امنیت

د کراچۍ پولیس په هغو ترهګرو باندې نظر ساتي کوم چې افسران په نښه کوي

د ضياء الرحمان لخوا

پولیس او حکومتي چارواکي د جون په ۱۷ مه په کراچۍ کې د یو وژل شوي پولیس افسر په جنازه کې ګډون کوي. [د کراچۍ پولیس]

پولیس او حکومتي چارواکي د جون په ۱۷ مه په کراچۍ کې د یو وژل شوي پولیس افسر په جنازه کې ګډون کوي. [د کراچۍ پولیس]

کراچۍ -- پوليس په کراچۍ کې د اورپکۍ سره مبارزې او په ښار کې سولې ساتلو ته دوام ورکوي او هغه یاغیان په نښه کوي کوم چې د امنیتي پرسونلو په وژلو کې ښکیل وي.

د ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، په ټول ښار کې ۱۰ پوليس د خپلو دندو د ترسره کولو په ترڅ کې وژل شوي دي.

په وروستۍ پيښه کې، دوه پوليس د جون په ۱۷ مه په اورنګي ټاون سيمه کې د سهار نه مخکې ووژل شول. هیڅ يوې ډلې د مسؤلیت ادعا نه ده کړې.

د جولای په ۳ مه، د کراچۍ پولیسو د يوې ښځې په شمول دوه وسله وال ونیول، چې د منع شوي لشکر جهنګوي (ايل اي جی) ډلې سره يې تړاو لرلو. دغه ډلې پخوا په ښار کې يو پولیس وژلی وو. دا جوړه په اورنګي ټاون کې د پولیس افسرانو د وژلو په تور تورنه ده.

د سيند پولیسو ستر مشر سید کليم امام د جون په ۲۱ مه په کراچۍ کې د يو ژوبل شوي پولیس افسر سره ليدنه کوي. [د کراچۍ پولیس]

د سيند پولیسو ستر مشر سید کليم امام د جون په ۲۱ مه په کراچۍ کې د يو ژوبل شوي پولیس افسر سره ليدنه کوي. [د کراچۍ پولیس]

پولیسو د ملکي استخباراتي ادارې سره د شکمن کسانو د نيولو لپاره يوه ګډه چهاپه ترسره کړه او دوه تومانچې او دوه لاسی بمونه یې ترلاسه کړل.

عامر فاروقي، چې د کراچۍ د ختیځې سیمې د پوليسو مشر دی، وويل، نیول شوي کسان د لشکر جهنګوي ډلې، چې شيخ ممتاز، چې د فرعون په نامه هم پيژندل کيږي، يې مشري کوي، سره تړاو لرلو او په ځانګړې توګه په لويديځ کراچۍ ضلعه کې د پوليسو په وژلو کې ښکيل دي.

فاروقي د جيل نه تښتيدلي دوه قيديان، د لشکر جهنګوي غړي ممتاز ( شیخ ممتاز نه) او احمد خان عرف منا، په ګوته کړل چې په اورنګي ټاون کې د پوليسو په وژلو کې ښکيل ول.

دا وروستۍ پیښه وروسته له هغې رامنځته شوه کله چې د کراچۍ پوليسو د جون په میاشت کې په يوې نښته کې درې ترهګر ووژل، چې په دوی کې د سيند صوبې لپاره په برصغير هند کې د القاعدې (اقس) ستر مشر شامل وو.

پولیسو وويل، ترهګرو په ګاونډي حيدر آباد ضلعه کې د ګڼ شمير پولیسو د وژلو پلان جوړ کړی وو.

پوليس په نښه کول

منع شوي وسله والو ډلو، د لشکر جهنګوي، اقس، داعش او تحريک طالبان پاکستان په ګډون، له اوږدې مودې راهيسې په ځانګړې توګه په کراچۍ کې پاکستاني پولیس او نور قانون پلي کونکي پرسونل په نښه کړي دي.

