لخوا په فرانسوي او المانۍ ژبه لیکل شوي مقالې په فېسبوک او ټویټر کې په پراخه کچه ليدل کيږي.

دغه انسټیټیوټ، چې د اکسفورډ يونيورسټۍ يوه برخه ده، په روس او چین، او همدارنګه په ایران او ترکي کې د مخکښو رسنیو لخوا خپاره شوي مواد وکتل -- چې دا ټول د دولت تر کنټرول لاندې دي یا د هغه رژیمونو سره نږدې همکاري لري کوم چې په واک کې دي.

دغه انسټیټیوټ وويل، په فرانسوي او المانۍ، او همدارنګه په هسپانوي ژبو کې، د دولتي میډیا ډلو "په مغربي جمهوريتونو باندې د تنقيد کولو سره کورونا ويروس ته سياسي شکل ورکړو، د خپلو هیوادونو ستاینه يې وکړه او د ویروس د سرچينې په اړه يې سازشي نظريو ته وده ورکړه."

د ۲۰۱۷ کال د نوممبر په ۱۲ مه اخيستل شوی يو تصوير په ماسکو کې د روسیا د سیګودنیا هغه دولتي میډیا ګروپ مرکزي دفتر ښیي، کوم چې د سپوتنیک خبري اژانس چلوي. [کریل کدریوټسیف/ ای اېف پي]

د ۲۰۱۷ کال د نوممبر په ۱۲ مه اخيستل شوی يو تصوير په ماسکو کې د روسیا د سیګودنیا هغه دولتي میډیا ګروپ مرکزي دفتر ښیي، کوم چې د سپوتنیک خبري اژانس چلوي. [کریل کدریوټسیف/ ای اېف پي]

د اکسفورډ يو څیړونکي جوناتن برائټ ای اېف پي ته وویل، "په دې رسنيو کې د موادو ډیره برخه د حقیقت پر اساس ده. خو هغوی چې څه لري، په ځانګړي توګه که تاسو د روس رسنيو ته وګورئ، نو دا د جمهوري هیوادونو د بدنامولو لپاره یوه اجنډا ده."

هغه زیاته کړه، "په دغه دريځ کې يوه نازکه نقطه دا ده چې جمهوريت د زوال په درشل کې دی."

دغه انسټیټیوټ د ایران او ترکي شبکو په بهرنيو ژبو کې د موادو په څېړلو سره، د روس د آر ټي نشریاتو او سپوتنیک خبري اژانس، د چین ګلوبل تلویزیوني شبکې (سي جي ټي اېن)، د چین راډیو انټرنیشنل (سي آر آی) او ژينهو خبري اژانس مواد وکتل.

د متحده ایالاتو ضد احساساتو ته وده ورکول

دې د هرې شامل شوي مقالې د منځنۍ ښکیلتیا اندازه وکړه -- چې څو ځله یو کارن په فعاله توګه په فېسبوک کې مقاله شریکوي یا خوښوي، یا په اړه یې تبصرې کوي او يا په ټویټر باندې یې بيرته ټويټ کوي.

دغه مطالعې د می د ۱۸ مې نه د جون د ۵ مې نیټې پورې د هرې رسنۍ د ۲۰ خورا مشهورو مقالو څيړنه وکړه.

د دغې انسټیټیوټ يوې پخوانۍ مطالعې په اپرېل کې وموندله چې په انګلیسۍ ژبه کې، د ورته دولتي میډیا ډلو په پراخه کچه د سیاسي خبرونو د کاروونکو بوختیا کچه لس چنده ترلاسه کړه، لکه څنګه چې د بي بي سي په څير ډیرو ښه سرچينو ښکيلتيا ترلاسه کړې ده.

برايټ وویل، "د ټولنیزو رسنیو یوه مهمه برخه هغه کسان دي چې دغه مواد ګوري کوم چې په مستقیمه توګه د بهرنیو دولتونو لخوا تمویل کیږي، او دا لوستونکي ته خورا روښانه نه ده چې دا داسې ده."

د ښکیلتیا ورته کچه د هسپانوي ژبې په موادو کې ښودل شوې ده، چې په دې کې د ایران د دولتي نشرياتو خدمت هسپان ټي وي شامل دی. دغه راپور وويل چې دا په لاطیني امریکا کې د اوريدونکو لپاره "د متحده ایالاتو پر ضد احساساتو" ته د ودې ورکولو لپاره د روس د رسنيو وده شريکوي.

