تروريزم

پاکستان په ترهګرۍ کې د ښکېلتیا له کبله د سیند په ۳ وسله والو ډلو بندیز ولګوو

د ضياء الرحمان لخوا

د جيې سیند قومی محاذ اریسر (جی ايس کيو ايم-ای) غړي د جنورۍ په میاشت کې د حیدرآباد ضلعې په یوې ريلي کې برخه اخلي. [ضیاء الرحمان]

د جيې سیند قومی محاذ اریسر (جی ايس کيو ايم-ای) غړي د جنورۍ په میاشت کې د حیدرآباد ضلعې په یوې ريلي کې برخه اخلي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- پاکستاني چارواکو د افراطيانو په وړاندې د عمومي مبارزې د یوې برخې په توګه په توکمیزو سندهي افراطي ډلو تمرکز کړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د می په ۷ مه په جيې سیند قومي محاذ-اریسر (جی ايس کيو ايم-ای)، د سندهو دېش آزادۍ پوځ (ايس ايل ای) او د سندهو دېش انقلابي پوځ (ايس آر ای) په سیند صوبه کې په تروريستي فعاليتونو کې د لاس لرلو له کبله بنديز ولګوو.

دغه وزارت وویل، "معتبر دلیلونه شتون لري چې دا سازمانونه په ترهګرۍ کې ښکيل دي."

په اسلام اباد کې د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د سندهو دېش د آزادۍ پوځ او سندهو دېش انقلابي پوځ د صوبې په کچه په تاوتریخوالي او هدفي وژنو کې ښکيل وو او په امنیتي ځواکونو، د ریل په پټلۍ، ګيس پايپ لاینونو او د بجلۍ په ستنو باندې یې بریدونه کړي دي.

د می په ۷ مه د کورنیو چارو وزارت یوه اعلاميه په سیند صوبه کې په ترهګریزو فعالیتونو کې د ښکيلتيا له کبله په درېو سندھي وسله والو سازمانونو د بندیز اعلان وکړو. [ضیاء الرحمان]

د می په ۷ مه د کورنیو چارو وزارت یوه اعلاميه په سیند صوبه کې په ترهګریزو فعالیتونو کې د ښکيلتيا له کبله په درېو سندھي وسله والو سازمانونو د بندیز اعلان وکړو. [ضیاء الرحمان]

نیم پوځي رینجر د اپرېل په ۱۷ مه په کراچۍ کې خپلې دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

نیم پوځي رینجر د اپرېل په ۱۷ مه په کراچۍ کې خپلې دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

دغه چارواکي وویل، د ايس ايل ای او ايس آر ای وسله والو د جيې سیند قومي محاذ-اریسر، چې په سیند کې يوه توکميزه سیاسي ډله ده، جهنډا کارولې ده، چې د قانون پلي کونکو له مبارزې څخه ډډه وکړي.

هغه وویل، دا سازمانونه د نورو منع شویو وسله والو ډلو سره اړیکې لري، چې په دې کې د بلوچستان د آزادۍ پوځ شامل دی کوم چې په ګاونډي بلوچستان صوبه کې فعالیت کوي.

د جيې سیند قومي محاذ-اریسر صدر اسلم خیرپوري دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د هغه ډله له ترهګرۍ او وسله والو ډلو سره تړاو نه لري.

د کورنیو چارو وزارت په مارچ ۲۰۱۳ کال کې په جيې سیند متحده محاذ (جی ايس ايم ايم)، چې یوه بله سیندهي وسله واله ډله ده، باندې بنديز لګولی و. د جی ايس ايم ايم مشر شفیع برفات د ترهګرۍ پرضد د مبارزې د سیند په سور کتاب، چې د زيات مطلوب کسانو يو ليسټ دی، شامل شو.

له تاو تریخوالي څخه لاس اخیستل

شنونکي وايي، د جيې سیند قومي محاذ-اریسر، د سندهو دېش د آزادۍ پوځ او د سندهو دېش انقلابي پوځ باندې بنديز لګول به نه یوازې د قانون پلي کونکو چارواکو سره په صوبه کې د سولې په ټینګښت کې مرسته وکړي بلکې ځوانان به وهڅوي چې دا ډول ډلې پريږدي.

په دې وروستیو میاشتو کې، د جيې سیند قومي محاذ-اریسر ګډون، د مختلفو سیندهي ډلو غړو له تاوتریخوالي څخه لاس واخیستو او په غیر تاوتريخوالي سیاسي ډلو کې شامل شول.

