تروريزم

د داعش د مشر البغدادي مرګ د ترهګرۍ پرضد په مبارزه کې يوه پریکنده لمحه په ګوته کوي

پاکستان فارورډ او اېف پي

د سوریې ډیموکراټیک ځواکونو يو غړی په ۲۰۱۷ کال کې د سوریې په طبقه کې د داعش جنډه لرې کوي. [دلیل سیلیمان/ای اېف پي]

د سوریې ډیموکراټیک ځواکونو يو غړی په ۲۰۱۷ کال کې د سوریې په طبقه کې د داعش جنډه لرې کوي. [دلیل سیلیمان/ای اېف پي]

د نړۍ مشران او تجزیه نګاران وايي په سوریه کې د متحده آيالاتو په مشرۍ په عملياتو کې د داعش د مشر ابوبکر البغدادي وژل د نړیوالې ترهګرۍ پرضد په جګړه کې یوه مهمه لمحه ده او دا به احتمالاََ د يوې پياوړي ډلې اختتام پیل کړي.

د متحده ایالاتو صدر ډونالډ ټرمپ د اتوار په ورځ (د اکتوبر په ۲۷ مه) تایید وکړو چې د سوریې په شمال لویدیځ کې د متحده آيالاتو د ځانګړو ځواکونو لخوا د شپې په عملیاتو کې د داعش فراری مشر له یو شمیر نورو داعش وسله والو سره ووژل شو. هغوی د البغدادي سره په یو غار کې پاتې کېدل، چیرې چې هغه ځان وژونکي واسکټ ته چاودنه ورکړه او خپل ځان او درې خپل ماشومان یې پکې ووژل.

هغه وویل، "دغه وسله وال چې د نورو د ويرولو لپاره یې ډیر کوششونه کړي وه خپلې وروستۍ شېبې په سخته ویره، په خوره خفګان او ویره کې، تیرې کړې. هغه د امریکايي عسکرو نه ویره لرله چې هغوی به هغه په نښه کړي."

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک ایسپر وویل، د البغدادي مرګ په تيرو کلونو کې څو ځله راپور شوې دی، خو ټرمپ وویل چې دا ځل په دې کې هیڅ شک نشته، چې د ډين اين اې ټسټ د هغه د شناخت تایید کوي. برید کونکي ټیم د دواړو د لید او ډين این اې تایید وکړو.

د داعش مشر ابوبکر البغدادي د دې کال په لومړيو کې په يوې خپره شوې ویډیو کې کمزوری ښکاريدو.

د داعش مشر ابوبکر البغدادي د دې کال په لومړيو کې په يوې خپره شوې ویډیو کې کمزوری ښکاريدو.

د داعش مشر البغدادي د جون ۲۰۱۴ کال د ویډیو په دې سکرین شاټ کې د خپل تش په نامه خلافت جوړولو اعلان کوي.

د داعش مشر البغدادي د جون ۲۰۱۴ کال د ویډیو په دې سکرین شاټ کې د خپل تش په نامه خلافت جوړولو اعلان کوي.

د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په ۲۷ مه اخیستل شوي هوایی منظر د سوریې په شمال لویدیز کې باریشا کلي ته نږدې هغه ځای ښيي چې د عملياتو په دوران کې د متحده ایالاتو د چورلکو د ډزو له امله په نښه شوې وو. په دغه عملیاتو کې د داعش مشر ابوبکر البغدادي ووژل شو. [عمر حج کادور/ ای اېف پي]

د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په ۲۷ مه اخیستل شوي هوایی منظر د سوریې په شمال لویدیز کې باریشا کلي ته نږدې هغه ځای ښيي چې د عملياتو په دوران کې د متحده ایالاتو د چورلکو د ډزو له امله په نښه شوې وو. په دغه عملیاتو کې د داعش مشر ابوبکر البغدادي ووژل شو. [عمر حج کادور/ ای اېف پي]

په اپریشن کې اته هیلیکاپټر شامل ول چې د يو نامعلومه مرکز نه يې د يوې ګهنټې نه د زيات وخت لپاره پرواز کولو.

د سوریې د بشري حقونو څارونکې اداره راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو چورلکو د سوریې په ادلیب صوبه کې په یوې سیمه کې ځواکونه وغورځول، چیرې چې دوی د باریشا کلي نه بهر یو کور او موټر په نښه کړو.

چارواکو وويل، دا عمليات د روسیې، سوریې، ترکیې، عراق او د کرد سوریې د جمهوري ځواکونو (ايس ډي ايف) په همکارۍ ترسره شول.

د ايس ډي اېف کمانډر مظلوم عابدي په ټويټر باندې وويل، په عین وخت کې، د داعش ویاند ابوحسن المهاجر د "ايس ډي اېف د استخباراتو او د امریکې د پوح ترمنځ په همغږیزو عملیاتو کې د جرابلوس سره نږدې په عین البیضاء کلي کې په نښه شو."