په فرانسوي او جرمني مثالونو کې، په فرانس کې د حکومت پر ضد د احتجاجونو په اړه د روس د "ګیلټس جانز" پرجوش راپورونه، او کورونا ويروس او په اروپا کې اقتصادي بحرانونه رامینځته کول شامل دي.

په دې راپور کې د ترکي د ټي آر ټي شبکې څخه په المانۍ، فرانسوي او هسپانوي ژبو کې هم کتنه شوې، چې په کې وویل شو چې دې د ناروغۍ پروړاندې د ترکي د حکومت د اقداماتو په مثبت انځور باندې تمرکز وکړو.

د دې برعکس، دغه راپور وويل چې د روس، چین او ایران رسنيو ټولو بې بنياده نظريو ته وده ورکړه، چې په دې کې دا شامل دي چې د متحده ایالاتو پوځ د کورونا ویروس خپور کړو، کوم چې تیر کال د چین په ووهان کې راپورته شوی و.

د رسنیو دغه سازمانونه ادعا کوي چې دوی په خبرونو کې غیر مغربي لید وړاندې کوي او دا ردوي چې دوی پروپيګنډه کونکي دي.

د اکسفورډ راپور ته په ځواب کې، آر ټی فرانس وویل چې "دا په کلکه دغه تورونه ردوي" او ټینګار یې وکړو چې دې نړیواله وبا هغه شان پوښلې ده لکه څنګه چې نورو فرانسوي رسنیو پوښلې ده.

په دغه راپور کې راغلي، "دا په 'مغربي جمهوريتونو باندې د تنقيد کولو له تورونو سره او يا د جمهوري هیوادونو د بدنامولو سره هیڅ کار نه لري.

په فرانس کې، صدر ایمانویل میکرون په آر ټي باندې تور ولګوو چې دې په ۲۰۱۷ کال کې د صدارتي ټاکنو پرمهال يوه "دروغه پروپيګنډه" خپره کړې وه.

په انګلستان کې، د روس شبکه د رسنیو د بې پلويتوب د قواعدو د ماتولو له کبله جرمانه شوې ده.

تیره هفته، بیجینګ وروسته له هغې د غچ اخيستلو ګواښ وکړو کله چې د دې څلور نورې رسنۍ په متحده ایالاتو کې د "بهرني ماموریتونو" په توګه وګرځول شوې.

په دغه څلورو کې، سي جي ټي اېن، سي آر آی او او ژینهو شبکې شاملې شوې، کومې چې واشنګټن له مخکې نه د رسنيو پرځای د دولت لخوا د تمویل شويو فعالینو په توګه ټاکلي وې.

'دوه اړخيزه جنګ'

څارونکو د می په مياشت کې يادونه وکړه، د چین او روس رژیمونو په ګډه همکاري کوي چې د کورونا ویروس د ناروغۍ په اړه غلط دريځونه خپاره کړي، په داسې حال کې چې بیجینګ هغه تخنيکونه کاروي کوم چې ماسکو جوړ کړي دي.

ټویټر د جون په ۱۲ مه وويل چې دې د ۱۷۰،۰۰۰ نه زيات هغه اکاونټونه حذف کړل کومو چې د چینایي حکومت د غلطو معلوماتو کمپاینونو سره تړاو لرلو، او د اروپا اتحادیې (اي يو) د جون په ۹مه په رسمي ډول د چین او روسیې رژیمونو په دې تورن کړل چې دوی د اوروپا جمهوريت ته د زیان رسولو لپاره د کورونا ویروس په اړه د غلطو معلوماتو کمپاینونه ترسره کوي.

اسکټ ډوکینبایف، چې په بشکیک کې یو سیاسي کارپوه دی، د روس د غلطو معلوماتو کمپاینونه د لویدیځو هیوادونو په وړاندې د روس د صدر ولادیمیر پوتین د رژیم د نوې "دوه اړخيزه" نظریې يوه برخه ګڼي.

هغه د جون په مياشت کې وويل، ماسکو "په سړه جګړه کې نه يوازې د خپل ماتې غچ اخیستل غواړي، بلکې همدارنګه د شوروي اتحاد وروسته د هغه هیوادونو خلاف غچ اخيستل غواړي کوم چې هڅه کوي چې د پخواني میټروپول [استعماري ځواک] تر اغیز نه ځانونه راوباسي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500