امنیت

په سيند کې د داعش لوړپوړي مشران وژل د دغه ډلې لپاره يو لوی ګوزار ګڼل کيږي

د ضياء الرحمان لخوا

پولیسو د مارچ په ۳ مه په کراچۍ کې په يو سړک باندې د ګاډو معاینه کوي. [ضیاء الرحمان]

پولیسو د مارچ په ۳ مه په کراچۍ کې په يو سړک باندې د ګاډو معاینه کوي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ - د سيند پولیسو د داعش هغه دوه مشران ووژل چې په سيند صوبه کې يې فعاليت کولو، چې دا د قانون پلي کونکي ادارې یوه لویه لاسته راوړنه ګڼل کیږي.

د سيند صوبې د شکار پور ضلعې پولیس افسرانو د فبرورۍ په ۲۸ مه دوه وسله وال -- مولوي عبدالله بروهي او عبدالحفيظ پندراني -- د بلوچستان صوبې په سبي سیمه کې ووژل.

د سيند افسرانو واک لرلو چې په ګاونډي صوبه کې فعالیت وکړي.

د شکارپور د پوليسو مشر، ساجد عامر سادوزۍ، وويل بروهي او پندراني په ترتيب سره په سيند صوبه کې د داعش ستر مشر او نايب مشر وو. دوی د ۲۰۱۰ کال راهيسې، په سيند او بلوچستان کې په ګڼ شمير تروريستي بريدونو کې د لاس لرلو له کبله مطلوب ول.

د شکارپور د پوليسو مشر ساجد عامر سادوزۍ (چې اسناد لري) د فبرورۍ په ۲۸ مه په شکارپور کې د داعش د دوو مشرانو د وژلو اعلان کوي. [ضیاء الرحمان]

د شکارپور د پوليسو مشر ساجد عامر سادوزۍ (چې اسناد لري) د فبرورۍ په ۲۸ مه په شکارپور کې د داعش د دوو مشرانو د وژلو اعلان کوي. [ضیاء الرحمان]

د سيند صوبې د تروریزم ضد ریاست سُور کتاب (چې ښودل شوی) د داعش د مشر عبدل حفيظ پندراني نوم، تصويرونه او تفصيلات لري چې د فبرورۍ په ۲۸ مه د پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی و. [ضیاء الرحمان]

د سيند صوبې د تروریزم ضد ریاست سُور کتاب (چې ښودل شوی) د داعش د مشر عبدل حفيظ پندراني نوم، تصويرونه او تفصيلات لري چې د فبرورۍ په ۲۸ مه د پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی و. [ضیاء الرحمان]

سادوزۍ پاکستان فارورډ ته وویل، "د اورپکو د مشرانو مرګ" په شمالي سيند کې د وسله والو ډلو په وړاندې په روانو عملياتو کې د قانون پلي کونکو ادارو لپاره يو لوی بریالیتوب دی.

د سيند صوبې د پولیسو مشر ډاکټر سید کليم امام د فبرورۍ په ۲۸ مه د پولیسو د هغې ټیم لپاره د ۲ ملیونو روپو (۱۴،۰۰۰ آمريکايي ډالره) انعام ورکولو اعلان وکړو چې دغه وسله وال یې وژلې ول.

يوه خطرناکه ترهګريزه ډله

هغه وسله واله ډله چې د داعش دوه مشرانو يې رهبری کوله په تيره جولای کې د بلوچستان په مستونګ ضلع کې د عوامي پارټۍ په سیاسي غونډه باندې د ځان وژونکي بريد مسوليت لرلو، چې د اميدوار ریيساني په ګډون ۱۴۹ پاکستانيان پکې وژل شوي ول.

دغه ډلې په فبروري ۲۰۱۷ کال کې د لعل شهباز قلندر په مزار کې یو ځانمرګی برید ترسره کړی وو. په صوفي مزار کې په دغه چاودنه کې ۸۵ کسان مړه شوي ول او ۳۰۰ نور ژوبل شوي ول.

په نورو بریدونو کې په اکتوبر ۲۰۱۶ کال کې د کویټې په ښار کې د پولیسو په روزنيز مرکز باندې يو بريد شامل دی چې د ۶۰ نه زيات نوي سرتيري په کې وژل شوي ول او په جنوری ۲۰۱۵ کال کې په شکارپور کې د شيعه ګانو په جومات کې يو ځانمرګی برید شامل دی، چې له ۶۰ نه په کې زیات روزنه ترلاسه کوونکي وژل شوي ول.