متحده ایالاتو د المهاجر د مرګ تایید کړې دی.

لوی ګوزار، خو جګړه دوام لري

د نړۍ مشرانو او تجزيه کارانو د البغدادي مرګ د داعش پر وړاندې په مبارزه کې یو مهم ګام ګڼلې دی.

د ترکیې صدر رجب طیب اردوغان په ټویټر باندې وویل چې دا عملیات "د ترهګرۍ پر وړاندې زموږ په ګډه مبارزه کې یوه مهمه نقطه ده."

د برتانيې وزيراعظم بوريس جانسن د یکشنبې په ورځ په ټويټر باندې وويل، "د البغدادي د مرګ د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې يوه مهمه شېبه ده، خو د داعش د شر په ضد جګړه تر اوسه پورې پای ته نه ده رسيدلې."

هغه وویل، "موږ به د خپلو ایتلافي ملګرو سره کار وکړو چې د دعاش وژونکي، وحشي فعالیتونه د تل لپاره ختم کړو."

د فرانس صدر ایمانویل میکرون په ټویټر باندې ولیکل، "د البغدادي مرګ د داعش لپاره یو سخت ګوزار دی، خو دا یوازې یو پړاو دی." "جګړه به په نړیوال ایتلاف کې زموږ د ملګرو سره دوام ولري چې ډاډ ترلاسه کړي چې ترهګریز سازمان په يقيني توګه ماتې خوړلې. دا زموږ ترجيح ده."

د داعش پر وړاندې نړیوال ایتلاف په ۸۱ غړو (۷۶ هيوادونه او پنځه نړيوال سازمانونه) باندې مشتمل دی او د ۲۰۱۷ کال راهیسې یې په عراق او سوریه کې د ۷.۷ ملیونو نه ډیر خلک او د ۱۱۰،۰۰۰ مربع کلو میتره نه زياته ځمکه آزاده کړې ده.

د افغانستان صدر اشرف غني دفتر په یو بيان کې وويل، د البغدادي مرګ "نه يوازې د تروریستي بریدونو د کمولو او په افغانستان کې د امنيت د بحالۍ لپاره مهم دی، بلکې د سیمې او د نړۍ د امنیت او ثبات لپاره هم مهم دی."

په کابل کې میشت د پوځي چارو شنونکي کابل خان تدبیر وویل، "د داعش د مشر په غير موجودګۍ سره، په افغانستان کې به د دې ډلې په لیکو کې ګډوډي راشي او د دې ډلې مالي او پوځي سرچینې به په دوامداره توګه زيان ترلاسه کړي."

په کابل کې میشت د سیاسي چارو شنونکي صفت الله صافي موافقه وکړه.

صافي وویل، "د ابوبکر البغدادي تر مرګ وروسته، په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګه به زياتو ستونزو سره مخامخ شي. په لنډه موده کې، دا به د هغوی جنګیالیو باندې منفي اثر ولري. په اوږد مهال کې، که چيرې د خراسان څانګه د نوي خلافت سره بیعت ونه کړي، نو داعش به په څو برخو کې تقسيم شي."

په اسلام آباد کې د امنيتی امورو تجزیه کار ميجر (ريټايرډ) عمر فاروق وويل، "زما په نظر کې، د وسلو د اکمالاتو سلسله او د داعش وسله والو لپاره نور لوجستیکي ملاتړ د هغه ګډو کوششونو په اړه پوښتنې رامنځته کوي چې د داعش د له منځه وړلو لپاره ترسره کيږي."

په قازقستان کې د نور سلطان د سياسي چارو يو کارپوه بولاتبيک ايسيوف وويل، البغدادی د یو شمیر هیوادونو د استخباراتو او همکاریو له امله له منځه وړل شوی، کوم چې دا د نه منلو وړ حقیقت تاییدوي: د ترهګرۍ سره مبارزه یوازې د مختلفو هیوادونو د ګډو هڅو له لارې ممکنه ده."

د قرغزستان په بشکیک کې پخواني قرغز وزیراعظم او د ملي امنیت د کمیټۍ (جي کې اين بي) پخوانې رییس فلیکس کولوف وویل، "داعش د روسیې او مرکزي آسیا نه ډیر غړي لري. دا فطرتي خبره ده، چې دوی به هڅه وکړي چې خپلو ملکونو ته راشي او یو خطرناک صورتحال به رامنځته کړي."

د خونريزۍ او ظلم سلسله

په جولای ۲۰۱۴ کال کې ځان د خلیفه په توګه د اعلانولو وروسته، البغدادي د سوریې او عراق په بیلابیلو سیمو کې د اوو ملیونو نه په زياتو اوسیدونکو باندې واک کولو، چیرې چې داعش د اسلامي قانون خپل وحشيانه نسخه پلي کړې وه.

