تروريزم

په پټه او له ماتې سره، د داعش مشر په ښکاره توګه په ۵ کالو کې په لومړۍ ویډیو کې ښکاره شو

سلام ټايمز

داعش د دوشنبې په ورځ (د اپریل په ۲۹ مه) د خپل مشر، ابوبکر البغدادي، یو ویډیو پیغام خپور کړ چې د يوټيوب په دې سکرين شاټ کې ښودل شوی دی. شنونکي او نور تبصره کوونکي د داعش د مشر غندنه کوي.

داعش د دوشنبې په ورځ (د اپریل په ۲۹ مه) د خپل مشر، ابوبکر البغدادي، یو ویډیو پیغام خپور کړ چې د يوټيوب په دې سکرين شاټ کې ښودل شوی دی. شنونکي او نور تبصره کوونکي د داعش د مشر غندنه کوي.

مبصرين د داعش د مفرور مشر لخوا په يوه ویډیو کې د ښکاره کيدو له کبله د هغه د هڅې غندنه کوي چې د خپل دړې وړې شوي "خلافت" پاتې برخې راټولې کړي.

د بي بي سي په وينا، داعش د دوشنبې په ورځ (د اپريل په ۲۹ مه) دا ويډيو انلاين خپره کړه او ويې ويل چې دا په اپرېل کې جوړه شوې ده.

د امریکا غږ (وي او ای) راپور ورکړ چې دا ویډیو د ۱۸ دقیقو نه زیاته اوږده ده او يو کس ښيي چې ښکاري ابوبکر البغدادي دی چې د داعش د نورو غړو سره خبرې کوي.

په ویډیو کې، دغه سړی، چې د البغدادي په نامه پیژندل شوی، د سوريې د باغوز له لاسه ورکولو اعتراف کوي. باغوز د دغه ډلې د سيمې وروستۍ برخه وه او د مارچ په مياشت کې د ایتلافي ملاتړي ځواکونو بيرته ترلاسه کړه.

هغه وويل، "د باغوز جګړه پای ته ورسېده."

د خپلو پلویانو، چې اوس په نړۍ کې د ګډوډۍ په حالت کې دي، د راټولولو لپاره په يوه هڅه کې، هغه د ايستر یکشنبې په ورځ (د اپریل په ۲۱ مه) په سري لنکا کې د ډله ايز وژنې ادعا وکړه چې موخه يې د باغوز بدله اخيستل وو.

د وي او ای له مخې، د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، مایکل لاویلي، وویل چې "موږ د دې ویډیو څخه خبر یو چې نن ورځ خپره شوې ده." "شنونکي به د دې ریکارډ بیاکتنه وکړي، او موږ به دا استخباراتي ټولنې ته وړاندې کړو چې د دې تصدیق وکړي."

که چيرې دا ویډیو مستند وي، نو دا به د جولای ۲۰۱۴ کال وروسته د البغدادي لومړی ښکاره کيدل وي، کله چې هغه د عراق په موصل کې خبرې وکړې.

د داعش ماتيدل په تیرو کلونو کې ګړندي شول، په داسې حال کې چې ایتلافي ځواکونو په ځمکه او د هوا نه په دې بمباري وکړه.

د بي بي سي په وینا، د ۲۰۱۴ کال په پای او د ۲۰۱۵ کال په لومړیو کې، دې په سوریه او عراق کې په ۸۸،۰۰۰ مربع کیلو متره ځمکه کنترول لرلو. دې په ۲۰۱۷ کال کې، په سوريه کې موصل او الرقا له لاسه ورکړ، مخکې له دې چې دا د ځمکې په يوې ټکړې -- باغوز کلي -- کې د يو اخرنۍ جګړې پورې محدود شوه.

'د غندنې وړ'

څارونکو په چټکۍ سره د داعش د مشر غندنه وکړه، کوم چې څو کاله مخکې پټ شوې وو، په داسې حال کې چې د هغه په زرګونو پلویان د متحده ایالاتو تر خورا ملاتړ لاندې ځواکونو په وړاندې مړه شول.

خادم حسين، چې په پيښور کې يو شنونکی دی، پوښتنه وکړه، "څنګه يو کس د هغه سیمې له لاسه ورکولو لپاره انتقام اخلي چې د هغه ملکيت نه وو؟" "که چيرې يو کس په عامه ځايونو کې ښکاره کيدې نه شي، نو څنګه به هغه د يو منظم او قانوني پوځ سره جګړه وکړي؟"

هغه سلام ټایمز ته وویل، د البغدادی برخلیک به د پاکستاني ترهګرو په څير وي، چې په وروستیو کلونو کې د هغوی فعالیتونه کم شوي دي.

ډاکټر عطا الله خان، چې په پیښور پوهنتون کې د نړيوالو اړیکو ښوونکی دی، سلام ټایمز ته وویل، په ټوله نړۍ کې به خلک چې داعش يې ليدلې دی چې په خپل پروپاګند کې د ملکي وګړو په وړاندې د خپلو ظلمونو ادعا کوي، به د ترهګرو ډلو لخوا بيرته منظم کيدل رد کړي.

هغه هغه "ظلم" ته اشاره وکړه چې داعش د بې وسلې خلکو په وړاندې ښودلی دی."

