ترانسپورت

د تاوتریخوالي کميدو سره، پاکستان د کوهاټ او مردان ترمنځ د مسافرو اورګاډي خدمت بیا پیلوي

د جاويد خان لخوا

د تير اګست په مياشت کې د پیښور یو ځانګړې اورګاډي ډبې د پاکستان د مختلفو برخو استازیتوب کوي. حکومت د سولې له بیرته راستنېدو وروسته د مسافرو ډیر اورګاډي فعال کړي دي. [جاوید خان]

د تير اګست په مياشت کې د پیښور یو ځانګړې اورګاډي ډبې د پاکستان د مختلفو برخو استازیتوب کوي. حکومت د سولې له بیرته راستنېدو وروسته د مسافرو ډیر اورګاډي فعال کړي دي. [جاوید خان]

پيښور -- د خيبر پښتونخواه په جنوبي کوهاټ او مردان ضلعو کې د مسافرو اورګاډي خدمات يو څو کاله وروسته له هغې بيرته پيل شول کله چې دا د ډير زيات تاوتريخوالي له امله بند شوي ول.

د چارواکو په وینا، د نوښار نه د مردان سب ډويژن تخت بهايي، چې د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) لخوا د يو نړیوال میراث ځای په توګه په لیسټ کې شامل شوی دی، پورې د اورګاډي خدمت د مارچ په ۲ مه پیل شو. دا خدمت به ژر تر ژره په ملاکنډ ډويژن کې درګۍ ته وغځول شي.

پاکستانيان په خیبرپښتونخواه او د هيواد په نورو برخو کې د ښه امنيت له کبله زياتو ځایونو ته د تلو لپاره اورګاډي کاروي، په داسې حال کې چې حکومت د افراطيانو مخنيوی کوي.

د رېلوې وفاقي وزير شیخ رشید احمد د دغه اورګاډي پرانيسته وکړه چې د هیواد له ټولو برخو څخه سيلانيان به د مردان او نوښار له لارې تخت بهايي ته وړي.

هغه وويل، د خیبرپښتونخواه حکومت څخه غوښتل شوي چې تجاوزات -- د ريل پټلو ته نژدې غير قانوني کاروبارونه او ودانۍ -- لرې کړي چې زيات اورګاډي فعالیت وکړي.

احمد زیاته کړه، "موږ د پيښور نه کراچۍ ته د رحمان بابا اورګاډی پیل کړی دی، او دا يوه ستره بريا ثابته شوې ځکه چې ټول سيټونه نیول شوي دي."

ناصر خليلي، چې د پاکستان ریلوې ډويژنل انجينیر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "اورګاډي به د مالاکنډ ضلعې له درګۍ څخه نوښار او د هیواد نورو برخو ته سفر وکړي."

هغه وويل، د اورګاډي خدمت سره، درګۍ به سوات او د مالاکنډ نورې ضلعې د هېواد له نورو برخو سره منسلک کړي. هغه زياته کړه، پاکستان رېلوې خلکو ته د ښه ټرانسپورټ سهولتونو برابرولو لپاره د وفاقي حکومت د لارښوونو له کبله د اورګاډي خدمت پيل کړو.

د قانون او نظم ښه وضعيت

چارواکي او څارونکي د اورګاډي خدماتو د بیا بحالۍ لپاره کريډيټ په مجموعي توګه ښه امنیت ته ورکوي.

رفعت الله، چې په پیښور کې يو ژورناليسټ دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "د راولپنډۍ نه کوهاټ پورې د اورګاډي خدمت تیر کال پيل شو، په داسې حال کې چې د ريلوې د وفاقي وزیر شیخ رشید احمد تر مشرۍ لاندې يو اورګاډې د مارچ په ۲۴ مه تخت بهايي ته مسافر ویوړل -- دا ځکه چې په صوبه کې د قانون او نظم وضعيت د ډير حده پورې ښه شوی دی."

هغه زياته کړه، کوهاټ ته اورګاډی به غالباََ لکي مروت ته وغځول شي، ځکه چې کارکوونکي د پاټلۍ د غاړو نه تجاوزات لري کوي.

رفعت الله وويل، په ورته وخت کې، "د درګۍ څخه نوښار او په راتلونکو څو هفتو کې د هیواد نورو برخو ته په منظم ډول د اورګاډي خدمت لپاره ترتیبات بشپړ شوي دي."

په امنیت کې د پرمختګ سربیره، رفعت الله د ټولو تجاوازاتو د لري کولو لپاره د وفاقي حکومت ژمنې ته اشاره وکړه ځکه چې دا د ټولو معطل شويو اورګاډي خدماتو په بيا پیلولو کې يو کلیدي رول لري.

هغه زياته کړه، "حکومت اعلان کړی چې دا به د رېلوې ټولې لارې او شتمنۍ بیرته په خپله ولقه کې واخلي، او اوس چارواکي باید د خیبرپښتونخواه په تورخم، درګۍ او لکي مروت کې د اوارګاډي خدمتونه بيا بحال کړي، چیرته چې دا لاره شتون لري، نو ډیر مسافر له دې څخه ګټه پورته کولی شي."

په ۲۰۱۷ کې، پاکستان رېلوې، چې په امنیت کې د پرمختګ له کبله هڅول شوی دی،په پنجاب کې د څو کلونو د ځنډ وروسته د سيلانيانو لپاره دوستانه سفاری اورګاډی په منظم ډول فعال کړو.

د امنیت چمتو کول

درګۍ، چېرې چې تمه کیږي چې د اورګاډي خدمت به په يو څو هفتو کې وغځول شي، د مالاکنډ ضلعې یوه برخه ده، چې یو ځل د تحریک طالبان پاکستان تر واک لاندې وه، مخکې له هغې چې پوځیانو هغوی وويستل.

د راولپنډۍ او کوهاټ ترمنځ د اورګاډي خدمت په جنوري ۲۰۱۸ کال کې وروسته له هغې پيل شو کله چې ځایي خلکو د دې د بيا بحالۍ لپاره يو کمپاين ترسره کړو. کوهاټ په تير وختونو کې د مختلفو تاوتريخجن بريدونو سره مخ وو، چې وسله والو به د شمالي وزیرستان او دره آدم خیل ته نژدې ځايونو نه ترسره کول.

پولیسو ژمنه وکړه چې په مردان او د هیواد په نورو برخو کې به د اورګاډو ساتنه وکړي.

د مردان ضلعې د پولسيو افسر سجاد خان پاکستان فارورډ ته وويل، "په مردان او درګۍ کې د اورګاډي خدمت د بيابحالۍ نه وروسته، موږ به داسې ډول امنیت چمتو کړو لکه څنګه چې پکار وي."

هغه وويل، اوسيدونکي خوشحاله دي چې د دوی په ښارونو کې د مسافرو اورګاډي بيا بحال شوي دي. هغه زياته کړه چې د هغه په خپل ښار کوهاټ کې تېر کال د اورګاډي خدمت پيل شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500