راجا عمر خطاب، چې په کراچۍ کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې یو سينير افسر دی، وویل، وسله والو د سړک د غاړې په پولیسو افسرانو باندې بریدونه کړي دي او د پولیسو په ګاډو او یا د افسرانو په کورونو باندې یې د لاسي بمونو بریدونه ترسره کړي دي، په داسې حال کې چې دوی په ډيوټۍ باندې نه وي.

په کراچۍ کې په سپتمبر ۲۰۱۳ کال کې د ستر عملياتو پيلولو نه مخکې، لويديځه ضلعه په ځانګړې توګه د پولیسو لپاره يو خطرناک ځای وو.

وضعیت په ۲۰۱۳ کال کې زيات خراب وو، کله چې په ښار کې ۱۶۶ پولیس افسران، په ځانګړې توګه د تحريک طالبان پاکستان په لاس، ووژل شول.

په هغه وخت کې، تحریک طالبان پاکستان يو هټ لیسټ لرلو، چې په دې کې هغه پوليس افسران شامل وو کوم چې د ګڼ شمېر وسله والو، په کراچۍ کې د دې د مهمو کمانډرانو د نيولو په ګډون، په نیولو او وژلو کې ښکیل وو.

د مثال په توګه، په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد يو سينير افسر چوهدري اسلم، چې د تحریک طالبان پاکستان په وړاندې د خپلو هڅو له کبله مشهور وو، په ۲۰۱۴ کال کې په يوې چاودنه کې ووژل شو. هغه مخکې په ګڼ شمیر وژونکو هڅو کې بچ پاتې شوی وو.

د خطاب په وينا، د پوليسو افسرانو وژل د منع شويو ډلو په وړاندې په اقداماتو کې د زياتيدو سره سمون لري.

خطاب په يوې مرکه کې وويل، "هغوی [وسله وال] پوليس په نښه کوي چې د پوليسو مورال ټيټ کړي او پوليس په ويره کې اخته کړي، له دې امله هغوى په کراچۍ کې په موټرسايکلونو راځي او په دوو يا درې پوليسو باندې د بريد کولو نه وروسته تښتي."

د اورپکۍ سره مبارزه کول

سره له دې چې قانون پلې کوونکي پرسونل له خطر سره مخامخ دي، د کراچۍ پولیس په ښار کې د وسله والو شبکو په وړاندې د مبارزې لپاره ژمن دي.

د وژل شويو پوليسو افسرانو شمير په ۲۰۱۳ کال کې د ۱۶۶ په پرتله په ۲۰۱۸ کال کې اتو ته راکم شوی دی.

په ۲۰۱۷ کال کې، په کراچۍ کې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې ادارې انصار الشريعه پاکستان (ای ايس پي)، يوه وسله واله ډله چې په ۲۰۱۷ کال کې د ګڼ شمير پولیسو پرسونلو په وژلو کې ښکیل وه، د دې د مهمو مشرانو له نیولو سره ويجاړه کړه.

په ورته وخت کې، په مارچ ۲۰۱۸ کال کې، د سيند حکومت د وژل شویو پولیسو افسرانو لپاره مالي معاوضه د ۵ مليونو روپو نه ۱۰ مليونو روپو (د ۳۲،۰۰۰ نه تر ۶۴،۰۰۰ امريکايي ډالرو) پورې زیاته کړه.

د سيند د کورنیو چارو ډیپارټمنټ يو چارواکي، چې د رسنیو سره د خبرو کولو اجازه يې نه لرله، وويل، "د دې موخه د پولیسو د ځواک قربانۍ منل وو، چې د نيم پوځي رینجرو سره یو ځای يې په سيند او په ځانګړې توګه په کراچۍ کې د نظم او قانون وضعيت په ښه کولو کې مرسته کړې ده."

عبدالله شاه، چې يو پوليس افسر دی او په بنارس کې خپله دنده ترسره کوي، وویل، "موږ پوهیږو چې د پولیس په توګه کار کول يو خطرناک کار دی، خو مونږ چمتو یو چې ... ښار د سولې ضد عناصرو نه خوندي وساتو."

هغه وويل، په بې دردۍ سره د پوليسو افسرانو وژل به د هغوی اراده ماته نه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500