د جيې سیند قومي محاذ-اريسر ګڼ شمير غړو د فبرورۍ په ۱۰ مه په یو نيوز کانفرنس کې په کراچۍ کې د پاک سرزمین پارټۍ کې د شاملیدو لپاره د خپلې ارادې اعلان وکړو او ژمنه یې وکړه چې دوی به د هیوادپالو اتباعو په توګه خپل ژوند تیر کړي.

له دې مخکې، په تير دسمبر کې، د جيې سیند قومي محاذ-اريسر د ۱۱ مشرانو يوې ډلې په لاړکانه کې اعلان وکړو چې دوی به دا ډله پریږدي او په عام سیاست کې به برخه واخلي.

امجد خاشخيلي، چې په دادو ضلعه کې د جی ايس ايم ايم یو پخوانی کارکوونکی دی او د ډلې د بیلتون سیاست يې غندلی و، وويل، "د تاوتريخوالي، قوميت، قرقه واريت او بیلتون سیاست په پاکستان کې پای ته رسيږي، ځکه چې دا د هېواد سوکالۍ او پرمختګ ته زيان رسوي."

خاشخیلي وویل، په سیند کې د بیلتون غوښتونکو ډلو مشرانو له لسیزو راهیسې ځوانان وکارول، په داسې حال کې چې دوی پخپله بهر د عيش او عشرت ژوند نه خوند اخلي.

هغه وویل چې د جی ايس ايم ايم مشر برفات پخپله په اروپا کې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي.

په سکهر کې د سولې فعال زرین ملاه وویل، د سیند نژادي ګروپونه په چټکۍ سره له شکست سره مخ دي ځکه چې ځوانان په دې پوه شوي چې بیلتون غوښتونکو مشرانو دوی د حکومت پر وړاندې په يوې کوچنۍ جګړه کې بوخت کړل.

ملاه وویل، "موږ خوشحاله یو چې په سیند صوبه کې ځوانان اوس ترهګري ردوي."

هغه وویل، د ځوانانو ځان پیژندل دولتي هڅې په ګوته کوي چې تلپاتې سوله يقيني کړي او د وسله والو ډلو په وړاندې مبارزه وکړي.

د داعش د خراسان څانګې ډاکوان هم کمزوري شوي

دا وروستي اقدام په داسې حال کې اخيستل کيږي چې د قانون پلي کونکو ادارو د مذهبي وسله والو ډلو شبکې، په ځانګړي توګه د داعش خراسان څانګه، چې د ايس آی ايس- کې په نوم هم پیژندل کيږي، او په کلیوال سیند کې د ډاکوانو ډلې دړې وړي کړي دي.

په فبروري ۲۰۱۹ کال کې، قانون پلي کونکو ادارو په کليوال سیند کې د داعش د خراسان څانګه دړې وړې کړه او د دې دوه مشران -- عبدالله بروهي او عبدالحفیظ پندراني -- يې ووژل.

دغه دواړه کسان، چې د شکارپور ضلعې اوسیدونکې و، په ترتیب سره په سیند صوبه کې د داعش مشر او نايب مشر ول.

د سپتمبر په میاشت کې، د سیند پولیسو په شکارپور کې د ډزو په پایله کې د څو لوړ پوړو افسرانو له لاسه ورکولو وروسته د ډاکوانو په وړاندې پراخه عملیات پیل کړل.له هغه وخته راهیسې، پولیسو د ډاکوانو ګڼ شمیر کمانډران نیولي او وژلي دي.

ډاکوان -- دا هغه ډلې دي چې د خپل تاریخ په اوږدو کې په کلیوال سیند کې فعال وو -- زياتره د دريای سیند په ګڼ ځنګل کې پاتې کيږي، چې د شکارپور، جېکب آباد او کشمور په لرې پرتو ضلعو کې د کچې سیمې په نوم ياديږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

الله دې پاکستان له دې خلکو څخه خوندي وساتي. موږ د خپل پاک پوځ ملاتړ کوو. موږ به نورو ته اجازه ورنه کړو چې زموږ ځمکه د دې ګناه لپاره وکاروي. پاکستان به تل د الله په رحمت کې وي. پاکستان زنده باد. پاک پوځ پاینده باد

ځواب