اسلام آباد -- ډان ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۴ مه) د رسمي سرچینو په حواله وویل چې د پاکستان حکومت په هیواد کې د افراطي او وسله والو سازمانونو په وړاندې د مبارزې لپاره پلان جوړوي.
یوې دولتي سرچینې د یکشنبې په ورځ (د مارچ په ۳ مه) خبریالانو ته وویل، "دا اقدام به هغه وخت ژر ښکاره شي کله چې په حالاتو کې پرمختګ نظر راشي."
د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري د دوشنبې د ډان نيوز په پروګرام "دو رایې" ټاک شو کې وويل، چې حکومت د ټولو وسله والو ډلو په وړاندې د اقدام کولو لپاره یوه کلکه پرېکړه کړې ده.
چوهدري تايید وکړ چې ژر به ګام پورته کړی شي، خو وخت يې ونه ښودلو.