تروريزم

ټي ټي پي په لاهور کې په يو مزار کې د وژونکي بريد د مسووليت ادعا وکړه

پاکستان فارورډ او ای ايف پي

د سي سي ټي وي يوه ويډيو ښيي چې یو ځانمرګی برید کوونکی د می په ۸ مه په لاهور کې د داتا دربار نه بهر ځان ته چاودنه ورکوي. [د پنجاب پولیس]

لاهور -- د چهارشنې په ورځ (د می په ۸ مه) په لاهور کې د پاکستان تر ټولو پخوانی او تر ټولو مشهور صوفي مزار کې یو ځانمرګي برید، چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) يوې ډلې يې ادعا کړې ده، لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل او ۲۴ يې ژوبل کړل.

دا چاودنه د يولسمې پیړۍ زوړ داتا دربار، چې په جنوبي اسيا کې تر ټولو لوی مزار دی، د ښځینه لیدونکو دروازې ته نژدې وشوه، په داسې حال کې چې هيواد د روژې مبارکه میاشت لمانځي.

د پنجاب پوليسو انسپکټر جنرل عارف نواز خبريالانو ته وويل، "د ۱۴ نه تر ۱۶ کالو پورې بريد کوونکي، چې په خپل واسکټ کې يې تقريباََ له ۷ څخه تر ۸ کلو ګرامه چاوديدونکي موادو لرل، د مزار په دويم نمبر ګيټ کې د پوليسو ګاډي ته نژدې ځان ته چاودنه ورکړه.

کلوز سرکټ ټي وي کيمره ښيي چې دا چاودنه هغه وخت رامنحته شوه کله چې یو هلک د پولیسو د ګاډي سره نږدې روان وو.

امنیتي کارکوونکي د می په ۸ مه په لاهور کې د صوفي مزار نه بهر د چاودنې د ځای معاينه کوي. [عارف علي/ ای ايف پي]

امنیتي کارکوونکي د می په ۸ مه په لاهور کې د صوفي مزار نه بهر د چاودنې د ځای معاينه کوي. [عارف علي/ ای ايف پي]

طبي کارکونکي د می په ۸ مه په لاهورکې د داتا دربار نه بهر په يو ځانمرګي چاودنه کې بچ پاتې شوې کس ته په روغتون کې لومړنۍ مرستې وړاندې کوي. [عبدل ناصر خان]

طبي کارکونکي د می په ۸ مه په لاهورکې د داتا دربار نه بهر په يو ځانمرګي چاودنه کې بچ پاتې شوې کس ته په روغتون کې لومړنۍ مرستې وړاندې کوي. [عبدل ناصر خان]

میاں اسلم اقبال، چې د سوداګرۍ، صنعت او سرمايه کارۍ د وزارت وزیر دی، وویل، دا چاودنه سهار تقريباََ په ۸.۴۵ بجې ترسره شوه، خو په خوش قسمتۍ سره بريد کوونکی مزار ته داخل نه شو، ګنې زياته مرګ ژوبله به يې رامنځته کړې وې.

په دغه چاودنه کې مزار ته نژدې د ويجاړ شوي ګاډي د ملبې نه د سړک غاړه ډکه شوه په داسې حال کې چې لومړي غبرګون ښودونکي دغه ځای ته لاړل او په سیمه کې امنیتي ځواکونه راټول شول.

هغه کسان چې په چاودنه کې ژوبل شوي ول مايو هسپتال ته ورسول شول، او زياتره کسان داسې زخمونه نه لري چې د هغوی د ژوند لپاره خطر وي.

یوې میرمنې وویل چې هغه په روغتون کې د خپل ۱۵ کلن زوی، مدثر، په لټه کې وه.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "مدثر د کار لپاره روان وو، خو هغه خپل منزل ته نه دی رسیدلی." "زه نه پوهيږم چې مدثر خوندي دی، او دلته هیڅوک زما سره مرسته نه شي کولی."

يو بچ پاتې شوې او ژوبل شوې کس د خپل زوی د برخلیک په اړه اندیښمن وو.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "کله چې دا چاودنه وشوه، نو موږ دواړه د داتا دربار نه تيريدو. موږ دواړه ژوبل شو، خو اوس زه نه پوهيږم چې زما زوی چیرته دی."

د رفعت اورکزۍ، چې په خیبر پښتونخواه کې د بي بي سي خبريال دی، له مخې، حزب الاحرار (ايچ ای) چې د جماعت الاحرار (جی ای) نه جدا شوي يوه ډله ده -- پخپله د تحریک طالبان پاکستان يوه ډله ده --د دې مسوليت په غاړه واخيستو.

د ترهګرو لخوا په نښه شوی

د پاکستان وزير اعظم عمران خان دغه حمله وغندله او ټويټ يې وکړو چې هغه د پنجاب حکومت ته ويلي چې زخميانو او د قربانیانو کورنیو ته ضروري مرستې چمتو کړي.

حافظ عبدل رحيم اشرفي، چې په لاهور کې يو ديني عالم دی او د جامیعه اشرفیه مدرسې ډايريکټر دی، هم د دې چاودنې غندنه وکړه.

اشرفي په یوې اعلامیه کې وویل، "د ترهګرو لخوا د معصومو کسانو وژل د ليونتوب، غیر انساني او غیر اسلامي عمل دی."

دا مزار د اوږدې مودې راهيسې د رنګارنګ صوفي جشنونو او د هېواد د بېلا بېلو مسلمانو فرقو اصلي ځای پاتې شوې دی، چې له دې کبله دا د وسله وال بريدونو لپاره يو آسان هدف دی.

دا په تير وختونو کې هم په نښه شوی دی. په ۲۰۱۰ کال کې په دغه مزار کې په يو ځانمرګي چاودنه کې د ۴۰ نه زيات کسان وژلی شوي ول.

له هغه وخته راهيسې، په دغه سيمه کې امنیت ډير زيات شوی دی، په داسې حال کې چې لیدونکي مجبور دي چې دغه مرکز ته د ننوتو نه مخکې د زياتې تلاشۍ نه تير شي.

صوفي عبادت کوونکي، هغه څوک چې د اسلام د صوفيانه شکل پيروي کوي، په پاکستان کې ډير ځله د اسلامي وسله والو -- د داعش په ګډون -- لخوا په نښه شوي دي چې صوفي عقیده او د مسلمان پيرانو په قبرونو باندې رسومات کفر ګڼي.

د افراطیت پر وړاندې د پاکستان مبارزه وروسته له هغې زياته شوه کله چې په ۲۰۱۴ کال کې په پيښور کې په يو سکول کې د هیواد ترټولو خونړۍ تروريستي ډله ايزه وژنه رامنځته شوه، چې له ۱۵۰ څخه زیات کسان، زياتره ماشومان، په کې ووژل شول.

له هغه وخت راهيسې، امنیت ډیر ښه شوی دی، که څه هم وسله وال د ناڅاپه بريدونو د ترسره کولو توان لري.

[د لاہور نه عبدل ناصر خان د دې راپور په برابرو لو کې مرسته کړې ده]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تا له پکار ده چې د خپلو الفاظو انتخاب ډير په احتياط سره وکړې. د مثال په توګه، هيڅ څوک دلته زمونږ سره مرسته نه کوي او مونږ په تلاشۍ مجبوره کوي وغيره.

ځواب