تروريزم

د البغدادي تقرير د داعش شکست څرګندوي

په بغداد کې علا حسین او په قاهره کې ولید ابو الخير

د عراق او شام اسلامي دولت مشر ابو بکر البغدادي په دې سکرين شاټ کې چې په جون ۲۰۱۴ کې ريکارډ کړی شوی و د تش په نامه خلافت جوړلو اعلان کوي. د داعش مشر پټ دی او کله نه کله خپل مخ ښکاره کوي.

د عراق او شام اسلامي دولت مشر ابو بکر البغدادي په دې سکرين شاټ کې چې په جون ۲۰۱۴ کې ريکارډ کړی شوی و د تش په نامه خلافت جوړلو اعلان کوي. د داعش مشر پټ دی او کله نه کله خپل مخ ښکاره کوي.

څېړنکاران وايي: د داعش "د عراق او شام اسلامي دولت" د مشر ابو بکر البغدادي تازه آډيو پیغام د شکست او ماتې تقرير دی. هغه ويناګاني کوي او خبردارې ورکوي چې د دغه ډلې د وسله والو په منځ کې مايوسي ښيي.

د نومبر درييم ريکارډ کې، چې په پراخه توګه په سوشل ميډيا خپور شو، البغدادي په موصل ښار کې د القاعدې کسانو ته وايي چې دوی و نه تښتي او نه هم شکست قبول کړي.

له داعش سره تړاو لرونکي ميډيا دا پیغام خپور کړو او دا ادعا کوي چې دا د البغدادي وينا ده. د داعش مشر پټ دی او کله نه کله خپل مخ ښکاره کوي.

البغدادي په ريکارډينګ کې وايي، "په شا مه تښتئ." "په عزت سره د خپلې ځمکې دفاع کول په شرم سره په شا تښتيدلو په مقایسه اسانه ده."

د اکتوبر ۱۷مې راهسي، د عراق ځواکونه په عملياتو کې بوخت دي چې داعش له موصل څخه وباسي، دغه ښار په عراق کې د داعش اخرنې لوی مرکز دی او دا هغه ځای دی کوم ځای چې البغدادي دوه کاله مخکې په کې د خپل "خلافت" اعلان کړی و.

ناظرینو او امنیتي چارواکو د ۳۲ منټو تقرير يوه ناوړه کوشش وبللو چې د جنګياليو مورال ښه کړي. هغوی دا نوټ کړه چې دا متضاد اثر لري ځکه چې دا د ډلې کمزوري او غلط اقدامات په ګوته کوي او دا چې هغوی تدریجي طور سره ځمکې له لاسه ورکوي.

د جاينټ اپريشنز کمانډ ترجمان ميجر جنرل یحیی رسول ديارنا ته وويل: د البغدادي وينا د ماتې یوه وينا وه چې د داعش د شکست حالت څرګندوي.

رسول وويل، هغه بار بار دا لفظونه لکه "برداشت وکړئ" "د خپلې ځمکې ساتنه وکړئ" او "مه تښتئ" استعمال کړل چې دا څرګندوي چې "البغدادي کوشش کوي چې د خپلو جنګياليو د شکست روښانه حالت کم کړي."

هغه زياته کړه، د داعش مشر د خپلو پيروانو په اړه مايوسي د هغه په غږ، لفظونو او اظهار کې، کوم چې هغه د استعمالولو لپاره انتخاب کړي وو، ښکاره ده.

هغه د خپلو پيروانو نه مايوسه دی

د پوځي چارو کارپوه فاضل ابو رغيف ديارنا ته وويل، "دغه بیان د ګروپ مايوسي، پريشاني او د ګروپ تر منځ بې اتفاقي څرګندوي، او همدا راز دا د ده د ملګرو تر منځ خيانت، لا تعلقي او د ارتباط د نشتوالې حالت څرګندوي."

هغه وويل، البغدادي د "برداشت" لفظ ۱۸ ځلې استعمال کړو، چې د جنګياليو تر منځ د خطر زنګ څرګندوي.

د ابو رغيف په وينا، د هغه دا بيان چې "د خپلې ځمکې ساتنه وکړئ" شپږ ځله استعمال کړو. د دې نه علاوه هغه په خپله وينا کې خبردارې ورکړو لکه "د کمزورۍ نه ځان وساتئ" او "په شا تلو نه ځان وساتئ"، داسي ښکاري چې هغه تمه لري چې د هغه پيروان به خپل ځايونه پريږدي او وبه تښتي.

هغه وويل، دغه تقرير په دغه ګروپ کې اختلافات او سرغړونه هم څرګنده کړه لکه څنګه چې د البغدادي د تقرير نه ثابتيږي کله چې هغه په اتو مختلفو موقعو له خپلو ملګرو څخه وغوښتل چې د خپلو مشرانو اطاعت وکړئ او "د جګړې او تفرقې" په وړاندې يې خبردارې ورکړو.

ابو رغيف وايي، چې البغدادي د نيناوا خلکو ته په مستقيمه توګه خطاب وکړو او هغوی ته يې د ملاتړ لپاره سوال وکړو. دا ښيي چې هغه د خپلو ملګرو په اړه زيات هيله مند نه دی.

هغه زياته کړه، د داعش مشر غوره کړه چې خپله وينا د "دعا او خواست کولو" سره ختمه کړي، دا يوه داسې دعا ده چې صرف په ناوړه حالت کې ويلې شي لکه څنګه چې د البغدادي او د هغه د پيروانو حالت دی."

