امنیت

د سولې بیا بحالي د ۱ ميلیونو څخه زیاتو قبايلي داخلي بې ځایه شویو کسانو ستونزې پای ته رسوي

د جاويد محمود لخوا

د قبايلي ضلعې جنوبي وزيرستان اوسيدونکي د جولای په ۲۵ مه د عمومي انتخاباتو نه مخکې د سياسي اميدوار وينا ته غوږ نيسي. [جاويد محمود]

د قبايلي ضلعې جنوبي وزيرستان اوسيدونکي د جولای په ۲۵ مه د عمومي انتخاباتو نه مخکې د سياسي اميدوار وينا ته غوږ نيسي. [جاويد محمود]

اسلام آباد -- د ملي ډیټابیس او د نوم لیکنې ادارې (نادرا) او سیمه ایزو شنونکو په وینا، د یو میلیون نه زیات داخلي بې ځایه شوي خلک قبایلي سیمو ته بیرته ځي، په داسې حال کې چې حکومت بیا رغونې ته دوام ورکوي.

د ډان ورځپاڼې د يو راپور له مخې، په جنوبي وزیرستان کې، د راستنیدنې وروستی پړاو -- تمه کيږي چې په دې کې به د ۳،۵۰۰ نه زياتې کورنۍ بیرته ستانه شي -- د جولای په ۲۵ مه پیل شو او د بیرته راستنیدونکو کورنیو شمیر ۷۱،۰۰۰ ته ورسیدو.

نادرا به ژر يوازې د جنوبي وزیرستان نه د ۷۱،۱۲۴ بی ځایه شوو کورنیو بیرته راستنيدل پای ته ورسوي. په دغه کورنيو کې د نیم ميلیون نه زيات پاکستانیان دي او هره يوه کورنۍ اوسطاََ د ۸ نه تر ۱۰ پورې غړي لري.

د کلونو او په ځینو کيسونو کې د یوې عشرې نه زياتې مودې وروسته، د خپلو کورونو نه لرې، داخلي بې ځایه شوي کسان ډير خوشحاله دي چې بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

پاکستاني پوځیان د تير اکتوبر په ۱۸ مه په شمالي وزیرستان کې د افغانستان د پولې په اوږدو کې په کيټن آرچرډ پوسټ کې ساتنه کوي. [عامر قریشي/ ای ايف پي]

پاکستاني پوځیان د تير اکتوبر په ۱۸ مه په شمالي وزیرستان کې د افغانستان د پولې په اوږدو کې په کيټن آرچرډ پوسټ کې ساتنه کوي. [عامر قریشي/ ای ايف پي]

د څو کلونو پوځي عملیاتو، لکه رد الفساد عملياتو، په دغو قبایلي ضلعو کې اورپکي ختمه کړه او د ملکي خلکو لپاره یې دا ممکنه کړه چې کور ته بيرته ستانه شي.

د سولې بیا بحالي

په پیښور کې د سينير امنيتي شنونکي او د قبايلي سيمو د امنيت پخوانې سيکريټري بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه پاکستان فارورډ ته وویل، "په زرګونو داخلي بې ځایه شوي کسان د ۲۰۰۴ کال راهيسې په وزيريستان کې د اورپکۍ او د پوځي عملياتو له کبله په اسلام آباد، راولپنډۍ، پېښور، بنو، مردان، کراچۍ، لاهور او په نورو ښارونو کې ژوند کوي."

هغه وويل، سوله په وزيرستان کې بيا بحال شوی، او په نتيجه کې، د اورپکۍ له کبله بې ځايه شوي خلک خپلو کورونه ته بيرته راستانه شوي دي.

هغه وضاحت وکړو، "د پاکستان پوځ کیډټ کالجونه جوړ کړي او د وزیرستان نه يې په سلګونو ځوانان استخدام کړي چې د سولې پروسه پیاوړې کړي، د اورپکۍ مخه ونيسي او په سیمه کې بيروزګاره ځوانانو ته روزګار ورکړي."

شاه وويل چې چارواکو د داخلي بې ځايه شوو کسانو د راستنيدو نه مخکې سړکونه بيا جوړ کړي دي.

