ټویټر د جمعې په ورځ (د جون په ۱۲ مه) وويل چې دې د ۱۷۰،۰۰۰ نه زيات هغه اکاونټونه حذف کړل کوم چې د چینایي حکومت د غلطو معلوماتو د کمپاینونو سره تړاو لرلو.
ټویټر -- د یوټیوب، ګوګل او فېسبوک سره -- په چین کې منع دي، کوم چې خبرونو او معلوماتو ته د لاسرسي محدودولو لپاره "ستر فایر وال" کاروي.
خو چینایي سفارتکارانو او دولتي رسنيو د بيجنګ دريځ پر مخ وړلو لپاره په وروستیو کلونو کې ورته پلیټ فارمونو ته مخه کړې ده.
څیړونکو او څو لویدیځو حکومتونو دا ویره څرګنده کړې چې د چین رژیم د دولت تر کنټرول لاندې یا دولت پورې تړلي اکاونټونه کاروي چې د اصلي کاروونکو په توګه ښکاري او حکومتي پیغام يا غلط معلومات خپروي.
ټویټر وويل چې دې د "دولت سره تړلې" هغه شبکې له مینځه وړې دي، کوم چې د ۲۳،۷۵۰ اکاونټونو "خورا بوختې ډله" يې پرمخ وړي او نور ۱۵۰،۰۰۰ "محرک" اکاونټونه ورته وده ورکوي.
دا شبکه په دې وروستیو کې د هانګ کانګ احتجاجونو په اړه د بیجنګ دريځ وړاندې کوي خو مخکې یې ورته کار د کورونا ویروس د وبا لپاره کړی و.
فرګس هانسن، چې د آسټرالیا د ستراتیژیک پالیسۍ انستیتوت (ای اېس پي آی) سایبر مرکز ډايريکټر دی، وليکل، "په داسې حال کې چې چینايي کمونسټ ګوند به چینایانو ته د ټویټر کارولو اجازه ورنه کړي، زموږ تجزيه ښیي چې دا خوشحاله ده چې په نړیواله کچه پروپيګنډا او غلط معلومات خپاره کړي."
ای اېس پي آی وویل، د دغه شبکې ډیر ټویټونه د چینایي کاري ساعتونو پرمهال لیکل شوي وو، په لویه کچه د اونۍ په ورځو کې.
دغه انسټيټوټ زياته کړه، "د دې ډول منظم پوسټونو بيلګه په واضح ډول دروغ او همغږي په ګوته کوي."
د جمعې په ورځ، د بیجنګ د بهرنیو چارو وزارت د ټویټر په پریکړې نیوکه وکړه او ویې ویل چې چین د "غلطو معلوماتو ترټولو لوی قرباني" دی.
د دوکې زیاتیدونکي شواهد
د دې میاشتې په پیل کې، نیویارک ټایمز د ۴،۶۰۰ اکاونټونو تجزيه خپره کړه چې له چینایي مشرانو او سفارتکارانو سره په ټویټر بوخت وو.
په دغه تجزيه کې په سلګونو اکاونټونه وموندل شول چې داسې ښکاريده چې یوازې د دې لپاره يې فعاليت کولو چې د بیجنګ مخکښ سفیران وهڅوي او دولتي خبري رسنيو ته وده ورکړي.
تیره میاشت، ټویټر د چین حکومت ویاند لخوا په یو ټویټ باندې د حقایقو معلومولو بيرغ ولګولو چې په پراخه کچه يې يوه ناوړه سازشي نظريه خپروله چې کيدی شيد متحده ایالاتو پوځ کورونا ویروس په چین کې معرفي کړی وي. .
په تير اګست کې، فېسبوک، یوټیوب او ټویټر په زرګونو اکاونټونه لرې کړل او ويې ويل چې دا د چین لخوا تر ملاتړ لاندې د کمپاین برخه وه چې په ځانګړې توګه يې د هانګ کانګ د احتجاجونو په اړه د غلطو معلوماتو خپرولو باندې تمرکز کولو.
اروپايي اتحادیې (اي يو) د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۱۰ مه) يو راپور خپور کړو او تور یې ولګولو چېد چين او روسيې رژیمونو هڅه کړې ده چې د اروپا جمهوريت ته زيان ورسوي او د "هدفي نفوذي عملیاتو او غلطو مالوماتو د کمپاین" په ترڅ کې د وبا په دوران کې خپل شهرت ته وده ورکړي. .
دا غیر معمولي ښکاره تور د اروپايي اتحادیې د رسمي ستراتیژۍ په راپور کې ولګول شو څو د هغه څه سره مبارزه وکړي چې د چارواکو په وینا د روغتیا پاملرنې د دروغو د ادعاګانو، د سازشي نظريو، دوکې او نفرت د بیانونو "سيلابونه" دي چې د کورونا ویروس سره تړاو لري..