په عامه توګه د تایید شویو ښکاره کیدلوپه دوران کې، البغدادي په ۲۰۱۴ کال کې د عراق په موصل کې د النوري جومات نه خبرې وکړې، او د نړۍ په مسلمانانو یې غږ وکړ چې د تش په نامه "خلافت" سره بيعت وکړي.

دې اعلامیې د تاوتریخوالي څپې راپورته کړې چې له هغه وخت راهیسې يې په زرګونو ملکي وګړي وژلي، په ملیونونه نور يې بې ځایه کړي او د نړۍ قوتونه يې د سیمې په شخړو کې اخته کړل.

دغه د عراق اصلی اوسیدونکی -- چې ویل کیږي ۴۸ کاله عمر یي لرلو -- حتی هغه وخت چې داعش د خپل قدرت په اوج کې وو هم کم لیدل کیده -او هغه وخت له سترګو پناه شو چې د داعش قلمرو په ورټولېدلو شو او یو وخت د ناچاره جهادي شبکې د ویده کېدلو په کوچنیو حجرو بدل شو

د کرد ملیشو په ګډون د ځواکونو ایتلاف په مارچ ۲۰۱۹ کال کې اعلان وکړو چې داعش په سوریه کې ماتې خوړلې ده.

البغدادي په اپریل کې په یوې ویډیو کې بيرته ښکاره شو.هغه خړه او سره ږیره لرله او د حملې کولو ټوپک يې په خپل څنګ کې لرلو. هغه په سيمه کې د ډلې د ماتې وروسته خپل پلويان وهڅول چې "بدله" واخلي.

د ځینو اوازو تر مخه، البغدادي په دې وروستیو کې ابو عبدالله قرداش، چې د حاجي عبدالله په نوم هم ياديږي، د خپل جانشين په حیث غوره کړو.

اختتام نږدې دی

په عراق او سوریه کې د داعش له ماتې وروسته، دې ډلې کوشش وکړو چې د داعش د خراسان څانګې له لارې په افغانستان او نورو نږدې هیوادونو کې پرمختګ وکړي.

د می په میاشت کې، داعش د "پاکستان صوبې" د جوړولو اعلان وکړ او ادعا یې وکړه چې د "هند صوبې" څانګې د هند تر واک لاندې کشمیر کې په هندي ځواکونو برید کړی وو.

خو افغان او امریکایي ځواکونو په سیمه کې د داعش امیدونه مړاوي کړي دي.

د غزني صوبې پخوانې نايب ګورنر محمد علي احمدي وويل، "د عراق او سوریې برعکس، داعش په افغانستان کې هیڅ ځمکه او ځواک نه دی ترلاسه کړی ځکه چې د داعش باور د افغانانو په خلاف دی."

په کابل کې د پوځي چارو کارپوه ميجر جنرل ظاهر عظیمي وویل، "افغان او نړیوالو ځواکونو په داعش سخت فشار راوستی دی، او زه فکر کوم چې دوی د دې ډلې د له منځه وړو لپاره یو قوي پلان لري."

هغه د اکتوبر په میاشت کې وویل، "د دوی د کمانډرانو په ګډون په زرګونو داعش جنګیالي په افغانستان کې وژل شوي دي او مرګ د هغو افراطي طالب جنګیالیو په تمه دی چې په امن کې دلچسپي نه لري او د داعش سره د یوځای کیدو نیت لري."

په تیر دسمبر کې، حتی القاعدې د داعش او البغدادي سخته غندنه وکړه او په هر ځای کې یې پر مسلمانانو غږ وکړ چې دا ډله له منځه یوسي.

دا بيان له دې سره پيل کيږي، "او نن ورځ، وروسته له هغې چې د دوی نفوذ کم شو او هغه خطر چې دوی په سوريه کې رامنځته کړې وو، دوی په ډیرو سيمو کې په نويو څانګو کې تقسيم شول او په مجاهدینو يې ظلمونه وکړل او هغوی يې تباه کړل، او د هغوی د خلکو د ځمکو او خلکو په وړاندې یې ډیر کرپشن او جرمونه وکړل."

"دا ډله یوځل بیا [د نړۍ په نورو برخو کې] راپورته کيږي چې د مشکوک بهرنۍ اجنډې لپاره د بغاوت، خیانت، او غلامۍ یو بل باب ولیکي، چې دا څرګندوي چې دوی د نړیوال استخباراتي خدماتو کارکوونکي دي او د هغوی ايجنټان دي."

""د دې جګړې اختتام نږدې دی."

[د کابل نه سلیمان، د کویټې نه عبدالغني کاکړ، د نور سلطان نه عایدار اشیموف، د بشکیک نه مناره بورومباییوا او د تاشکند نه مکسیم یینیسیوف دې راپور کې مرسته وکړه.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500