جرم او انصاف

د سیند پولیس د وسله والو په وړاندې د مبارزې وروسته په ډاکوانو باندې تمرکز کوي

د ضياء الرحمان لخوا

د سیند پولیسو مشر ډاکټر سید کلیم امام په کنډه کوټ کې د ډاکوانو پر وړاندې د نوي ستراتیژۍ اعلان کوي. [ضیاء الرحمان]

د سیند پولیسو مشر ډاکټر سید کلیم امام په کنډه کوټ کې د ډاکوانو پر وړاندې د نوي ستراتیژۍ اعلان کوي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- په سیند صوبه کې د قانون پلي کونکو ادارو د وسله والو ډلو او په سیند کې د توکميزو ډلو په وړاندې د مبارزې وروسته په ډاکوانو باندې تمرکز کړی دی.

ډاکوان -- هغه ډلې چې په ټول تاريخ کې يې په کليوال سیند کې فعاليت کړی دی -- رجحان لري چې د شکارپور، جیکب آباد او کشمور په لرې پرتو ضلعو کې په کچه سيمه کې د سیند په یو ګڼ ځنګل کې شتون ولري.

وحید پولپوټو، چې په شکارپور کې يو ژورناليسټ دی او په دغه سیمه کې د امنیتي مسلو په اړه راپور ورکوي، وويل، دا ډول ډلې یو لړ فعالیتونه ترسره کوي، چې په دې کې قاچاق، د وسلو قاچاق، د پیسو لپاره تښتول او په لویو لارو باندې شوکه کول شامل دي.

د سیند پولیسو په شکارپور کې په ډزو کې د څو سينير افسرانو له لاسه ورکولو وروسته د ډاکوانو پر وړاندې پراخه عملیات پیل کړل.

د پولیسو سينير چارواکي د اګست په ۲۴ مه په کراچۍ کې د یو پولیس افسر د خپلوانو سره لیدنه کوي، کوم چې د ډاکوانو سره په ډزو کې وژل شوی وو. [ضیاء الرحمان]

د پولیسو سينير چارواکي د اګست په ۲۴ مه په کراچۍ کې د یو پولیس افسر د خپلوانو سره لیدنه کوي، کوم چې د ډاکوانو سره په ډزو کې وژل شوی وو. [ضیاء الرحمان]

لوک سندرغاړی جګر جلال (په قطار کې ښي اړخ ته دوهم) او د هغه ډله، په دې تصوير کې په کراچۍ کې د اګست په ۲۳ مه د پولیسو لخوا د غلو د منګلو نه وژغورل شوه. [ضیاء الرحمان]

لوک سندرغاړی جګر جلال (په قطار کې ښي اړخ ته دوهم) او د هغه ډله، په دې تصوير کې په کراچۍ کې د اګست په ۲۳ مه د پولیسو لخوا د غلو د منګلو نه وژغورل شوه. [ضیاء الرحمان]

دي نيوز ورځپاڼې د اګست په ۲۳ مه راپور ورکړو چې په شکارپور کې په تیرو لسو کلونو کې د ۵۰ نه زیات پوليس افسران، د سیند رینجرو او د سټیشن هاوس افسرانو په ګډون، وژل شوي دي.

د سیند پوليسو مشر ډاکټر سید کلیم امام د اګست په ۲۴ مه وویل، پولیسو په سیمه کې د ډاکوانو په وړاندې د اغيزمن عملیاتو لپاره یوه پاليسي جوړه کړې ده.

امام وویل، "موږ پریکړه کړې چې په هر قیمت له سیمې څخه ډاکوان او د هغوی تسهیل کونکي له منځه یوسو، او د دې مقصد لپاره موږ د هوایي ملاتړ او د استخباراتو پر اساس عملياتو په اړه فکر کوو."

