زده کړه

په خېبرپښتونخوا ولایت کې لومړې سمارټ کانتینر ښوونځی نصب کړی شو

ظاهر شاه لخوا

کارکوونکې د اګست په مياشت کې په لکي مروت ولسوالۍ کې د ولسوالۍ لومړي کانتینرښوونځی نصب کوي. [محمد ظاهر شاه لخوا]

کارکوونکې د اګست په مياشت کې په لکي مروت ولسوالۍ کې د ولسوالۍ لومړي کانتینرښوونځی نصب کوي. [محمد ظاهر شاه لخوا]

پېښور - ولايتي چارواکي وايي چې د لږ لګښت لرونکي کانتینر ښوونځي به په خیبر پښتونخوا (KP) کې نصب کولې شې او په زده کړه کې به انقلاب راولي.

د عصري "سمارټ" ښوونځیود نصب کولو د هڅو موخه دا ده چې د ولايت په لرې پرتو سيمو کې د زده کړي موقعې برابر کړی شي چې ماشومان د افراطیت او تروریزم په پرتله د نورو آفشنو انتخاب وکړي.

دغه شان لومړنۍ ښوونځی په لکي مروت ولسوالۍ کې د اګست په ۱۷مه پرانستل شو.

دخېبرپښتونخوا د پوهنې وزير محمد عاطف خان پاکستان فارورډ ته وويل، سمارټ ښوونځۍ به " په هغه سيمو کې نصب کولې شې کوم ځای چې ښوونځۍ ويجاړې شوي دي او يا د اورپکۍ، سيلابونو او زلزلو لخوا تباه شوي دي."

د خېبرپښتونخوا چارواکي وايي چې نږدې ۲۰۰ داسې ښوونځۍ به په راتلونکو میاشتو کې د تاوتریخوالۍ او قدرتې آفاتو څخه په ځپل شوي سیمو کې نصب کولی شې.

لمریزه انرژی او عصري اسانتيا

د لکي مروت په کانتینر ښوونځي کې نهه کانتینرونه موجود دي او نږدې ۱۸۰ زده کوونکو لپاره ځای لري. يوه امنيتي ساتونکی به د دغه ښوونځی ساتنه کوي.

کانتینری ايیر کنډیشنز ته د بریښنا برابرولو لپاره د لمر په انرژۍ تکیه کوي. دا کانتینری د ماشومانو د حاضرۍ د تثبیت لپاره بايو متریک سیستم هم لري.

ښوونکې وايي چې د کانتینرو ښوونځۍ د لګښت يوه مؤثره لاره ده چې په لرې پرتو او یا نا امنه سیمو کې ماشومان زده کړې طرف ته جلب کړي.

عاطف وويل: " په لمریزه بریښنا سمبال شوي دغه ښوونځۍ به تر ۴۰ کلونو پورې د جوړښت ژوند ولري." نوموړي په دې وروستيو کې د لکي مروت د يوه نوي ښوونځی معاينه وکړه.

هغه وويل، چې د کانتینرو ښوونځۍ د دوديزې خښتو او هاوان ښوونځيو په پرتله په جوړولو کې ګړندي دي.

د سخت ځپلو سيمو خدمت کول

عاطف وايي، چې خېبرپښتونخوا "نږدې ۴۰،۰۰۰ ښوونکې استخدام کړي دي او احتمال لري چې ۱۵.۰۰۰ نور ښوونکي استخدام کړي چې په ټول ولايت کې د ښوونځی اړتیاوې پوره کړي." نوموړي زياته کړه چې "ځانګړي روزل شوي ښوونکي" به په سمارټ ښوونځيو کې کار کوي.

په پېښور کې د پرمختګ متخصص قمر نسيم پاکستان فارورډ ته وويل، سمارټ ښوونځۍ د هغې سيمو لپاره يو ښه انتخاب دی کوم ځای کې چې وسله والو ښوونځۍ ورانې کړي دي او یا هلته په لومړيو کې ښوونځۍ موجود نه وې.

نسيم وايي، په دغه سيمو کې مور او پلار مجبوره دي چې خپل ماشومان مدرسو ته واستوي او دغه مدرسې نه زغمنې او تعصب ته وده ورکوي.

نسيم وويل: "مور او پلار ... پوه دي چې پوهنه د بریالیتوب یوازینۍ وسيله ده." هغه زياته کړه چې په ځینو مواردو کې ماشومانو د بمبارۍ له امله د ويجاړ شوي او ړنګیدلي ښوونځیو په ټولګي کې ګډون کړی دی."

سوات وښودله چې وسله وال څه غواړي

په سوات کې د ښځو د حقوقو لپاره د شرکت ګاه د غير حکومتي موسسې مشره نيلم رحيم پاکستان فارورډ ته وويل، د سوات په دره کې د ۲۰۰۷ نه ۲۰۰۹ کال پورې د تروريزم په دور کې وسله والو له۴۰۰ څخه زياتې ښوونځۍ ورانې کړي وې. د تروريزم دغه دور هله پای ته ورسيدو کله چې ځواکونو وسله وال وشړل.

د سوات دره کې د ښوونځی يوه ښوونکې تبسم ګل پاکستان فارورډ ته وويل، د هغوی موخه دا وه چې ماشومان په ځانګړې توګه نجونې ناپوهه وساتي.

هغې وويل، د کانټینرو ښوونځۍ کولای شې چې په سوات کې محرومه ماشومانو ته د خښتو او د هاوان ښوونځیو په پرتله، کوم چې په جوړولو کې ډير وخت اخلې، ډېر په چټکۍ سره زده کړه برابر کړي.

نيلم رحيم وويل، د سمارټ ښوونځۍ کولای شي چې د سوات، ملاکنډ ډويژن او د وفاق د انتظام تر لاندې سيمو (فاټا) په څېر ناکراره سيمو کې افراطیت او تروریزم ته ماتې ورکولو کې مرسته وکړي.

د لکي مروت د ابتدایي ښوونځیو استادانو د ټولنې ولسمشر حاجي عبدالرحيم وويل، د کانټینرو ښوونځۍ په ټولو موسمونو کې ګټور دي او ماشومانو ته د افراطیانو له زهرجن پیغام څخه پناه ورکوي.

هغه وويل، ترهګرو په تېرو کلونو کې په لکي مروت کې ګڼ شمېر ښوونځۍ تباه کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500