دا ډله د نيشنل پيپلز پارټۍ په مشر، ډاکټر عارف جتويي، او په روحاني مشرانو پير حسين شاه او پیر سید حاجان شاه باندې په ځانمرګي بریدونو کې ښکیل وه. جتويي او پير حسین شاه د وژلو په دغه کوششونو کې ژوندي پاتې شول.

پندراني او بروهي دواړه د سيند د تروریزم ضد رياست په په سُور کتاب کې شامل وو، چې دا د ډير مطلوب کسانو نومونه، تصويرونه او نور تفصیلات لري. د سيند صوبايي حکومت د پندراني په سر د ۱۰ ميليونو روپو (۷۲،۰۰۰ آمريکايي ډالره) انعام او د بروهي په سر د ۵ ميليونو روپو (۳۶،۰۰۰ آمريکايي ډالره) انعام مقرر کړی و. د سيند د تروريزم رياست پندراني د تروريستي اعمالو پلان جوړونکی ګنلو.

عامر حسين، چې د هغه عبادت کوونکي رشته دار دی چې په ۲۰۱۵ کال کې په شکارپور کې د شيعه ګانو په جومات کې په يوې چاودنه کې وژل شوی و، وايي، وسله وال مشرانو لکه پندراني او بروهي کوشش کړی چې په سيند صوبه کې مذهبي او فرقه ايز کثرتيت او اجتماعیت په نښه کړي.

حسین پاکستان فارورډ ته وویل، "خو دوی په خپلو ناوړه موخو کې بريالي نه شول ځکه چې خلکو، دیني عالمانو او مدني ټولنې په ګډه د ټولو ترهګریریزو کړنو غندنه وکړه."

د حسين له مخې، د مثال په توګه، په ټوله صوبه کې د مدني ټولنې فعالانو وروسته له هغې د مذهبي ځایونو او زيارتونو څخه لیدنه وکړه او يوالی يې څرګند کړو کله چې په هغوی باندې بريد ترسره شو.

د فبرورۍ په ۱۷ مه، د مختلفو مذهبونو ګڼ شمير فعالینو د لعل شهباز قلندر مزار څخه لیدنه وکړه چې د قربانيانو یادونه وکړي او د ځان وژونکي چاودنې د دویمې کلیزې په موقع د خپل مقاومت څرګندونه وکړي.

د فنکارانو یوې ډلې، د شیما کيرماني، چې په کراچۍ کې یوه فعاله او رقاصه ده، دهمال ترسره کړو. دهمال د صوفي موسیقۍ او ګډا يو جشن دی.

د داعش لپاره يو ګوزار

د شنونکو په وینا، د دوو وسله والو مشرانو مرګ به په سیمه کې داعش کمزوری کړي.

رياض سهيل، چې په کراچۍ کې يو ژورناليسټ دی او په سيند کې د اورپکۍ په اړه راپور ورکوي، وويل، پندراني، چې د سيند او بلوچستان د پولې په سيمه کې د يو مهم وسله وال کمانډر په توګه راڅرګند شوی وو، هلته کې د قانون او نظم حالات رامنحته کړې ول.

سهيل پاکستان فارورډ ته وويل، "د هغه قتل واقعاََ په سيمه کې د وسلې والې ډلې لپاره يو لوی ګوزار دی."

راجا عمر خطاب، چې په کراچۍ کې د ترهګرۍ پر ضد پوليس افسر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "پندراني په ښکاره توګه د داعش سره د یو ځای کيدو اعلان نه و کړی، خو داسې ښکاري چې هغه په سيند او بلوچستان کې د داعش او نورو فرقه ایزو ډلو لکه لشکر جهنګوي (ايل اي جې) سره اړیکې لرلې."

داسې ښکاري چې لشکر جهنګوي د داعش سره ځان يو ځای کړی دی.

خطاب وويل، د پندراني لخوا د مزارانو او شيعه ګانو ټولنې د نښه کولو طريقه کار په سوریه او عراق کې د داعش لخوا د ترسره شوي بريدونو په څير دی.

هغه زياته کړه، د لشکر جهنګوي د مختلفو مشرانو وژل، لکه په جولای ۲۰۱۵ کال کې ملک اسحاق او په جنوري ۲۰۱۷ کال کې آصف چوټو، د لشکر جهنګوي لپاره يو لوی ګوزار و خو دا په پاکستان کې د داعش د پلانونو لپاره هم يو ستر ګوزار و.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

فاروق امجد بټار صاحب لوی سړی دی....

ځواب