تروريزم

داعش د سوریې وروستۍ سیمه له لاسه ورکړه، او د دې تش په نامه 'خلافت' دړې وړې شو

سلام ټايمز او ای ايف پي

دا ویډیو د تیر کال ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۱۸ مه د سوريې په باغوز کې د داعش تش په نامه "خلافت" ښيي، په داسې حال کې چې دوی په خپلې يوازينۍ پاتې شوې سيمه کې د کردي ځواکونو، چې آمريکا يې ملاتړ کوي، سره جګړه کوي.

باغوز، سوریه -- د امریکې تر مشرۍ لاندې نړیوال ایتلاف د شنبې په ورځ (د مارچ په ۲۳ مه) د داعش د تش په نامه "خلافت" د پای اعلان وروسته له هغې وکړو کله چې دوی په ختیځ سوریه کې سخت دريځي وسله وال د خپل وروستي مرکز نه وشړل.

د متحده ایالاتو د پوځ لفټننټ جنرل پال لا کيمرا، چې د ګډ کاري ځواک - د عملياتو پټه ژمنه - کمانډنګ جنرل دی، وویل، "د تش په نامه فزیکي خلافت پای ته رسیدل يوه تاريخي پوځي لاسته راوړنه ده چې په تاریخ کې يې تر ټولو لوی ایتلاف رامنځته کړی وو، خو د [داعش] او د زيات افراطیت پر وړاندې جګړې لا پای ته نه ده رسيدلې."

د امريکې تر ملاتړ لاندې د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (ايس ډي ايف) جنګیالي په باغوز کې خپله زيړه جهنډا پورته کړه. باغوز د سيند په غاړه يو لرې کلی دی چېرته چې د مختلفو هيوادونو سخت دريځي جنګیاليو يوه ناکامه وروستۍ جګړه وکړه.

د ايس ډي ايف بریا د ترهګريزې ډلې د سيمې وروستي پاتې شويو برخو، چې یو ځل د عراق او سوریې پورې غځيدلی وه او په میلیونونو خلک یې تر کنټرول لاندې ول، په وړاندې د شپږو میاشتو وژونکي عملیات پای ته ورسول.

د کرديانو تر مشرۍ لاندې د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (ايس ډي ايف) یو جنګيالی د مارچ په ۲۰ مه د داعش د وروستي مرکز د له منځه وړلو نه يو څو ورځې مخکې د سوريې باغوز ته څيرمه د نوروز جشنونو په جریان کې د اور خوا ته ولاړ دی. [جوسپّی کسیکي/ای ايف پي]

د کرديانو تر مشرۍ لاندې د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (ايس ډي ايف) یو جنګيالی د مارچ په ۲۰ مه د داعش د وروستي مرکز د له منځه وړلو نه يو څو ورځې مخکې د سوريې باغوز ته څيرمه د نوروز جشنونو په جریان کې د اور خوا ته ولاړ دی. [جوسپّی کسیکي/ای ايف پي]

د سوريې په باغوز کې د مارچ په ۱۸ مه د سوريې ديموکراتيک ځواکونو (ايس ډي ايف) سره د جګړې په دوران کې د داعش د وروستي مرکز نه لوګی پورته کيږي. یو هوايی برید يو ويجاړ شوی پل په نښه کړو، په داسې حال کې چې وسله وال کسان د داعش په وروستي مرکز کې، چې لوګي ترې پورته کيږي، د موټرونو او خیمو تر مینځ د ويرې له کبله منډې وهي. [دیلیل سليمان/ای ايف پي]

د سوريې په باغوز کې د مارچ په ۱۸ مه د سوريې ديموکراتيک ځواکونو (ايس ډي ايف) سره د جګړې په دوران کې د داعش د وروستي مرکز نه لوګی پورته کيږي. یو هوايی برید يو ويجاړ شوی پل په نښه کړو، په داسې حال کې چې وسله وال کسان د داعش په وروستي مرکز کې، چې لوګي ترې پورته کيږي، د موټرونو او خیمو تر مینځ د ويرې له کبله منډې وهي. [دیلیل سليمان/ای ايف پي]

