ترانسپورت

زيات امنيت د پاکستان د اورګاډي سفر خوندي کوي

جاويد محمود لخوا

د پاکستان ريلوی پوليسو يو افسر او د پاکستان پوځ کوماندو د سپتمبر په يولسمه نيټه د اسلام آباد اورګاډي سټيشن ساتنه کوي. [جاويد محمود لخوا]

د پاکستان ريلوی پوليسو يو افسر او د پاکستان پوځ کوماندو د سپتمبر په يولسمه نيټه د اسلام آباد اورګاډي سټيشن ساتنه کوي. [جاويد محمود لخوا]

کراچۍ - مسافرو او چارواکو پاکستان فارورډ ته وويل، د پاکستان ريلوی پولیسو او د پوځ له خوا زيات امنيتي تدابيرو د اورګاډي سفر خوندي کړی دی.

د جنوبي آسیا د تروریزم پورټل له مخې، د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۴ کال ترمنځ د پاکستان ريلوې په اورګاډي، پټلو او مرکزونو باندې ۹۳ تروریستي بریدونه وشول چې په پایله کې یې ۶۲ کسان، چې زياتره مسافر ول ووژل شول او په لسګونو نور يې ټپيان کړل.

چارواکي وايي، د وسله والو په وړاندې روان امنيتي عملياتو او د پاکستان ريلوی پوليسو لخوا زيات امنيتي تدابيرو له امله د بريدونو شدت په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال کې له چټكۍ سره کم شوی دی.

په پايله کې د ۲۰۱۵ کال جنورۍ او ۲۰۱۶ کال سپتمبر تر منځ د پاکستان ريلوی په وړاندې د تروریزم یوازې ۱۲ پېښې رامنځته شوي. په دغه موده کې تروریستي بریدونو پنځه کسان ووژل--- درې په ۲۰۱۵ کال کې او دوه په ۲۰۱۶ کال کې.

چارواکي وايي، دغه کموالی د ريلوې امنیت کې پام وړ پرمختګ ښيي.

زيات امنيتي تدابير

د پاکستان ريلوی پولیسو نايب مرستیال عمومي پلټونکي جمال شارق د لاهور پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د ريلوی مرکزونو، اورګاډو او پټلو امنيت زيات کړی دی او خپل پولیس ځواک هم پياوړي کړی دی."

هغه وویل، "موږ لوی مرکزونو ته د بندې ودانۍ په نظر ګورو او مسافرو ته اجازه ورکوو چې د ريلوې مرکزونو ته [يوازې] د واک ترو ګيټ له لارې ننوځي، په داسې حال کې چې [اردو] کوماندو په مرکزونو او په اورګاډي کې د امنيت ساتلو او د تروریزم هر راز هڅې شنډولو لپاره ګومارل شوي دي."

هغه وويل، د پاکستان ريلوی پولیس هم د اورګاډي او په مرکزونو کې د مسافرو تصادفي تلاشي کوي د دې لپاره چې د زرګونو مسافرو چې په ټول هېواد کې په اورګاډي کې سفر کوي ساتنه وکړي.

جمال وويل: "موږ په تېر کال کې د امنيت ټينګولو او خپل ځواکونو پیاوړتیا لپاره د ۶۵۰ څخه زيات پوليس افسران استخدام کړي دي."

هغه وويل، د امنيتي کامرو نصب کولو او د پوليسو افسرانو استولو چې وېډيو ريکارډ کړي او د پاکستان ريلوې زیربنا ساتنه وکړې په تروريستي بريدونو کمولو کې مرسته کړې ده.

د ريلوی پولیس هم د پلټونکې سپي او د بمونو د پيدا کولو آلې کاروي چې په مرکزونو او په اورګاډي کې د مسافرو د سامان تلاشي وکړي.

جمال د ريلوې مسافرو مننه وکړه چې دوی د پاکستان ريلوی پولیسو سره همکاري کوي او د امنيتي اقداماتو ملاتړ کوي.

هغه وويل: "د پاکستان پولیس به خپل قوت ته وده ورکوي او د مسافرو خوندي سفر لپاره نور لازم امنيتي تدابير به اختيار کړي."

په اورګاډي سفر کې نوي دلچسپي

په کراچۍ کې میشت امنیت شنونکي سمونوال (متقاعد) مختار احمد بټ وايي، د وسله والو پر وړاندې د هدفي امنیتي عملیاتو پیل کيدو له مخکې د پاکستان ريلوی زياتره په بلوچستان او سيند ولايتونو کې له يو شمېر تروریستي بریدونو سره مخامخ وه.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "په کراچۍ او بلوچستان کې امنيتي ځواکونو له خوا هدفي عملیاتو د اورګاډي او د پاکستان ريلوې زیربنا امنيت ښه کړی دی."

هغه وويل: "امنیتي ځواکونه باید په سيند، بلوچستان، پنجاب او خیبر پښتونخوا ولايتونو کې هدفي او د استخباراتو پر بنسټ عملیاتو ته دوام ورکړې چې اورپکۍ او پر ريلوې سیستم بريدونو کې کمې راولی."

د کراچۍ يو خپلواک ليکوال او ښوونکی سيد مطهر احمد خان وويل، "د پاکستان حکومت او امنيتي ځواکونه د ستايني وړ دي چې د پاکستان ريلوې يې خوندي کړې ده."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "زه تل له کراچۍ څخه لاهور ته په اورګاډې کې سفر کوم او په تيرو څو کلونو کې مه وليدل چې د اورګاډې سفر زيات امنيت او ښه سفري اسانتياوې له امله خوندي او زيات آرام ده دی."

هغه وويل: "د پاکستان ريلوی د يو کال څخه زيات موده کې د مسافرو په شميره کې زياتوالی ليدلی دی ځکه چې د اورګاډي امنیت کې ښه والی راغلی دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500