امنیت

څيړنيزې موسسې وايي چې تهران په بلوچستان کې د اورپکۍ ملاتړ کوي

د جاويد محمود لخوا

د ایران پوځي افسران د اپریل په میاشت کې ملاويږي چې د "وروستي پوځي لاسته راوړنو" په اړه خبرې اترې وکړي. [ډيفاپريس]

د ایران پوځي افسران د اپریل په میاشت کې ملاويږي چې د "وروستي پوځي لاسته راوړنو" په اړه خبرې اترې وکړي. [ډيفاپريس]

اسلام آباد -- د عبدالله خان په وینا، چې په اسلام آباد کې د شخړې او امنیتي مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټیوټ (پکس) منيجنګ ډايريکټر دی، زيات شواهد دا څرګندوي چې ایراني رژیم په بلوچستان صوبه کې د یاغيانو د تاوتریخوالي ملاتړ کوي.

خان د جون په ۲۸ مه په يوې مرکه کې وويل، "د ايران حکومت په بلوچستان صوبه کې د بلوچ ياغيانو او د پاکستان پر ضد عناصرو له ملاتړ کولو سره اورپکۍ ته هوا ورکوي."

بلوچ ياغيان، چې د نهو بحري سرتيرو په ګډون يې ۱۴ پاکستانيان په مکران کوسټل هايي وې باندې په يو بريد کې وژلې ول، د اپريل په مياشت کې د ايران نه راغلې ول. هغه زياته کړه چې دغه ياغيان وروسته بېرته ايران ته وتښتېدل.

خان وويل چې پاکستان د ايراني رژيم سره د ياغيانانو د نفوذ په وړاندې احتجاج وکړو. د پاکستان خارجه دفتر د ایران چارواکو سره د عمل وړ شواهد شریک کړل، چې غواړي د مرتکبینو په وړاندې دې سخت ګامونه پورته کړې شي.

په دې تصوير کې، چې د مارچ په ۱۷ مه اخيستل شوی دی، د پاکستان مسافرين او کليوال وروسته له هغې راټوليږي کله چې د بلوچستان صوبې په نصيرآباد کې، د کويټې نه جنوب ختيځ ته ۳۱۱ کلوميټره لرې، د ريل په پټلۍ باندې يوه چاودنه وشوه. [فدا حسین/ ای ايف پي]

په دې تصوير کې، چې د مارچ په ۱۷ مه اخيستل شوی دی، د پاکستان مسافرين او کليوال وروسته له هغې راټوليږي کله چې د بلوچستان صوبې په نصيرآباد کې، د کويټې نه جنوب ختيځ ته ۳۱۱ کلوميټره لرې، د ريل په پټلۍ باندې يوه چاودنه وشوه. [فدا حسین/ ای ايف پي]

د ډان ورځپاڼې له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي د اپریل په ۲۰ مه په یو نيوز کانفرنس کې وويل، د بلوچستان جمهوري پوځ (بي آر ای)، چې يو منع شوی وسله وال تنظیم دی، د ایران څخه ټريننګ او لوژستيکي ملاتړ ترلاسه کوي.

هغه وويل، پاکستان په ايران کې دننه د بي آر ای د کيمپونو په اړه د ايراني چارواکو سره معلومات شريک کړي دي.

که څه هم، دا يوه بله موضوع ده چې ايران چمتو دی چې د دغه وسله والو تعقيب وکړي.

بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې په پېښور کې د امنیت شنونکی دی، په يوې مرکه کې وويل، "ایراني استخبارات د هغو ترهګرو لپاره پاسپورټونه او نور ملاتړ چمتو کوي کوم چې په بلوچستان کې وينې تويوي."

هغه وويل، د ايران استخبارات د پاکستان په سيمه کې په ځانګړې توګه په بلوچستان کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

شاه وويل، "یوه خبره روښانه او واضحه ده: د ایران خاوره د پاکستان پرضد د اورپکۍ لپاره کارول کیږي، او دا لومړی ځل دی چې د پاکستان تحریک انصاف تر مشرۍ لاندې حکومت د هغه ترهګرو سره د ایران د ملاتړ په کلکه غندنه کړې ده کوم چې پاکستانيان په نښه کوي."

هغه وويل، د پاکستان حکومت بايد په تهران باندې زيات فشار راوړي چې د ترهګرو د نفوذ او د هغوی سره د ملاتړ مخه ونيسي.