ژورناليسټ پولپوټو وويل، که څه هم د دغه ډلو د مخنیوي لپاره مبارزه له تیرو دوو میاشتو راهیسې روانه ده، خو دې وروسته له هغې زور واخیستو کله چې ډاکوانو د اګست په ۱۸ مه په شکارپور کې د موسيقۍ د شپږ کسيزه ډلې غړي، چې د سند لوک سندرغاړی جګر جلال يې مشري کوله، وتښتول شو.

د سیمه ییزو پولیسو يو سينير چارواکي ډاکټر جمیل احمد وویل، پولیسو لومړی ډاکوانو ته د ۲۴ ګهنټو وخت ورکړو چې برمته شوي کسان خوشي کړي. "وروسته پولیسو د جلال او د هغه د ډلې د ژغورلو لپاره عملیات ترسره کړل."

پولیسو د اګست په ۲۳ مه په شکارپور کې دغه ډله وژغورله. د څو ورځو په عملیاتو کې د اګست په ۲۰ مه د پولیسو يو افسر ووژل شو.

د ډاکوانو په وړاندې په مبارزه کې د مرستې لپاره، د سیند پولیسو د جون په میاشت کې یو "تور کتاب" جوړ کړو چې د ۱۵۶ شکمن کسانو نومونه لري او د هغوی په سر باندې د ۱۰۰،۰۰۰ نه تر ۴ مليونو (د ۶۳۸ نه تر ۲۵،۵۰۰ امريکايي ډالرو) پورې انعام مقرر شوی دی.

دا کتابچه د پوليسو سټيشنونو سره شريکولو لپاره د پولیسو سیمه ایزو ايډيشنل انسپکټر جنرالانو ته ليږلی شوې ده.

په تمرکز کې بدلون

په تمرکز کې دا بدلون وروسته له هغې راغې کله چې پولیسو د فبرورۍ په میاشت کې په کلیوال سیند کې د داعش شبکه د هغوی د دوو مهمو مشرانو -- عبدالله بروهي او عبدل حفیظ پندراني -- په وژلو سره دړې وړې کړه. دغه کسان په ترتیب سره په سیند صوبه کې د داعش مشر او معاون ول.

په ورته ډول، د سیند پولیسو د سیند توکمیز تنظیمونه، جيې سیند متحدہ محاذ (جی ايس ايم ايم) او د سندهو دیش د آزادۍ پوځ (ايس ډي ايل ای)، مات کړل اود هغوی غړي يې ونیول او د هغوی ځوانان يې وهڅول چې تاوتریخوالی پريږدي.

بروهي، پندراني او د جی ايس ايم ايم مشر شفیع بورفت د پاکستاني چارواکو په "سور کتاب" کې وو یا په هغه لیسټ کې دي چې د مطلوبه ترهګرو نومونه لري. بورفت له ۲۰ کالو نه د زیاتې مودې راهیسې پټ دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د ډاکوانو په وړاندې مبارزه پيل شوې ده. د جنوبي پنجاب سیمه، چې شمالي سیند ته څېرمه پرته ده، د ډاکوانو لپاره د پټنځای په توګه هم پیژندل کیدله.

د پنجاب حکومت او پوځ په ۲۰۱۶ کال کې ضرب آهان عملیات ترسره کړل او د سویلي ضلعې راجن پور په مختلفو سیمو کې یې د ډاکوانو د ډلو پر ضد مبارزه ترسره کړه.

دې عملیاتو غلام رسول، چې د چوټو په نوم پيژندل کيږي او د بدنامې چوټو ډلې غړی وو، مجبوره کړو او هغه د خپلو همکارانو سره یوځای تسلیم شو.

د مارچ په ۱۲ مه، د پنجاب صوبې په ملتان ضلعه کې يو عدالت چوټو او د سويلي پنجاب د مختلفو ډلو ۱۸ نورو کسانو ته سزا واوروله. دغه کسان په لويو جرمونو کې لاس لرلو، چې په دې کې په ۲۰۱۶ کال کې په ملتان کې د پولیسو وژل شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د سیند پوليس د ښکيلو ډاکوانو سره مقابله نه شي کولی، په دې کې سیاستدان ملوث دي.

ځواب