زده کړه

خېبرپښتونخوا د تروریزم او طبیعي پیښو لخوا ويجاړ شوي ښوونځي بيا ودانوي

عديل سعيد لخوا

د خېبرپښتونخوا اعلی وزير پروېز خټک (خلاص کالر) د می په ۲۷ مه په پېښور کې د سېلاب ځپلو لخوا د ښوونځيو د ودانولو لپاره د پرانستونې دستورې له وروسته دعا کوي. [د عديل سعيد]

د خېبرپښتونخوا اعلی وزير پروېز خټک (خلاص کالر) د می په ۲۷ مه په پېښور کې د سېلاب ځپلو لخوا د ښوونځيو د ودانولو لپاره د پرانستونې دستورې له وروسته دعا کوي. [د عديل سعيد]

پېښور - د خیبر پښتونخوا چارواکي د تروریزم او طبیعي پیښو لخوا ويجاړ شوي ښوونځيو د بيا ودانې لپاره هر يو ګام اخلي.

د دې هڅو موخه دا ده چې د افراطیت سره مبارزه وکړو. دا مبارزه به هله ترسره شي که مونږ ټولو ماشومانو ته روزنه ورکړو او ناپوهې او نهيلې له منځه ويسو له کومو څخه چې ترهګر ګمارونکو ګټه تر لاسه کوله.

د خېبرپښتونخوا اعلی وزير پروېز خټک د می په ۲۷ مه د سېلاب لخوا ويجاړ شوي ښوونځيو د بيا ودانولو لپاره په پېښور کې په يوه پرانستونې دستوره کې وويل، حکومت پرېکړه وکړه چې "په ولايت کې ټول ويجاړ شوي ښوونځيونه بيا ودانې کړي ... چې د نوي نسل لپاره یو روښانه مستقبل يقيې کړي."

هغه په خپله وینا کې وويل: "بې له ښوونې او روزنې، موږ کولای نه شو چې يوه متمدنه او سوله بيزه ټولنه رامنځته کړو او نه د پرمختګ او سوکالۍ خوب حقيقې کړو."

هغه وويل، نادولتي مؤسسي او بهرني ډونران د بیا رغونې د هڅو په تمويل کې مرسته کوي.

هغه زياته کړه، د ولايتي بيا رغونې، بیا بحالۍ او رغونې اداره (PaRRSA) به د تروریزم او طبیعی پیښو څخه د اغیزمن خلکو وضعیت وڅاري.

یوه جاه طلبانه کړنلاره

ناقصو طبیعي پیښو او د ترهګرو لوټماري د بيا بحالۍ لپاره يو ستره لايحه رامنځته کړې ده. تروریزم په ۲۰۰۱ کال کې رامنځته شو او په خېبرپښتونخوا کې ډيړ زيات حد ته ورسيدو خو د ۲۰۱۴ کال په جون کې د پوځ عملياتو په ملي کچه تروریزم راټیټ کړو.

د ولايتي ادارې (PDMA) وياند لطيف الرحمان پاکستان فارورډ ته وويل، ملاکنډ " يوه [خېبرپښتونخوا کې] سیمه وه چې د طالبانو او د سيلابونو له خوا ناوړه ځپلی شوې وه."

هغه وويل، کارکوونکو په ۱۸۱ ښوونځيو کې ۱۷۹ ښوونځي بيا ودانې کړې دي کوم چې د دغو عواملو له امله په ملاکنډ کې ويجاړې شوې وې. هغه زياته کړه چې دوی د دوو نورو ښوونځيو بيا ودانې بشپړوي.

هغه وويل، په ملاکنډ کې په دې وروستيو کلونو کې ۳۰۹ ښوونځي ويجاړ شوي او يا له منځه وړل شوي وي.

هغه وويل، بهرني ډونران د اماراتو حکومت په ګډون د دغو د ترمیم لپاره په معاشونو کې مرسته کوي.

نوې ښوونځي دا څرګندوي چې يو داسې فزیکي معیار ورکړو چی له دې نه مخکې خلکو نه دی پوره کړی. د مقرراتو له مخې، په هر لومړني ښوونځي کې به لږ تر لږه شپږ کوټې، همدا راز بريښنا، د آرام كوټه او فرنيچر موجود وي.

