امنیت

په پنجاب کې په تيرو دريو کالو کې په تروريستي پیښو کې ۹۰٪ کمی راغلی

د ضياء الرحمان لخوا

د دسمبر په ۹مه نیم پوځي عسکر په راولپنډۍ کې د پنډي کرکټ سټېډیم نه بهر پیره ورکوي. د ترهګرۍ سره د مبارزې چارواکي وايي، په پنجاب صوبه کې د ترهګرۍ اړوند وژنې د تیر کال په پرتله کمې شوي دي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

د دسمبر په ۹مه نیم پوځي عسکر په راولپنډۍ کې د پنډي کرکټ سټېډیم نه بهر پیره ورکوي. د ترهګرۍ سره د مبارزې چارواکي وايي، په پنجاب صوبه کې د ترهګرۍ اړوند وژنې د تیر کال په پرتله کمې شوي دي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

لاهور -- د پنجاب صوبې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې څانګې (سي ټي ډي) لوړ پوړي چارواکو وویل، په تیرو دریو کلونو کې د امنیتي عملياتو له امله په پنجاب صوبه کې د ترهګرۍ په پیښو کې ۹۰٪ کمی راغلی دی.

په نښه شويو ډلو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، القاعده، د داعش سیمه ایزه څانګه -- چې د داعش د خراسان څانګې په نوم هم پیژندل کیږي -- او د هغې پورې تړلې لشکر جهنګوي (ايل اي جی) او حزب الاحرار (ايچ يو ای) شاملې دي.

په پنجاب کې، چې د هیواد ترټولو زيات نفوس لرونکي صوبه ده، دا وسله والې ډلې عموماََ د کوچني ډلو په شکل کې فعالیت کوي.

د پنجاب د سي ټي ډي یو لوړ پوړي چارواکي محمد طاهر وویل رای، "د تروریستي ډلو د له مینځه وړلو پروسه، په ځانګړي توګه د دوی تسهیل کونکي او تمویل کونکي، دوام لري، او د قانون پلي کونکي ادارې د داسې ډلو او سازمانونو ځانګړې څارنه کوي چې افراطیت او فرقه پالنې ته په لمن وهلو کې ښکیل دي."

په کراچۍ کې د مدني ټولنې فعالانو د مۍ په میاشت کې په لاهور کې په صوفي زیارت کې د ځان وژونکي برید خلاف احتجاج کوي. [ضیاء الرحمان]

په کراچۍ کې د مدني ټولنې فعالانو د مۍ په میاشت کې په لاهور کې په صوفي زیارت کې د ځان وژونکي برید خلاف احتجاج کوي. [ضیاء الرحمان]

هغه وويل، په پنجاب صوبه کې، چې یو وخت د فرقه یي تاوتریخوالي لخوا ځپل شوې وه، په تیرو دریو کلونو کې د فرقه وراريت هيڅ يوه تروريستي پیښه نه ده رامنځته شوی.

د پنجاب سي ټي ډي په وینا، چارواکو سږکال په دغه صوبه کې د ترهګرو او د هغوی د تسهيل کوونکو په وړاندې ۲۸۱ کيسونه ثبت کړل او ۳۱۰ شکمن کسان یې ونیول.

سږ کال په یوې پیښه کې، امنیتی ځواکونو د می په ۲۱ مه د حزب الاحرار يو غړی ونیولو چې د دې میاشتې په سر کې یې په لاهور کې په یو صوفي زیارت کې په يو وژونکي ځانمرګي برید کې مرسته کړې وه.په دغه برید کې د پنځو پولیسو پرسونلو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي ول.

په نومبر کې، د ترهګرۍ ضد یوې محکمې هغه ته د مرګ سزا واوروله.

د ارقامو له مخې، چارواکو د کال له پیل څخه تر ۳۰ نومبر پورې پنځه ځانمرګي جاکټونه، ۱۰۰ کلوګرامه مهمات، ۱۲۵ لاسي بمونه، ۲۰۰ چاودیدونکي مواد، ۱۵ کلاشنکوفونه او ګڼ شمیر تومانچې ترلاسه کړې.

د ۳۱۰ نيول شويو شکمن کسانو په هکله، چارواکو مختلفو محکمو ته د ۲۶۷ کسانو لپاره چارج شیټونه وسپارل. محکمو په دوی کې ۱۳۶ کسان محکوم کړل.