ایراني استخبارات

په تیرو وختونو کې په پاکستان کې د ایران دوه مخي ښکاره شوې ده. عزير بلوچ، چې په ښکاره توګه د لياري يو پاکستانی او ايرانی جنايتکار دی، يو داسې مثال دی.

د ډان ورځپاڼې له مخې، بلوچ د جنوري ۲۰۱۶ کال راهيسې، کله چې چارواکو هغه په کراچۍ کې ونیولو، په پاکستان کې په توقيف کې دی او د پاکستاني پوځ په عدالت کې محاکمه کیږي.

د پکس ډايريکټر خان وويل، کله چې په ۲۰۱۳ کال کې د کراچۍ جنايي ډلو په وړاندې عملياتو بلوچ ايران ته په تښتيدلو مجبوره کړو، ایراني استخباراتو د هغه ساتنه وکړه پر ځای د دې چې هغه يې پاکستان ته سپارلی وې. هغه زياته کړه چې بلوچ ايرانيانو ته حساس معلومات ورکړي ول.

په هغه وخت کې ډيلي ټايمز راپور ورکړو چې بلوچ په اکتوبر ۲۰۱۷ کال کې په سيند صوبه کې د اوريدنې په ترڅ کې اعتراف وکړ چې ایراني استخباراتو ایران ته په تښتیدو کې د هغه سره مرسته کړې وه.

هغه ومنله چې هغه په ايران کې قيمتي معلومات د استخباراتي چارواکو سره د ساتنې په بدل کې شریک کړل.

په دې معلوماتو کې د پاکستاني پوځ، د استخباراتي ادارې (آی ايس آی) او د پوځ د استخباراتو مهمو کسانو نومونه شامل ول.

هغه دا هم ومنله چې هغه د پاکستاني پوځ او بحري تاسیساتو نقشې او انځورونو هغوی ته ورکړې ول او د دغو تاسيساتو د ننوتلو او وتلو ځايونه يې په ګوته کړې ول.

پاکستاني شیعه ګان ګمارل

د شاه، چې يو شنونکی دی، له مخې، د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) د پاکستان شيعه ځوانان هم استخداموي.

هغه وويل، "هغه پاکستاني شيعه ګان چې د ايران سره پولې ته څېرمه اوسيږي په آی آر جي سي کې ګمارل کيږي." دغه نوي کسان د پاکستان کمپیوټرايزډ شناختي کارډونه (سي اين آی سيز) او همدارنګه د ایران تابعیت لري چې آی آر جي سې ورله جوړ کړې دي.

هغه زياته کړه، اسلام اباد باید د ایران رژیم سره د دې امنیتي ګواښ په اړه خبرې وکړي او د پاکستان ځوانان په ګوته کړي او څارنه يې وکړي چې آی آر جي سي په بلوچستان کې اورپکۍ ته د هوا ورکولو لپاره استخدام کړي ول.

د شاه له مخې، که څه هم ایراني رژیم د پاکستان په وړاندې په ښکاره ډول دښمني نه ده ښودلی، خو هغه وسله والو چې دا يې ملاتړ کوي د کلونو راهيسې د ایران خاوره د پاکستان په وړاندې د اډې په توګه کارولې ده.

هغه وويل، د ايران حکومت بايد دا پاليسي ترک کړي او د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره له پاکستان سره لاسونه يوځای کړي.

کرنل (ريټايرډ) محمد صباح الدين چوهدري، چې په کراچۍ کې یو امنیتي شنونکی او د څوهيواديز بينک د امنيت ډايريکټر دی، وویل، "د پاکستان حکومت او پوځ باید یوه ستراتیژي جوړه کړي چې د ايران لخوا د ترهګرۍ مخه ونيسي."

د چوهدري په وینا، پاکستان باید ۹۰۹ کلومټره اوږدې پولې ته د باړ لګولو او د پاکستان د وړاندیز د پلي کولو لپاره د ایران رژیم سره خبرې اترې وکړي.

هغه وويل، د پاکستان په غوښتنې، تهران اصولاََ موافقه وکړه چې پولې ته باړ ولګوي، خو په عملي توګه هيڅ نه دي شوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په پاکستان کې د اورپکۍ په ملاتړ کولو کې د ايران څه ګټه ده؟

ځواب