تروريزم

يو مذهبي مشر د کویټې په چاودنه کې د تهران رول ته اشاره کوي

د عبدل غني کاکړ لخوا

د پاکستان اهل سنت والجماعت (ای ايس ډبليو جی) مشر مولانا محمد احمد لودهیانوي د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۰ مه) په کویټه کې د فبرورۍ د ۱۷ مې د ځانمرګي برید په اړه یوې عامې غونډې ته خطاب کوي. هغه اشاره وکړه چې تهران د دغه بمبارۍ تر شا کيدی شي. [عبدل غني کاکړ]

کویټه -- مولانا محمد احمد لودهيانوي، چې د منع شوي اهل سنت والجماعت مشر دی، د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۰ مه) په کویټه کې یوې عامې غونډې ته وویل چې د ایران رژیم د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره په هيواد کې د بغاوت ملاتړ کوي.

هغه وویل، "د فبرورۍ په ۱۷ مه [د دوشنبې په ورځ] په کویټه کې يو ځانمرګي برید د هغه سازش برخه وه چې په بلوچستان کې فرقه یي ګډوډۍ ته وده ورکړي." هغه وويل چې ایران او نور سیمه ییز هیوادونه د "سازش" تر شا دي.

په دغه ورځ په کویټه کې د ځان وژونکي برید له امله لږ تر لږه اته پاکستانیان ووژل شول چې دوه پولیس په کې شامل ول. تر دې دمه هیچا د دې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د اهل سنت والجماعت ګڼ شمیر کارکونکي د چاودنې په تلفاتو کې شامل ول.

مولانا محمد احمد لودهیانوي د فبرورۍ په ۲۰ مه په کویټه کې د اهل سنت والجماعت له نورو مشرانو سره خبرې کوي. [عبدل غني کاکړ]

مولانا محمد احمد لودهیانوي د فبرورۍ په ۲۰ مه په کویټه کې د اهل سنت والجماعت له نورو مشرانو سره خبرې کوي. [عبدل غني کاکړ]

د اهل سنت والجماعت مشر مولانا محمد احمد لودهیانوي د فبرورۍ په ۲۰ مه په کويټه کې د ملکي روغتون څخه لیدنه وکړه چې د پارټۍ د هغه کارکونکو د وضيعت پوښته وکړي کوم چې د فبرورۍ په ۱۷ مه په يو ځانمرګي برید کې ژوبل شوي ول. [عبدل غني کاکړ]

د اهل سنت والجماعت مشر مولانا محمد احمد لودهیانوي د فبرورۍ په ۲۰ مه په کويټه کې د ملکي روغتون څخه لیدنه وکړه چې د پارټۍ د هغه کارکونکو د وضيعت پوښته وکړي کوم چې د فبرورۍ په ۱۷ مه په يو ځانمرګي برید کې ژوبل شوي ول. [عبدل غني کاکړ]

د کرکې راپارولو هڅه

هغه وویل، وسله وال بې ګناه ملکي وګړي په نښه کوي چې نفرت او مذهبي خفګان رامنځته کړي. هغه زیاته کړه چې "موږ د سولې خوښونکي او د اسلام ساتونکي یو، له دې امله، ماته اجازه راکړئ چې دا روښانه کړم چې د ځمکې هیڅ ځواک پاکستان ته زيان نه شي رسولی."

هغه وویل، "زموږ په کورنیو چارو کې د پولې پورې غاړې نه نفوذ موخه لري چې ګډوډ وضعیت رامنځته کړي... دښمن غواړي چې په هیواد کې د سولې هڅې له منځه ویسي. "

لودهیانوي زیاته کړه، "موږ تل د یو با ثباته او پرمختللي پاکستان لپاره خپل غږ پورته کړې او دا زموږ د سیاسي مبارزې لومړنۍ موخه ده."

هغه وويل، "د هیواد په نورو برخو کې په بې ګناه ملکي وګړو باندې بریدونو د فرقه يي ويش د پراخه کولو لپاره د دښمن اجنډه ښکاره کړه." "حکومت باید د بهرني نفوذ د ناکامه کولو لپاره مناسب اقدامات وکړي."

هغه وویل، "د مذهبي ګډوډۍ خپرول د دښمن ترټولو مهمه وسله ده، له همدې امله، دا زموږ لپاره مناسب وخت دی چې په ګډه کار وکړو او په هیواد کې مذهبي زغم ته وده ورکړو."