شاه په دې وروستیو کې د پوځ ستر مشر قمر جاوید باجوه سره په یو پرايويټ تقريب کې لیدنه وکړه او له هغه څخه یې وغوښتل چې د قبایلي سيمو د خلکو د ګټې لپاره اضافي ګامونه پورته کړي.

هغه وويل، "ما د پوځ مشر څخه وغوښتل چې حکومت په دې کې بوخت کړي چې [د کوچني کاروبارونو د پراختيا] لپاره موقعې رامنځته کړي."

شاه وويل، "د کیډټ کالجونو جوړول او د لوی سړکونو جوړول کافي نه دي چې د وزيرستان د هغه عامو اوسیدونکو سره مرسته وکړي چې معیشت یې په وړو تجارتونو تکيه کوي."

مالي مرسته

رحمت محسود، چې د خيسور اوسيدونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "جنوبي وزیرستان ته زموږ د کورنیو، خپلوانو او وطنوالو راستنیدل د هغه جشن په شان دي چې موږ يې یوازې د اختر یا د خپلواکۍ په ورځ وینو."

محسود، چې په اسلام آباد کې ژوند کوي، ډیر ژر به د خپلې کورنۍ د غړو سره یو ځای شي چې څو میاشتې وړاندې جنوبي وزيرستان ته راستون شوي ول.

هغه وويل، "اوسيدونکي د خپلو کورونو، هټو په بيا رغولو او د خپل ټولنيز او اقتصادي ژوند په بيا بحالۍ کې بوخت دي."

محسود وويل، حکومت د خراب شوي او تباه شويو کورونو لپاره د ۲۰۰،۰۰۰ روپور (۱،۵۲۴ آمريکايي ډالره) نه تر ۴۰۰،۰۰۰ روپو (۳،۰۴۸ ډالرو) پورې په ترتيب سره مالي مرستې برابر کړي دي.

هغه وويل، "د حکومت مالي مرستې کافي نه دي چې موږ پرې خپل کورونه د مخکې په شان جوړ کړو." هغه زياته کړه، "ډیرو بې وزلو خلکو د هغه لږو پيسو سره په عارضي توګه خپل کورونه جوړ کړي چې د حکومت څخه يې ترلاسه کړي وې. دوی پاتې پيسې د وړو کاروبارونو د پیلولو لپاره استعمال کړې."

د محسود په وينا، د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کې دوه کیډټ کالجونه جوړ کړي، یو په وانا کې او بل په سپینکۍ کې، چيرته چې په دې کې په سلګونو ځوانان استخدام شوي دي. هغه زياته کړه چې دې نوښت د ګڼ شمير راستنیدونکو کورنیو اعتماد په دوامداره توګه د عايد لرلو له کبله لوړ کړی دی.

هغه وویل، "دا به نه یواځې سوله او ثبات پیاوړی کړي بلکې د اوږدې مودې لپاره به په سیمه کې د اورپکۍ مخه ونیسي."

یو ريښتينې خوب

د میرانشاه د ښار یو اوسېدونکي محسن خان، چې په اسلام آباد کې په اليکټريکل انجنیرينګ کې د روزګار په لټه کې دی، وویل، "په شمالي وزيرستان کې د سولې چاپیریال ښه شوی، او خلک د خونديتوب احساس کوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "کله چې زموږ په سیمه کې اورپکي موجود وه، نو موږ به د وسله والو لخوا د برید په صورت کې د خپلو کورونو نه بهر وسلې هر وخت لرلې."

هغه وويل، "تېره مياشت، زه د خپلې کورنۍ د يو شمېر غړو او خپلوانو ليدلو لپاره ميرانشاه ته لاړم، او زه حيران شوم چې هيڅ يو کس وسله نه لرله."

خان وويل، "موږ ټول خوشحاله يو چې په خپله سيمه کې مو سوله وليدله، چې زموږ د بې ځايه شوي کورنيو غړو او ملګرو ته یې توان ورکړو چې بيرته ميرانشاه ته راستانه شي."

هغه زياته کړه، "زموږ خپلو اصلي ښارونو ته بيرته تلل تقريباََ د يو ميليونو اوسيدونکو خوب و."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500