امنیت

داعش هڅه کوي چې په پاکستان کې د دروغو په ادعاګانو سره خپل انځور ته وده ورکړي

د ضياء الرحمان لخوا

نیم پوځي رینجر د اګست په ۱۵ مه په کراچۍ کې امنیتي تلاشي ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

نیم پوځي رینجر د اګست په ۱۵ مه په کراچۍ کې امنیتي تلاشي ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- داعش په تیرو څو میاشتو کې په پاکستان کې د ګڼ شمیر تروریستي حملو او نورو مجرمانه فعالیتونو مسؤلیت په دروغه منلی چې هڅه وکړي چې د سرچينو د کمیدو له امله د دغه ډلې انځور ته وده ورکړي.

په دې دروغجنو ادعاو کې وروسته له هغې شدت راغلیکله چې داعش د مارچ په مياشت کې په سوریه کې خپله وروستۍ سیمه له لاسه ورکړه او له دې وروسته دې په مۍ کې د "پاکستان صوبې" جوړولو اعلان وکړو،چې په ښکاره توګه په پاکستان او هند باندې تمرکز کوي.

دغه ډلې يو لوی ګوزار هغه وخت ترلاسه کړو کله چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي تیره میاشت په سوریه کې د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو د برید په ترڅ کې ووژل شو.

آی ايس آی ايس- کی، چې د داعش خراسان څانګې ته ویل کیږي، د خپلې پروپيګنډې ميډيا عماق له لارې په پاکستان کې د ګڼ شمير بریدونو ادعا کړې ده، خو نږدې هر یو بريد وروسته غلط ثابت شوی.

د داعش د خراسان څانګې ښکاره غړي په یوې وروستۍ ګروپ ویډیو کې د تصوير لپاره پوز جوړوي چې ټولنیزې رسنۍ ته اپلوډ شوې وه. دغه ګروپ چې په پاکستان کې د کوم زیاتره بریدونو ادعا کړې، هغه په مکمل توګه غلط دي. (فایل)

د داعش د خراسان څانګې ښکاره غړي په یوې وروستۍ ګروپ ویډیو کې د تصوير لپاره پوز جوړوي چې ټولنیزې رسنۍ ته اپلوډ شوې وه. دغه ګروپ چې په پاکستان کې د کوم زیاتره بریدونو ادعا کړې، هغه په مکمل توګه غلط دي. (فایل)

په ښار کې میشت د استخباراتو یو سينير چارواکي وويل، دې ډلې په دې وروستیو کې په کراچۍ کې د ګڼ شمير تروریستي اعمالو، د پوليس افسرانو وژلو په شمول، د ترسره کولو په اړه د مبالغې نه کار اخیستلی دی.

دغه چارواکي، چې له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه يې نه لرله، وویل، "خو دا ادعاګاني دروغ وې، او دوی یوازې غوښتل چې په ښار کې ویره خپره کړي."

په دې ادعاګانو کې، داعش په باجوړ ضلعه کې د دوو بریدونو مسؤلیت په غاړه اخيستی وو. باجوړ هغه سیمه ده چې په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخواه سره ضم شوې ده.

تروریستي ډلې د اکتوبر په ۲۸ مه ادعا وکړه چې دې په باجوړ کې د جمعیت علماء اسلام (فضل) پارټۍ غړی مفتي سلطان محمد وژلی دی. دې ډلې د اګست په ۶ مه په دغه ضلعه کې په امنیتي ځواکونو د برید مسؤلیت هم په غاړه واخیستو.

په باجوړ کې د قانون پلي کوونکي ادارې چارواکو وویل چې د داعش د خراسان څانګې ادعاګانې د قانون پلي کونکو او استخباراتي ادارو د ګڼ شمير چارواکو لخوا په احتياط سره ارزول شوې وې.

د قانون پلي کونکي ادارې یو چارواکي، چې د نوم نه ښودلو غوښتنه يې وکړه، وویل، "موږ باور لرو چې بریدونه د ځایي وسله والو لخوا ترسره شوي ول او داعش د دغه حملو کريډيټ واخيستو چې د دوو حملو نه وروسته په باجوړ ضلعه کې د وسله والو په وړاندې د روانو عملیاتو نه د خلکو پام واړوي."

هغه وویل، "باجوړ په دې وروستیو کې د هدفي وژنو پیښو کې د زیاتوالي سره مخ دی، خو د اوسیدونکو په مرسته، امنیتي وضعیت تر کنټرول لاندې دی."