هغه وویل، پارلمان د قانون په جوړولو باندې کار کوي چې مذهبي هم آهنګۍ ته وده ورکړي. "موږ باید د خپل دین پروړاندې سازشونه ناکامه کړو."

"مخ په زياتيدونکيو تروريستي پيښو په هیواد کې د بې ثباتۍ فضا رامنځته کړې ده. د قانون پلي کونکي پرسونل د ملي امنیت لپاره خپل ژوند قرباني کوي."

هغه زیاته کړه چې د پاکستان دښمنان په دې ګومان کولو کې غلط دي چې "د دې ډول ترهګریزو بریدونو له لارې به دوی موږ له خپلې نظريې نه لرې کړي." "تر څو چې نړۍ پاتې شي، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ملګرو نومونه او هغه څوک چې له دوی سره مینه کوي به ژوندی پاتې شي."

هغه وویل، "موږ غوښتنه کوو چې حکومت په هیواد کې د بهرنۍ لاسوهنې د مخنیوي لپاره جدي او نتيجه خيز ګامونه واخلي."

دا لومړی ځل نه دی چې لودهیانوي د ایران رژیم پروړاندې خبرې کړي دي.

هغه په جنوري ۲۰۱۹ کال کې ټویټ وکړو چې "ایران له انقلاب راهیسې تل په اسلامي نړۍ کې لاسوهنه کړې او په اسلامي هیوادونو کې یې د تاوتریخوالي د خپرولو هڅه کړې ده. په سوریه، لبنان، عراق او د پاکستان په ګډون نورو هیوادونو کې شیعه سني تاوتریخوالی د دې خبرې ثبوت دی."

هغه په تیره میاشت کې په یو ټویټ کې وويل چې د ایران د اسلامي انقلاب ګارډ قول (آی آر جي سي) د قدس ځواک مشر ميجر جنرل قاسم سلیماني "په نړۍ کې د ډیرو ترهګرو ډلو سرپرست دی."

سلیماني د جنورۍ په میاشت کې په بغداد کې د امریکې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، او د زينبيون بريګيډ تر شا و. زينبيون بريګيډ هغه مليشه ده چې په پاکستانيانو باندې مشتمله ده او د صدر بشارالاسد د رژیم سره د مرستې لپاره په سوریه کې د جګړې لپاره استول شوې وه.

د تهران په اړه شکونه

د پاکستان امنیتي چارواکي او نور باخبره څارونکي په تهران شک کوي چې دا په پاکستان کې د اورپکۍ ملاتړ کوي.

دوی وايي چې د ایران رژیم په فعاله توګه هڅه کوي چې ځان د پاکستان د اتحادي په توګه ظاهر کړي خو د وسله والو ډلو په ملاتړ سره د دې امنیت په دوامداره توګه خرابوي.

د خضدار یو دیني عالم قاري الله بخش وویل، "د ایران نفوذ په هیواد کې د لويې فرقه یي شخړې لامل دی." "له ایران سره د پولې له خوندي کولو پرته دلته سوله نشي راتلی."

هغه د نومونو له ښکاره کولو پرته وویل، "زموږ په دیني ټولنه کې، موږ د شیعه او سني ديني عالمانو په اړه خبر یو چې د ايران څخه معاشونه ترلاسه کوي." "په دې وروستیو کې دې پراکسي عناصرو د هيواد په نورو برخو کې، د کويټې په ګډون، ګڼ شمير سيمينارونه، عامې غونډې او احتجاجونه ترسره کړل چې د ایران پلوه دريځ رامنځه کړي."

هغه زیاته کړه چې د تهران هدف دا دی چې پاکستان او افغانستان ته خپل انقلاب صادر کړي.

د کویټې ښار یو استخباراتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې چارواکي د فبرورۍ په ۱۷ مه د بمي برید تر شا فرقه يي موخه له پامه نه شي غورځولی.

هغه وویل، "موږ داسې راپورونه لرو چې د دولت ضد عناصر په هیواد کې د نظم او قانون وضعیت خرابولو لپاره خپلې هڅې زياتوي."

په اسلام آباد کې د شخړې او امنیتي مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټیوټ (پکس) منيجنګ ډايريکټر عبدالله خان وویل، زياتره شواهد ښیي چې تهران په بلوچستان صوبه کې د بلواګرو د تاوتریخوالي ملاتړ کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500