دغه تقريرهيڅ اثر نه لرلو

د عراق د پارلیمنټ ممبر اسکندر ويټ ويټ، چې د ولسي جرګې امنيتي او دفاعي کمېټې باندې کار کوي، د دغه وينا، په کومه کې چې البغدادي خپلو پيروانو څخه وغوښتل چې "د ایتلاف الوتکو له دعاګانو سره مقابله وکړئ" پورې ملنډه وکړه.

هغه ديارنا ته وويل: "دغه ډلې ټول خپل وسایل له لاسه ورکړي او نن د عراق د ځواکونو پرمختګ پر ضد مقابله کولو توان نه لري ځکه چې دوی د موصل مرکز ته تمبول شوي دي."

بريګيډير جنرل رسول وويل، د البغدادي وینا تر اوسه د جنګ په حالت څه اثر نه لري او نه دې د هغه جنګیالو کمزورې مورال لوړ کړی دی.

هغه زياته کړه، د دې برعکس، د تقرير يو څو ورځې وروسته، د داعش وسله والو ته د موصل په حمام العليل سيمه کې ماتې ورکړای شوه. حمام العليل سيمه د دغه ګروپ يو ستر مرکز پاتي شوی دی.

هغه وويل، مرکزي ځواکونو، د عراقي پوځ پنځلسم ډويژن او ۳۴ آرمرډ بريګيډ ځواک، هم د موصل په شاوخوا کې ګن شمير کلي تر لاسه کړل او اوس دوی صرف یو څو کيلومتره د ښار له مرکز څخه لري دي.

هغه وويل: "البغدادي، چې د يو څو کالو لپاره چپ پاتي شوی و، نن بيا خپلو ملګرو ته تقرير کوي ځکه چې هغه محسوس کړه چې موصل ... اوس ګواښ لاندې دی او د هغه د لاسونو څخه وځي."

هغه زياته کړه، هغه ښه پوهيږي چې "په موصل کې د هغه شکست به په پاتې قبضه شويو سیمو کې د ستر شکست سبب جوړ شي، او دا لوبه به ډير ژر پای ته ورسي."

د البغدادي خلاف بغاوت

د مصر ابن الوليد سټډيز اينډ فيلډ ريسرچ سنټر کې د نوي ميډيا ادارې ډايريکټر مازن ذکي وويل، البغدادي په خپل تقرير کې خپلو جنګيالو ته ويناګاني کوي، او هغوی ته وايي چې د خپلو اميرانو په امر مکمل عمل وکړئ او د هغوی د فيصلو په باره کې تپوس مه کوئ.

هغه ديارنا ته وويل، دا ښيي چې "بغاوت د دې ډلې په لیکو کې موجود دی، او خاصکر د موصل آزادولو لپاره د کمپين شروع کولوراهسي."

ذکي وويل: "البغدادي په خپله وينا کې په يوه بله مهمه خبره تاکيد وکړو، دا چې دا ډله به د خپلو اميرانو او قومندانانو وژلو له کبله متاثره نه وه او نه به متاثره شي."

هغه وويل، په دې وروستيو بمبارو کې د داعش ګن شمير قومندانانو له وژلو وروسته، د تقریر کولو فيصله "د ډار او پريشانۍ" کومه چې عام او خاص جنګيالو کې شتون لري په وجه رامنځته شوه.

د مصر د پوځ يو ريټايړډ افسر ميجر جنرل یحیی محمد علي، چې د افراطي ډلو په چارو کې تخصص لري، وايي، په ټول تقرير کې، البغدادي هغه کسان راپار کړل کوم ته چې هغه "انغماسي" وايي، يا د ځانمرګي بريد کوونکي چې د دښمن په لیکو کې ورننوځي.

هغه ديارنا ته وويل: "په هغه خلکو په مکمل زور سره حمله وکړئ کوم چې په موصل باندې حمله کې لاس لري."هغه دا نوټ کړه چې" دغه ډله په دوو حالتونو کې زياتره انغماسي استعمالوي، په هغه حملو کې چې د نورو تنانو د کار لپاره لاره کولاو کړي، يا د هغې د سنګرونو خلاف د غټو حملو په مقابل کې د دفاع کولو په صورت کې استعمالوي."

هغه وويل: "د موصل په کيس کې، داسې ښکاري چې دغه ډله په بشپړه توګه احساس لري چې آخرکار دا به څه نتيجه رامنځته کوي او کوشش کوي چې په فعاله توګه د ځانمرګي بريد کونکو استعمالولو سره خپل ګوزار مخکې کړي او يا لږ تر لږه د هغه د لاسونو څخه د ښار وتل ليټ کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

موژپہ عراق اوپہ ہرمسلم ملک کی پرمسلمانانودکفارویرغل پہ کلکہ غندواوہرپہ نامہ مسلمان ملاتڑکونکی مرتدبےایمانہ بولونن دمسلمانانوپرعام وژنہ مسلمانان خوشحالہ دی کفارخپل ظلم اوداسلحےازموینی دمسلمانانوپربچیانوکوی شیعہ ددنیاغلیظ ترینہ کافرداجنگ پرمخ بیائ داعش چہ ہرسوک دی ددے کفار وپہ مقابل کی اللہ فتح اوبرئ ورپہ برخہ کی،

ځواب

ښکلې مقاله

ځواب