د پيښور مذهبي مشر مولانا جميل قريشي سلام ټايمز ته وويل، په ښکاره توګه د البغدادي ويډيو د غندنې وړه ده. د داعش فعالیتونه د قران د زده کړو پر ضد دي."

افغانستان د داعش لپاره هیڅ پټنځای نه دی

افغان شنونکو، چې دغه ويډيو يې وکتله، وويل، که چېرې البغدادي دا فکر کوي چې د هغه ویجاړ شوې غورځنګ په افغانستان کې د خپل شتون له لارې خپل نفوذ بیرته ترلاسه کولی شي، نو هغه په غلطه دی.

عزيز ستانکزۍ، چې په کابل کې يو سياسي شنونکی دی، د داعش لپاره يې يو متبادل نوم استعمال کړو او سلام ټايمزر ته يې ويې وويل، "دا ډول ويديوګانې به يوازې پروپاګند وګڼل شي، ځکه داعش د خپلو جنګياليو د راټولولو وړتيا له لاسه ورکړې ده."

هغه يادونه وکړه، دا ډله په عراق او سوریه کې "د ستر ماتې" سره مخ شوه او په افغانستان کې "د افغان او ایتلافی ځواکونو لخوا ماته" شوه. "تیرو دوو تر دریو کلونو وښودله چې افغانانو په هیواد کې د دوی جنګیالي فعاليت کولو ته نه دي پريښودي."

نصرالله مصدق، چې د افغانستان اجرایيوي رییس عبدالله عبدالله سلاکار دی، سلام ټايمز ته وويل، "لومړی، البغدادي هڅه کوي د خپلو مات شويو جنګیالیو مورال پیاوړی کړي." "دویم، هغه غواړي چې دا وښيي چې دا ډله بیا راژوندۍ کيږي."

مصدق مشوره ورکړه چې "افغان حکومت او نړیواله ټولنه باید د دې ډلې له منځه وړلو لپاره چمتووالی ونیسي." هغه د ستانکزۍ سره موافقه وکړه چې ایتلاف او ځایي ځواکونو په عراق، سوریه او افغانستان کې داعش له منځه وړی دی.

[د پيښور نه اشفاق يوسفزۍ او د کابل نه سليمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 10

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د داعش د کردار او فعاليتونو نه داسې ښکاري چې مغرب د اسلام او مسلمانانو د تباه کولو لپاره دا جوړ کړی دی، خو د دوی ټول تدابير به ناکامه شي. ان شاءالله

ځواب

دا تش په نامه عالمان دې دا ثابت کړي او وښيي چې د بغدادي سوچ سم نه دی. د خلافت د نوم نه ويريدلي مغربي هيوادونو د داعش د ختمولو لپاره خپل ټول قوت استعمال کړی دی. د وژلو لپاره دوی ته شيعه ګان ملاو شول. تاريخ به وښيي چې داعش کفارو ته هغه وخت چيلنج ورکړو کله چې کافرانو په هرځای کې د مسلمانانو قتل عام کولو.

ځواب

القاعده او داعش پريږده، هغوی خو بهرني ترهګر دي، په دې وخت کې په نړۍ کې اسلامي حکومت کوم يو دی؟

ځواب

د تاريخ تر ټولو ستره دهوکه د مسلمانانو سره شوې ده. اسلامي تاريخ ته د زيان رسولو له کبله د دې انجام به تر ټولو ناوړه وي. اسلام د امن مذهب دی

ځواب

تاسو ولې وايئ چې داعش د امریکایي ملاتړو ځواکونو لخوا مات شو ....... ....... ؟؟؟؟ ایا تاسو رښتیا نه پټوئ .... ؟؟؟؟ تاسو نه پوهيږئ چې داعش ته چا ماته ورکړه...؟ که چيرې تاسو نه پوهيږئ نو چې زه تاسو ته ووايم چې داعش د آمريکې، اسرايل او سعودي عرب په ناوړه ايجنډه باندې جوړه شوه او د خامنه یي تر چهتر لاندې د اسلام د مجاهدينو (حزب الله) لخوا په وحشيانه توګه ماته شوه.... مهرباني وکړئ ريښتيا ووايئ...... تاسو څنګه کولی شئ چې د دروغو ویلو او خپرولو له لارې خپل ځان مطمئن کړئ

ځواب

دا حزب الله (د الله پوځ) نه دی . دا حزب الشيطان (د شيطانانو پوځ) دی.
دا ريښتيا دي

ځواب

داعش لپارہ پہ افغانستان کے زاٸ نشتہ

ځواب

دا مقاله ډيره ښه ده خو د ليکلو انداز یې په زړه پوري نه دی.

ځواب

هیڅ يوه سیاسي فلسفه یا مذهب د معصوم ملکي عبادت کوونکو ډله ایزو وژنو ته اجازه نه ورکوي. آی ايس آی ايس/ داعش د وژونکي منکرانو د یوې ډلې استازیتوب کوي، چې ژمنه لري چې اسلام بدنام کړي. موږ له پکار ده چې دا معلومه کړو چې د داعش رهبري څوک کوي؟

ځواب

د داعش معنی د اسرايلو د استخباراتو خفيه خدمت دی

ځواب