د استخدام هڅې

حالات په بلوچستان صوبه کې مختلف دي، چیرې چې د قانون پلي کونکي ادارې چارواکي وايي چې د داعش خراسان څانګې په بریالیتوب سره ځایی وسله وال هڅولې، په ځانګړي توګه د منع شوي لشکر جهنګوي (ايل اي جی)،چې د هغوی له ډلې سره يو ځای شي.

د نويو غړو ګمارلو لپاره د ډلې د هڅو برخه دا ده چې د بریدونو له لارې قوت وښيي، خو د دوی هیڅ یوه ادعا تایید شوې نه ده.

په کویټه کې د استخباراتو یو چارواکي وویل، "بریدونه د ځایي وسله والو لخوا ترسره شوي ول خو د داعش ډلې د خپل نړیوال برانډ له امله مسؤلیت په غاړه واخیستو."

هغه وویل چې لشکر جهنګوي او نورې وسله والې ډلې د داعش برانډ استعمالوي چې د قانون پلي کونکي ادارې ګمراه کړي او د دوی پام د روانو عملياتو نه واړوي.

د مثال په توګه، داعش د مۍ په ۲۰ مه سوشل میډیا استعمال کړه چې ووايي چې په کراچۍ کې یې د پولیسو یو افسر وژلی دی.

دغه چارواکي د دې وژنې په اړه وویل، "دا په بشپړه توګه دروغه ادعا وه."

په پاکستان کې د دې ډلې د چارو خرابولو سره، د سپتمبر په میاشت کې په کویټه کې په ستر عملیاتو کې د داعش شپږ غړي ووژل شول، اود مارچ په مياشت کې په سيند کې د دې دوه مشران ووژل شول.

په کراچۍ کې میشت خبریال نعمت خان، چې د وسله والو ډلو په اړه راپور ورکوي، وویل، داعش په ټولنیزو رسنیو زياته تکیه کوي چې د تروريستي فعالیتونو لپاره د خپلې ګناه اعلان وکړي.

خان وویل، "خو په ډیرو موقعو د دې ادعاګانې غلطې ثابت شوې دي."

هغه وویل چې په ځینو کيسونو کې د داعش په ګډون ګڼ شمیر وسله والې ډلې د ورته عمل مسؤلیت په غاړه اخلي.

داعش غواړي چې د عماق خبري اژانس له لارې پروپيګنډه خپره کړي او دروغې ادعاګانې وکړي.

د امجد حسين، چې په لاهور کې د سوشل ميډيا ستراتیژیست دی، له مخې، دا ډله هڅه کوي چې په ښکاره توګه د يوې پياوړي ډلې له لارې ویره خپره کړي.

هغه له رسنيو څخه وغوښتل چې د وسله والو ډلو د هغه بې بنياده ادعاګانو خپرولو نه مخکې څیړنه وکړي چې موخه یې په خلکو کې ويره رامنځته کول دي.

د داعش د خراسان څانګې ستونزې

په دې وروستيو کې په سوریه کې د داعش د مشر البغدادي وژلو هم د داعش د خراسان څانګې د پیغام رسولو په هڅو کې زياته ګډوډي په ډاګه کړې ده.

د اکتوبر په ۲۷ مه په ټیلیګرام باندې د داعش د خراسان څانګې لخوا په نیم رسمي ميډيا باندې د پوسټونو ترمنځ د پام وړ توپیر، يوه ورځ وروسته چې د البغدادي د مرګ په اړه راپورونه راپورته شول او د اکتوبر په ۳۱ مه کله چې داعش د خپل مشر د مرګ اعتراف وکړو، ښيي چې دا ډله په خپلو هڅو رسولو کې له ستونزو سره مخ ده.

د داعش خراسان څانګې په پیغام رسولو کې د نظم نشتوالی یوه داسې ډله په ګوته کوي چې په بنيادي توګه ګمراه شوې ده او د داعش اصلي مقررات يې له پامه غورځولي دي.

دا روانې ستونزې چې دا ډله ورسره مخامخ ده یوازې يو څو ورځې وروسته له هغې رامنځته شوې کله چې په ټیلیګرام باندې د داعش د خراسان څانګې د جلا شوي ډلو خبرو اترو د داعش د خراسان څانګې غړو ترمنځ ژور اختلافات په ډاګه کړل چې دوی یې کافر ګڼي.

دغه پیغامونه، چې د سپتمبر په ۲۰ مه پیل شوي وو، دا اختلافات په ډاګه کوي چې ایا نورې وسله والې ډلې، لکه تحریک طالبان پاکستان، مرتد شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500