روغتیا

چینايي شرکت د ډاکټرانو د ساتنې لپاره د کورونا ويروس ناروغۍ نیم ملیونه جعلي ماسکونه خرڅ کړل

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

کارکونکي د می په ۱۴مه د چین په نانټونګ کې په يوې فيکټړۍ کې د صادرولو لپاره د مخ ماسکونه جوړوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

کارکونکي د می په ۱۴مه د چین په نانټونګ کې په يوې فيکټړۍ کې د صادرولو لپاره د مخ ماسکونه جوړوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د اپرېل په مياشت کې د چینایي شرکت پر وړاندې يوه مقدمه درج کړه چې تقريباََ نیم ملیونه جعلي او غیر معياري اېن ۹۵ ماسکونه يې خرڅ کړي ول، په داسې حال کې چې د کورونا ويروس وبا په نړۍ کې خپره شوه..

په نیویارک کې په فدرالي محکمې کې په يو درج شوي شکایت کې، دغه ادارې د جون په ۵ مه وويل چې په ګوانګډونګ کې کينګ اير پيکجنګ او پرنټنګ د اېن ۹۵ ماسکونو درې دستې ولیږدولي، چې د کورونا ویروس څخه د طبي او نورو پرسونلو د ساتنې لپاره ضروري ول.

د شکايت کونکي له مخې، دغه شرکت په دروغه ادعا وکړه چې ۴۹۵،۲۰۰ ماسکونه چې دې لیږلی ول د اېن ۹۵ معیار پوره کوي او په دروغه يې دا ادعا هم کړې چې د متحده ایالاتو د حرفوي خوندیتوب او روغتیا ملي انسټیټیوټ د دې تصدیق کړی دی.

د ماسکونو واردوونکي د دغه ماسکونو لپاره له ۱ ملیونه ډالرو نه ډيرې پيسې ورکړي وې.

د اېف بي آی ايجنټ ډګلس کورینسکي، چې د ماسک معاهدې څیړنه يې کړې وه، وويل چې دا پیښه ښيي چې دا شرکت "د خوندیتوب لپاره هيڅ فکر نه لري".

"که چیرې تحقیقاتي ټيم ګامونه نه وې پورته کړی، نو دغه مدافع به يوازې د پيسو ګټلو لپاره لومړي ځواب ویونکي، د روغتون کارمندان او د لومړۍ لیکې کارکونکي د غلطو تجهیزاتو سره له خطر سره مخامخ کړي ول."

د خلکو پرځای ګټو ته ترجیح ورکول

له بده مرغه، دا یوازې وروستۍ پیښه ده چې چینايي حکومت یا چینايي شرکتونو پکې هڅه کړې چې د کورونا ویروس وبا په جریان کې د ناقص طبي تجهیزاتو په صادرولو سره ګټه ترلاسه کړي. .

په افغانستان کې، له چین څخه وارد شوي شخصي حفاظتي تجهیزات (پي پي اي) ډیر افغان ډاکټران له خطر سره مخ کړي، او د شنبې د ورځې (د جون د ۶ مې) پورې، چارواکي وايي چې هیواد یې په هسپتالونو کې د بسترونو له کمي سره مخ دی، په داسې حال کې چې د کورونا ویروس زیاتې پیښې رامينځته کيږي، او خبرداری ورکوي چې "يو آفت راتلونکی دی".

په پاکستان کې، هسپتالونه هغه شخصي حفاظتي آلات ردوي کوم چې په چین کې جوړ شوي وروسته له هغې چې د کورونا ويروس ناروغانو د علاج کولو په جريان کې ګڼ شمير روغتیایي کارکونکي ناروغه او مړه شول..

په مرکزي آسیا کې، هیوادونه هڅه کوي چې د کورونا ويروس ناروغۍ خپل ټسټ کټونه جوړ کړي، له داسې خبرونو سره چې په چین کې ورته آلات ناقص ثابت شوي دي.

په نورو ځايونو کې، ګڼ شمير هيوادونو -- د هسپانيې، هالینډ، فلپین، کروشیا او ترکي په ګډون -- د هغه غير معياري یا خرابو طبي آلاتو په اړه شکایت کړی دی کوم چې د چین څخه لیږدول شوي دي.

د فنلېنډ حکومت د اپریل په ۸ مه ومنله چې د فنلېنډ لخوا اخیستل شوي دوه ملیونه حفاظتي ماسکونه په هسپتالونو کې د کارولو لپاره غير مناسب ثابت شول.

د دې نه مخکې، د هالېنډ حکومت د ۱.۳ مليونو په چینایي بار کې ۶۰۰،۰۰۰ ماسکونه بيرته راټول کړل، کومو چې د کیفیت معیارونه نه و پوره کړي.

هسپانیې د غیر مجاز چینايي شرکت لخوا لیږل شوي په زرګونو ګړندي ټسټ کټونه وروسته له هغې رد کړل کله چې د اپرېل په مياشت کې دې وموندله چې دوی د اعتبار وړ نه دي.

يوازې د مارچ په مياشت کې، په چین کې د کسټم چارواکي جن های د اپرېل د مياشتې په پیل کې وویل، چین ۳.۸۶ ملیارده ماسکونه، ۳۷.۵ ملیونه حفاظتي جامې، ۱۶،۰۰۰ وینټیلیټرې او د کورونا ناروغۍ ۲.۸۴ ملیونه ټیسټ کټونه صادر کړل او له ۵۰ څخه زیاتو هیوادونو نه یې اډرونه ترلاسه کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500