تروريزم

پاکستان د داعش ۳ نړېوالې ډلې د ترهګرۍ په څار لسټ کې شاملې کړې

د ضياء الرحمان لخوا

د پولیسو منسوبين د مارچ په ۱۳ مه په کراچۍ کې امنیتي دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

د پولیسو منسوبين د مارچ په ۱۳ مه په کراچۍ کې امنیتي دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- د ملګرو ملتونو د امنیت شورا (يو اېن اېس سي) د تعقيب کولو وروسته، پاکستان د ترهګرۍ د څار په لیسټ کې له داعش سره تړاو لرونکي ډلې شاملې کړې.

اسلام آباد د مارچ په ۸ مه په جماعت انشروت دولت (جی ای ډي)، چې په انډونیزیا کې د ترهګرۍ يو سازمان دی، داعش لیبیا او داعش یمن باندې بنديز ولګوو.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د مارچ په ۶ مه د داعش په دريو ډلو باندې بنديزونه ولګول.

د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي، چې د دې بندیز تایید يې وکړو، وويل، د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کړنو پراساس په منظم ډول د منع شویو اورپکو ډلو لسټ نوی کوي.

يو بې نيټې تصوير په حیدرآباد ښار کې د يوې مذهبي پارټۍ لخوا د داعش د ظلمونو له کبله د دې په وړاندې احتجاج ښيي. [ضیاء الرحمان]

يو بې نيټې تصوير په حیدرآباد ښار کې د يوې مذهبي پارټۍ لخوا د داعش د ظلمونو له کبله د دې په وړاندې احتجاج ښيي. [ضیاء الرحمان]

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د دې بندیز مطلب "په نړیواله کچه د ترهګرۍ سره د مبارزې په نظر کې د ډلو، ادارو او افرادو پر وړاندې د مخنيوي اقدامات کول دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د هغه لسټ له مخې چې د داعش ډلې او کسان په کې ترهګر ګرځول شوي دي، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت جی ای ډي په ۲۰۱۷ کال کې او داعش لیبیا او داعش یمن په ۲۰۱۶ کال کې نړیوالې تروریستي ډلې وګرځولې.

جی ای ډي په ۲۰۱۵ کال کې په انډونیزیا کې تقريباََ د دوو درجنو انډونیزیايي وسله والو ډلو لپاره د یوې ډلې په توګه جوړه شوه چې د داعش د مشر ابوبکر البغدادي سره یې د وفادارۍ ژمنه کړې وه. امریکایي ځواکونو البغدادي په ۲۰۱۹ کال کې په سوريه کې ووژلو.

د ملګرو ملتونو له مخې، دغه ډله په انډونیزیا کې د داعش سره تړاو لرونکي تر ټولو لويه تروریستي شبکه ده او د جوړیدو راهیسې يې ګڼ شمير بریدونه ترسره کړي دي. د دې قيد شوی مشر عمان روچمان له ۲۰۰۸ کال راهیسې په انډونیزیا کې د اعدام په تمه دی.

داعش لیبیا په نومبر ۲۰۱۴ کال کې هغه وخت راپورته شوه کله چې البغدادي د دې د جوړيدو اعلان وکړو. دا ډله د بنغازي انقلابیانو د شورا، چې د څو ترهګریزو ډلو سیمه ییز اتحاد دی، غړې وه.

په همدغه میاشت کې، البغدادي د داعش یمن د شتون اعلان وکړو، او په یو آډیو پیغام کې یې اعلان وکړو چې هغه هلته کې د میشتو جنګیالیو څخه د بیعت حلفونه اخيستې دي.

دغه ډلې په جوماتونو بریدونه کړي، په ۲۰۱۵ کال کې يې د یمن په صنعا کې د متحده ایالاتو سفارت خانې ته نژدې چاودنه وکړه او په ۲۰۱۸ کال کې یې د یمن په عدن ښار کې د یمن د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مرکز په نښه کړو.

د داعش پروړاندې په نړیواله مبارزه کې برخه اخیستل

د ملګرو ملتونو له مخې، د می ۲۰۱۹ راهیسې، د ملګرو ملتونو غړو د داعش شپږ نړیوالې څانګې په تور لسټ کې شاملې کړي دي.

د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د ملي ادارې (نیکټا)، چې د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې یوه حکومتي اداره ده، له مخې، پاکستان د ترهګرۍ پرضد د نړیوالې هڅې برخه ده او له ۲۰۰۱ کال راهیسې يې د ترهګرۍ په ۷۹ ډلو بندیز لګولی دی.

په ۲۰۰۳ کال کې، پاکستان په القاعده باندې بنديز ولګوو چې د اسامه بن لادن لخوا جوړه شوې وه. اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کال کې د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو لخوا په ایبټ آباد کې په یوې ودانۍ کې ووژل شو.

په ۲۰۰۳ کال کې، پاکستان د مرکزي آسیا دوه وسله والې ډلې -- د ازبکستان اسلامي غورځنګ (آی اېم يو) او د اسلامي جهاد اتحادیه (آی یې يو) -- د منع شويو ډلو په خپل لیسټ کې شاملې کړې.

په همدغه کال کې، اسلام اباد د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (اي ټي ای ايم) باندې بنديز ولګوو، چې په چین کې يوه وسله واله ډله ده او له القاعدې سره تړاو لري.

پاکستان په اګست ۲۰۱۵ کال کې په داعش باندې بندیز ولګولو.

شنونکي وايي چې د پاکستان لخوا د داعش پر نړیوالو ډلو باندې د بندیز لګولو اقدام به نه یوازې د ترهګرو ډلو د بیا منظم کیدلو هڅې کمزورې کړي بلکې د داعش د خراسان څانګې پرضد د هیواد مبارزه به هم پیاوړی کړي. دا داعش خراسان څانګه د تروريستي ډلې يوه سيمه ايزه ډله ده چې په پاکستان او افغانستان کې فعالیت کوي.

عبدالهادي، چې په کراچۍ کې د افراطیت ضد د پروژو شنونکی دی، وویل، "له پیل راهیسې، پاکستان د ترهګرۍ په مخنیوي کې د نړیوالو هڅو ملاتړ کوي ځکه چې دا دې ته د يو نړیوال ګواښ په توګه ګوري."

هغه وویل چې دا بندیز به د پاکستان د هغه قانون پلي کونکو ادارو سره مرسته وکړي کومې چې په هیواد کې د داعش د خراسان څانګې شبکه دړې وړې کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500