ټاکني

د پاکستان مدني ټولنه ووټ ورکوونکي هڅوي چې د تاوتریخوالي ډلې رد کړي

د ضياء الرحمان لخوا

د مدني ټولنې فعالین د جولای په ۱۶ مه په کراچۍ کې د پاکستان د انتخاباتو کميشن نه بهر احتجاج کوي او له دې څخه غوښتنه کوي چې هغه اميدواران په عمومي انتخاباتو کې د ګډون کولو نه منع کړي کوم چې د منع شويو سازمانونو سره تړاو لري. [ضياء الرحمان]

د مدني ټولنې فعالین د جولای په ۱۶ مه په کراچۍ کې د پاکستان د انتخاباتو کميشن نه بهر احتجاج کوي او له دې څخه غوښتنه کوي چې هغه اميدواران په عمومي انتخاباتو کې د ګډون کولو نه منع کړي کوم چې د منع شويو سازمانونو سره تړاو لري. [ضياء الرحمان]

کراچۍ -- مدني ټولنه او د حقونو ډلې د جولای په ۲۵ مه په عمومي انتخاباتو کې د منع شویو وسله والو ډلو او سخت دریځو ډلو د ګډون په اړه اندیښنې لري او په ووټ ورکوونکو غږ کوي چې دا اميدواران رد کړي.

د منع شوي اهل سنت والجماعت (ای ايس ډبليو جی) او ملي مسلم لیګ (ايم ايم ايل)، چې د پاکستان الیکشن کمیشن د سیاسي پارټۍ په توګه د رجسټر کولو نه منع کړي ول، په هغه منع شويو ډلو کې شامل دي کوم چې د پراکسي ګروپو د چتر لاندې په انتخاباتو کې برخه اخلي.

دغه دواړه ډلې د بنديزونو سره مخامخ دي ځکه چې دوی په اورپکۍ او ترهګرۍ کې ښکيل دي.

اهل سنت والجماعت د خپلې ډلې، پاکستان راه حق پارټۍ، د چتر لاندې په انتخاباتو کې ګډون کوي. د ايم ايم ايل اميدواران د الله اکبر تحريک، چې پخوا مشهوره سياسي پارټي نه وه، د چتر لاندې انتخاباتو ته ولاړ دي.

فعالینو د پاکستان د انتخاباتو د کميشن څخه غوښتنه وکړه چې د سپاه صحابه پاکستان (ايس ايس پي)، چې اوس د اهل سنت والجماعت په نامه ياديږي، په څير د ګرپونو او نورو منع شويو ډلو اميدواران په انتخاباتو کې د ګډون کولو نه منع کړي. [ضياء الرحمان]

فعالینو د پاکستان د انتخاباتو د کميشن څخه غوښتنه وکړه چې د سپاه صحابه پاکستان (ايس ايس پي)، چې اوس د اهل سنت والجماعت په نامه ياديږي، په څير د ګرپونو او نورو منع شويو ډلو اميدواران په انتخاباتو کې د ګډون کولو نه منع کړي. [ضياء الرحمان]

د مختلفو لويو سیاسي پارټو استازو د جولای په ۲۱ مه په کراچې کې د ښار له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې هغه اميدواران رد کړي کوم چې د منع شويو پارټو سره تړاو لري. [ضياء الرحمان]

د مختلفو لويو سیاسي پارټو استازو د جولای په ۲۱ مه په کراچې کې د ښار له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې هغه اميدواران رد کړي کوم چې د منع شويو پارټو سره تړاو لري. [ضياء الرحمان]

په ورته ډول، تحریک لبيک يا رسول الله پاکستان، چې یوه سخت دریځه مذهبي پارټي ده، په انتخاباتو کې برخه اخلي. د ممتاز قادري ملاتړو، چې په ۲۰۱۱ کال کې د پنجاب ګورنر سلمان تاثير د وژلو له کبله په ۲۰۱۶ کال کې پهانسي شوی و، دغه پارټي جوړه کړه.

د منع شویو ډلو په وړاندې احتجاج کول

د مدني ټولنو فعالینو او اړوندو اوسيدونکو ګڼ شمير کوششونه پيل کړي چې منع شوي ډلې په عمومي انتخاباتو کې د ګډون کولو نه منع کړي.

د دې میاشتې په پیل کې، دوی د انتخاباتو په عدالت کې خپل شکایتونه ثبت کړل، خو دغه عدالت د هغوی اندیښنې رد کړې. دغه ډلې د جولای په ۱۶ مه په کراچۍ کې د اي سي پي دفتر نه بهر احتجاج وکړو چې چارواکي تر فشار لاندې راولي چې دا ډول اميدواران په انتخاباتو کې د ګډون کولو نه منع کړي.

احتجاج کوونکو، چې کوم پلې کارډونه لرل، په هغې باندې د منع شويو ډلو د غړو الفاظ او تصويرونه موجود ول چې دا څرګنده کړي چې څنګه دا ډول افراطيان د هیواد بشپړتیا او یووالي ته زيان رسوي.

