امنیت

د پولیسو مشقونه او د ودانو امنیتي پلټنې په خیبر پختونخواه کې امنیت لوړوي

د جاويد خان لخوا

پوليس کمانډو په پیښور کې د جنورۍ په ۱۷ مه د یوې ودانۍ امنیتي پلټنه ترسره کوي. [جاوید خان]

پوليس کمانډو په پیښور کې د جنورۍ په ۱۷ مه د یوې ودانۍ امنیتي پلټنه ترسره کوي. [جاوید خان]

پیښور -- په خیبر پښتونخواه (کی پي) کې پولیسو په صوبه کې د ټولو تعلیمي ادارو او نورو مهمو ودانیو امنیتي پلټنې او همدارنګه ګن شمير مشقونه پيل کړي چې د تروریستانو د هر احتمالي بريد لپاره تياری وکړي.

دا هڅه وروسته له هغې وشوه کله چې د جنورۍ په نیمایۍ کې د پیښور په عدالتي مرکز کې د امنيت نیمګړتیاوې په ګوته کړی شوې او په نتيجه کې یې درې افسران معطل کړی شول.

د ۲۰۱۳ کال په مارچ کې په دغه مرکز کې، چې د کار کولو په ورځ باندې په کې ګڼه ګوڼه وه، په يو ځانمرګي بريد کې درې پاکستانیان مړه شول او ۴۰ نور ژوبل شول. د ۲۰۰۹ کال په نومبر کې، د ودانۍ دروازې ته نژدې بمي چاودنه وشوه، چې لږ تر لږه ۱۰ کسان پکې ووژل شول او د ۵۰ نه زيات ټپیان شول.

د پيښور مرکزي ښار د پوليسو افسر قاضي جميل الرحمان پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د تعلیمي موسسو او نورو ودانیو د امنیت پلټنې کړي دي چې پولیس چمتو پاتې شي او د ناوړه حالت په صورت کې چټک غبرګون وښيي."

د پلټنې د یوې برخې په توګه، پولیسو په تیرو دوو هفتو کې په مختلفو سکولونو، يونيورسټو او نورو ودانیو کې مالکانو او انتظاميې ته د ناکافي امنیتي ګامونو له کبله اشاره وکړه.

د خيبر پښتونخواه د پوليسو وياند وقار احمد پاکستان فارورډ ته وويل، "پوليسو په تیرو ۱۵ ورځو کې د صوبې په مختلفو ضلعو کې د ډیرو سکولونو، کالجونو او يونيورسټو امنیتي پلټنه ترسره کړه او وروسته يې په امنيت کې د جدي نیمګړتیاوو له کبله د ۳۱ مالکانو یا پرنسپلانو په وړاندې ايف آی آر درج کړل."

هغه وويل، تقريباََ د يوې اونۍ په اوږدو کې، پوليسو په امنيت کې د نیمګړتیاوو له کبله د مختلفو ودانيو د مالکانو او مديرانو په وړاندې ۲۵۲ کيسونه درج کړې دي.

چمتوالی جوړول

د جنورۍ له پیل راهيسې، د چټک غبرګون ځواک، ایلیټ ځواک، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې اداره او سیمه ایز پولیس مشقونه ترسره کوي چې د برید په صورت کې غوره غبرګون وښيي.

احمد وويل، "د لویو ودانیو او نورو ځایونو د امنیت ښه کولو لپاره، پوليسو په دوو هفتو کې د ۴،۷۰۰ نه په زياتو ځايونو کې د ۷۹۰ نه زيات د لټون او ګوزار عمليات او ناڅاپي تلاشۍ ترسره کړې چې د جنورۍ په ۲۰ مه پای ته ورسيدل."

هغه ويل، د خیبر پښتونخواه په ټولو برخو کې هره ورځ جعلي امنيتي مشقونه ترسره کيږي چې د پولیسو افسرانو د چمتوالي کچه وګوري او په حساس ځایونو کې د امنیتي ترتیباتو بیا کتنه وکړي.

هغه وويل، "پوليس بايد په هر وخت کې چمتو وي څو د خلکو ژوند او ملکيت خوندي وساتي."

د بډابيرې سرکل د پولیسو ډپتي سپرنټنډنټ فضل واحد پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ په ‌بډابيره کې په کوهات سړک باندې په يو ځایي ډګري کالج او د نورو مهمو ودانیو کې جعلي مشقونه ترسره کړل چې چمتو پاتي شو او د امنیت کچه لوړه کړو."

واحد وويل، دا سيمه په ځانګړي توګه په تېرو څو کلونو کې د ترورستي بريدونو په وړاندې زیاته حساسه پاتې شوي ده.

چمتو پاتې کيدل

د څارونکو په وینا، امنیتي پلټنې او جعلي مشقونه به د حساسو ودانیو په امنیت ښه کولو کې مهم رول ولوبوي، په ځانګړې توګه د سکولونو او کالجونو.

طارق وحید، چې په پیښور کې يو سينير ټي وي ژورنالسټ دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا د سکولونو، کالجونو، يونيورسټو، عدالتونو او نورو حساسودانیو په امنیت ښه کولو کې يو مهم فکتور کيدې شي چې په تیرو کې تر برید لاندې راغلي دي."

هغه وويل، د امنيت پلټنه به پولیس افسران چمتو وساتي چې په راتلونکي کې د هر ډول برید مخه ونیسي.

هغه وويل، "دا جعلي مشقونه به دا یقیني کړي چې د سيمې پوليس خوندي ځایونه او هغه متبادلې لارې وپیژني چې د برید په صورت کې د ودانیو څخه په وتلو کې د زده کونکو او نورو سره مرسته وکړي."

هغه وويل، په تېرو څو کلونو کې امنيت ښه شوی، خو عام خلک بايد په دې کې برخه واخلي.

هغه وويل، "د سکولونو او نورو دفترونو مالکان باید د خپلو سيمو د ساتلو لپاره د پولیسو سره د ساتونکو په ګمارلو، د سي سي تي وي کيمرو [کلوزډ سرکټ ټي وي] په نصب کولو او په ديوالونو باندې د خاردار باړ د لګولو په مرسته کې خپل رول ولوبوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 9

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ای ايس آی

ځواب

د خيبر پښتونخواه د اميدوارانو لپاره رول نمبر سلپونه تر اوسه پورې نه دي اپلوډ شوي

ځواب

ما ته کار راکړئ

ځواب

د ای ايس ايف رول نمبر سلپونه به کله راځي.

ځواب

زه کار ته اړتيا لرم

ځواب

ما تا په پوليسو کې دنده پکار ده او دا زما شوق دی

ځواب

مهرباني وکړئ د دې ټسټ د نيټې معلومات راکړئ؟

ځواب

هو

ځواب

کارکوونکي او زده کونکي باید د امنیت او خوندیتوب د اهمیت په اړه پوهه او خبر کړل شي او هغوی باید په منظمه توګه د هغو اقداماتو مشق وکړي کوم چې په بیړني حالت کې ترسره کيږي.

ځواب