سي ډي ډي په ورته وخت کې نور ۱۷۳ شکمن کسان د ترهګرو سره په مالي ملاتړ کولو کې په ښکاره توګه د لاس لرلو په تور ونیول او ۱۲ مليونه روپۍ (۷۷،۴۴۴ آمريکايي ډالره) یې ترلاسه کړې.

د امنیت خپلواکو څيړنيزې موسسو د ترهګرۍ پورې اړوند تلفاتو کې د کمي تاييد کړی دی.

په اسلام آباد کې يوې څيړنيزې موسسې، د سولې مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټیوټ، د کلني امنیتي راپور له مخې، د ۲۰۱۷ په پرتله، په ۲۰۱۸ کال کې په پنجاب کې په تروریستي بریدونو کې ۷۱٪ کمی راغلی، او په دې بریدونو کې د وژل شویو او ژوبل شويو شمیر په ترتیب سره ۶۷٪ او ۸۰٪ کم شوی دی.

ترهګریز ګواښونه

د جنوبي آسیا د ترهګرۍ پورټل (ايس ای ټي اېف)، چې یوه ویب پاڼه ده او د اورپکو ډلو څارنه کوي، د وسله والو ډلو په ځانګړي توګه د داعش د خراسان څانګې خلاف د پنجاب د سي ټي ډي د کاميابو تاييد وکړو.

د ايس ای ټي اېف له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې د پنجاب صوبې په مختلفو سیمو کې د داعش د خراسان څانګې ګڼ شمير وسله وال ووژل شول.

چارواکو وويل، د نومبر په میاشت کې، سي ډي ډي درې شکمن کسان چې د داعش د خراسان څانګې سره يې تړاو لرلو په دوو مختلفو عملیاتو کې ونیول او له دوی څخه يې چاودیدونکي توکي او ډیټونیټرې ترلاسه کړې. دغه شکمن کسانو پلان لرلو چې په دولتي تاسیساتو باندې برید ترسره کړي.

د پاکستان د استخباراتو یو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د ترهګريزو ګواښونو او بین المللي وسله والو ډلو پروړاندې د پنجاب د سي ډي ډي او د پاکستان د استخباراتو ادارې ترمنځ همکاري د امنیتي وضعیت په ښه کولو کې مرسته کړې ده.

په ۲۰۱۸ کال کې، ټي ټي پي او حزب الاحرار هڅه وکړه چې په پنجاب کې خپل جوړښت د ځایي مامورانو له لارې بيرته منظم کړي. که څه هم، د قانون پلي کونکي ادارو توان ولرلو چې د ګډ استخباراتي عملیاتو له لارې دغه شبکې له منځه ویسي.

د پي آی پي ايس راپور يادونه وکړه چې په همدغه کال کې، تحریک طالبان پاکستان او حزب الاحرار په پنجاب کې د دوو ځانمرګي چاودونو په شمول څلور بریدونه ترسره کړل، چې په کې ټولټال ۲۰ کسان وژل شوي وو او ۳۹ نور ژوبل شوي ول.

د چارواکو په وینا، د داعش خراسان څانګې، د خپلو سیمه ایزو ملګرو، د لشکر جهنګوي په شمول، له لارې هم پنجاب ته د ننوتلو هڅه وکړه، خو ګواښ اوس د دوو وجوهاتو له کبله کم شوی دی.

په مظفرګړه کې په ۲۰۱۵ کال کې د سي ټي ډي سره په ډزو کې د لشکر طیبه د مشر ملک اسحاق د وژلو يادونه وکړه او ويې وويل، "لومړۍ وجه په پنجاب کې د دې د مشر د وژلو نه وروسته د لشکر طیبه کمزوري کيدل دي، چې له هغې څخه د داعش خراسان څانګه په پاکستان کې خپله مرسته ترلاسه کوي."

دغه چارواکي وویل، "دوهمه وجه، په منځني ختیځ کې د داعش وروستۍ ماته د موجوده پاکستاني وسله والو د ګمارنې مخه نیولې ده، چې معمولاََ د بين المللي اورپکۍ ډلو لکه داعش او القاعدې څخه جذبه او تحریک ترلاسه کوي."

د داعش فراري مشر ابو بکر البغدادي د اکتوبر په ۲۶ مه په سوریه کې د متحده ايالاتو د ځانګړيو ځواکو لخوا د شپې په يو بريد کې د داعش له ګڼ شمير نورو وسله والو سره وژل شوی وو.

دغه بريد هغه وخت پای ته ورسيدو کله چې البغدادي په يو غار کې پټ شوی وو او هلته یې ځانمرګي واسکټ ته چاودنه ورکړه چې ځان او خپل درې ماشومان یې ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500