د سوریې دیموکراتیک ځواکونه (ايس ډي ايف)، چې آمريکا يې ملاتړ کوي، د مارچ په ۲۳ مه د سوريې په باغوز کې د يوې ودانۍ دپاسه خپله جهنډا وروسته له هغې ښيي کله چې دوی په دغه کلي کې د داعش پاتې وسله والو ته ماتې ورکړه. د کرديانو تر مشرۍ لاندې ځواکونو د داعش تقريباََ د پنځو کالو 'خلافت' د اختتام اعلان وروسته له دې وکړو کله چې دوی سخت دريځي جهاديان د خپل وروستي مرکز نه وويستل. [جوسپّی کسیکي/ای ايف پي]

د سوریې دیموکراتیک ځواکونه (ايس ډي ايف)، چې آمريکا يې ملاتړ کوي، د مارچ په ۲۳ مه د سوريې په باغوز کې د يوې ودانۍ دپاسه خپله جهنډا وروسته له هغې ښيي کله چې دوی په دغه کلي کې د داعش پاتې وسله والو ته ماتې ورکړه. د کرديانو تر مشرۍ لاندې ځواکونو د داعش تقريباََ د پنځو کالو 'خلافت' د اختتام اعلان وروسته له دې وکړو کله چې دوی سخت دريځي جهاديان د خپل وروستي مرکز نه وويستل. [جوسپّی کسیکي/ای ايف پي]

د شنبې د ورځې اعلان به په هغه جګړه کې يو مثالي تاریخ وګڼل شي چې د سیمې مخ یې بدل کړو او نړیوال تروريستي بریدونه یې رامنځته کړل.

لا کيمرا وويل، "دا زموږ لپاره مهمه ده چې موږ هغه کسان یاد وساتو چې د [داعش] په وړاندې په جګړه کې مړه شوي دي. د دې څلورو کالو په کمپاین کې، د ايس ډي ايف او عراقي امنیتي ځواکونو په زرګونو غړي خپلو کورنیو ته ستانه نه شول. زه ستاسو د زیانونو لپاره او ستاسو د زخمونو له چټکۍ سره د جوړيدو لپاره دعا کوم."

په العمر کې، چې د تیلو يوه ساحه ده او د بريد د وروستي پړاو لپاره د ايس ډي ايف د اصلي مرکز په توګه کارول کيدو، جنګياليو، چې ډير زيات ستړي شوي ول، خپلې وسلې کيښودې او سندرې او ګډا يې پيل کړه.

یو پوځي بينډ طرانې وويلې، چې په دې کې "ستوری لرونکی بینر" شامل وو، په داسې حال کې چې کردي لوړ پوړي چارواکو په دغه مراسمو کې ګډون وکړو.

د ترهګرۍ مهال ویش

د داعش مشر ابو بکر البغدادي د ۲۰۱۴ کال په نيمايۍ کې د تش په نامه دولت د جوړولو اعلان وروسته له هغې وکړو کله چې دغه ډله په عراق او سوريه کې د اړې ګړې نه راڅرګنده شوه.

هغه د سوریې الرقا د تش په نامه خپل مرکز جوړ کړو. په دې ښار کې، داعش د خلکو نه سرونه پرې کړل، ډله ییز اعدامونه، جنسي تیري، تښتونې او نسل کشي يې ترسره کړه. هغه ښځې يې سنګسار کړې چې د زنا شک پرې کيدو او هغه کسان يې ووژل چې په همجنسي تیري کې تورن ول.

ډیر ظلمونه په ویډیو کې خپاره شول، چې جهادیانو د خپلې پروپيګنډې د مشين لپاره، چې ښه تمويل شوي وه، د مرستې په توګه کارول.