اسد ګوکل، چې د مدني ټولنې یو فعال دی او د دې احتجاج انتظام يې کړی و، وویل، "منع شوي تروريستي تنظیمونو د خپلو پارټو نومونه بدل کړي او لا تر اوسه خپل فعالیتونه جاري ساتي، مذهبي ناامنۍ او نفرت ته وده کوي."

يوه ځانګړي انديښنه دا ده چې د انتخاباتو نه ېوازې دوه هفتې مخکې د شيډول فور، د پاکستان د تروريستانو د څارنې ليسټ، نه دغه نومونه لرې کړی شول.

د اهل سنت والجاعت مشر محمد احمد لدهیانوي په هغو کسانو کې شامل دی کوم چې چارواکو د جون په ۲۸ مه د دغه ليسټ نه لرې کړو.

حکومت په دغه ليسټ کې شامل کسان د هجوم سره خبرو اترو، بهر ته د سفر کولو، د بينک اکاونټونو لرلو او په انتخاباتو کې د ګډون کولو نه منع کوي.

اهل سنت والجماعت د تروریزم ضد ملي ادارې د څارنې په ليسټ کې شامله دی.

ګوکل پاکستان فارورډ ته وویل، "په انتخاباتو کې د ګډون لپاره دغه کسانو ته اجازه ورکول د اندیښنې خبره ده او د قانون پلي کونکو ادارو پورې خندا کول دي." هغه زیاته کړه، د مدني ټولنې فعالین به هره قانوني لاره استعمال کړي چې د پوهاوي کچه لوړه کړي او په اسلام آباد او نورو ښارونو کې به احتجاجونه وکړي.

په پاکستان کې د بشري حقوقو کميشن خبرداری ورکړو چې منع شوي تنظیمونو د مختلفو نومونو سره په انتخاباتو کې برخه اخيستې ده، او په دولت تور لګوي چې دا دغه ډلو ته په انتخاباتو کې د ګډون کولو لپاره اجازه ورکوي او له دې امله داسې ډلې په سياسي توګه مشروع کوي.

په سيند کې د ايچ آر سي پي نايب چيرمين، اسد اقبال بټ، وويل، چارواکي باید د اي سي پي د ارزونې د پروسې بیا کتنه وکړي او دا معلومه کړي چې ولې دوی د تحقيقاتو نه بغير د داسې اميدوارانو کاغذونه منظور کړل.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا اميدواران، چې د منع شويو تنظیمونو سره تړاو لري، د مذهب نوم په ناوړه توګه استعمالوي چې خطرناک او پارونکي بیانونه خپاره کړي."

مدني ټولنې په ووټ ورکوونکو غږ کوي چې وسله وال اميدواران رد کړي.

په کراچۍ کې د مدني ټولنې سازمانونو د مشورې او پوهاوي يو څو غونډې جوړې کړې چې موخه یې ووټ ورکوونکي پوهه کول دي چې د مشروع او منع شويو تنظیمونو ترمنځ فرق وکړي.

د جولای په ۲۱ مه په کراچۍ کې په کانفرنس کې د لويو سیاسي پارټو استازو موافقه وکړه چې ووټ ورکوونکي باید هغه اميدواران رد کړي کوم چې د منع شويو تنظیمونو سره تړاو لري.

رواداري تحریک (آر ټي)، چې يوه خپلواکه ټولنه ده او د مذهبي هم آهنګۍ او سولی لپاره کار کوي، د دغه سیمینار انتظام کړی و.

د پاکستان مسلم ليګ نواز خواجه طارق نذیر،د عوامي نیشنل پارټۍ حمیدالله خټک، د متحده قومي مومنټ کشور زهرا، د پاکستان پيپلز پارټۍ انور لال دين، جبران ناصر، چې يو آزاد اميدوار دی، او د عوامي ورکرز پارټۍ یوسف مستي خان، په ځانګړو مقررينو کې شامل ول.

ټولو خطاب کوونکو موافقه وکړه چې پاکستانيان باید پخپله دا شعور په ځان کې پیدا کړي چې د سوله ایزو سیاسي پارټو اميدوارانو ته ووټ ورکړي او د منع شويو تنظیمونو اميدواران رد کړي.

سيما شيخ، چې په کراچۍ کې د آر ټي مشره ده، وویل،هر يو کس د تروريستي فعالیتونو د مرتکبینو د موجودګۍ او په انتخاباتو کې د بې ګناه ملکي وګړو د وژلو په اړه اندیښمن دی.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "پکار نه وه چې دې وسله والو ډلو ته په انتخاباتو کې د ګډون لپاره اجازه ورکړل شوی وې." "په انتخابي بهیر کې د دوی موجودګي د تروريزم پر ضد د دولت د هڅو په اړه شک رامنځته کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ايم ډبليو ايم نوم باید په دې لیسټ کې شامل شي چې د ټي اين ايف جې بدل شوی شکل دی .. ټي اين ايف جی یو منع شوی سازمان دی.

ځواب

پي ايم ايل ګټي

ځواب