هغه زياته کړه، چارواکي د مستقبل ښوونځيو لپاره د سيلاب څخه د پاک ځايونو ټاکنه کوي.

ماشومان بېرته ښوونځيو ته په منډه ځې

د ښوونځي ماشومان د زده کړې لپاره ليوال دي او بيا جوړ شوي ښوونځيو کې را جمع کيږي.

لطيف الرحمان وايي، په ۲۰۰۹ کال کې، د طالبانو په دور کې، د ښوونځي د حاضري ۳۰ سلنه وه. هغه وويل، اوس يو شمېر ښوونځيو کې د رسمي ظرفیت په پرتله حاضري له ۱۱۰ نه تر۱۲۰ ٪ پورې ثبت شوې ده.

د PDMA عمومي رییس عامرآفاق وويل: "PaRRSA د ستونزو سره مخامخ ده چې په ملاکنډ کې د تاوتريخوالې له امله د ويجاړ شوي ښوونځيو بيا رغونې بشپړه کړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د پوهنې پرته برياليتوب ناشونی دی."

په خیبر پښتونخوا او فاټا کې بيارغونه

د خیبر پښتونخوا د پوهنې وزير عاطف خان پاکستان فارورډ ته وويل، په خیبر پښتونخوا کې طالبانو نژدط۲۵۰ ښوونځي له منځه وړي دي.

هغه وويل، کارکوونکو نژدې ۲۰۰ ښوونځي بيا ودانې کړي دي او پاتې ۵۰ او يا نورې به ژر تر ژره ودانې کړي.

د دغه وزير په وينا، د ښوونځيو د بيارغونې ترڅنګ، د خیبر پښتونخوا حکومت په زلزله ځپلو سيمو کې د موقتي ښوونځيو لپاره د کانتینرونو استول په پام کې لري.

د فاټا سكرټريټ د پلان او پراختیا برخې چارواکې، اقبال احمد وويل، د وفاق د انتظام ترلاندې سيمو (فاټا) کې پوهنې د خېبرپښتونخوا په پرتله د تروریزم له امله ناوړه زيان ترلاسه کړی دی.

هغه زياته کړه چې ترهګرو په قبايلي سيمو کې له ۱،۱۰۰ څخه زيات ښوونځيو ته زيان رسولې دی. تر اوسه پورې کارکوونکو ۶۶۵ ښوونځي بيا ودان کړې دي. تر ټولو ناوړه ځپلې شوي ايجنسي جنوبي وزيرستان وه چې هلته تروريزم له ۲۰۰ څخه زيات ښوونځيو ته زيان رسولی و يا يي له منځه وړې وو.

هغه وويل، د نورو ښوونځيو ترميمول او بيا رغونې د بسپنه ورکوونکو د تمویل تړونونو د رسېدو سره تړاو لري.

په قبايلي سيمو کې د۱۰۰ ٪ حاضرۍ هیله لرو

د پاکستان حکومت د دې لپاره کار کوي چې ۱۰۰٪ ماشومان په قبايلي سيمو کې ښوونځيو ته لاړ شې. دا کمپاين په اپرېل کې پیل کړی شو.

د خېبرپښتونخوا والي ظفر اقبال جهګړه په پېښور کې د اپريل په ۸ مه د فاټا د ښوونځيو ماشومانو د جایزې په مراسمو کې وويل، "موږ بايد په ټول هېواد کې هرماشوم ته تعليم ورکړو."

هغه د قبایلو څخه وغوښتل چې دوی دې ۱۰۰٪ حاضري ترلاسه کولو کې خپل رول ولوبوي.

هغه زياته کړه: " زده کړه د پاکستان د پرمختګ لپاره يو لازم شرط دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

صادق ښوونکي باید وګومار شي --- دوی باید وڅارل شي --- باید د رغونې کار په عصري ډول ترسره شي --- جامع امنيتي پلان بايد ترسره کړی شي ---

ځواب

مننه PTI.......

ځواب