په عراق کې، داعش په سينجار سیمه کې د یزيد اقلیت تاریخي مرکز قبضه کړو، چې ماشومان یې په سرتيرو کې بدل کړل او په زرګونو میرمنې یې ونيولې چې د جنسي غلامانو په توګه يې استعمال کړي -- چې دا د دې ډلې لخوا د بشري حقونو څخه يو څو سرغړونې او جنګي جرمونه دي.

په اګست ۲۰۱۴ کال کې، د متحده ایاالاتو جنګي الوتکو په شمالي عراق کې د داعش په مرکزونو باندې بريدونه پیل کړل. واشنګټن بیا په عراق او سوریه کې د ډلې سره د مبارزې لپاره د ۷۰ څخه زیاتو هیوادونو ایتلاف جوړ کړو او په ټوله سیمه کې يې د ۵،۰۰۰ نه زيات سرتیري ځای پر ځای کړل.

د ۲۰۱۷ کال پورې، د داعش په وړاندې جګړه یو مهم بدلون ته هغه وخت ورسیدله، کله چې په عراق او سوریه کې متوازي بریدونو د دې اصلي مرکزونه، موصل او الرقا، بیرته قبضه کړل.

هغه پاتې سیمه چې د داعش تر کنټرول لاندې وه، هره میاشت په کميدو شوه، او په تير سپتمبر کې ايس ډي ايف په وادي فرات کې د دې په مرکزونو کې د "خلافت" د پاتې شويو سيمو په وړاندې وروستي بریدونه پیل کړل.

تیره هفته ايس ډي ايف د داعش هغه وروستي جنګیالي د باغوز په غاړه باندې د خپل مرکز نه وشړل چې د تسلیميدو نه يې انکار کړې وو او له هغه وخت راهيسې د هغه بچ پاتې شويو کسانو تعقیب کوي چې د فرات سيند په غاړو کې په بوټو کې پټ شوي دي.

په عصري تاريخ کې تر ټولو زيات ظالمانه جهادي ګروپ په وړاندې د پنځو کالو په جګړه کې د زرګونو کلنو زوړ ښارونه ويجاړ شول او ټول خلک بې کوره شول.

ګواښ اوس هم شته

په داسې حال کې چې د ايس ډي ايف لخوا د باغوز قبضه کول د داعش دولت پای ته رسوي، خو جهاديان اوس هم یو ګواښ دی.

لاکيمرا زیاته کړه، "تیروتنه مه کوئ، داعش خپل ځواک خوندي ساتي." "دوی مهمې پریکړې کړي دي چې خپل مخ پر کميدو غړي او وړتياوې خوندي وساتي او د داخلي بی ځایه شوو کسانو لپاره په کيمپونو کې د پناه لپاره چانسونه ترلاسه کړي او په لرې پرتو سیمو کې پټ شي. دوی د بیرته راڅرګنديدو لپاره د کره وخت په انتظار کې دي."

د داعش جنګیالي چې په وخت د ځپلو سیمو نه وتښتېدل، خپل ګروپ یې بیا منظم کړو او په عراق کې خپل پخواني پټنځايونه بیرته جوړوي.

حتی پنتاګون په وروستي راپور کې خبرداری ورکړ چې په داعش باندې د تروریزم ضد د دوامدار فشار د نشتوالي له کبله به جهاديان توان ولري چې په يو څو میاشتو کې په ځینو سيمو باندې کنټرول بيرته ترلاسه کړي.

لاکيمرا وويل، "موږ دا منو چې یوازې پوځي عملیات به بریالیتوب يقيني نه کړي او د [داعش] د دايمي شکست لپاره به په دوامداره توګه ملاتړ وکړو. په عراق او شمال ختیځ سوریه کې نړیواله مرسته د [داعش] د دايمي شکست د کاميابۍ لپاره خورا مهمه ده. تر ټوله مهمه دا ده چې موږ باید د دوی د ایډیالوژی د ماتولو لپاره خپلې هڅې زياتې کړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ڈیرا

ځواب