امنیت

د پاکستان پوځ د فاټا ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو څارنه کوي

اشفاق يوسفزي لخوا

يو پاکستاني عسکر د جولای په ۱۰مه نيټه په خيبر ايجنسۍ کې ځايي اوسيدونکو ته دارو درملو د ویش څارنه کوي. [اشفاق يوسفزي]

يو پاکستاني عسکر د جولای په ۱۰مه نيټه په خيبر ايجنسۍ کې ځايي اوسيدونکو ته دارو درملو د ویش څارنه کوي. [اشفاق يوسفزي]

پېښور - د پاکستان پوځ د وفاق د انتظام تر لاندې سيمو (فاټا) کې د زده کړې او د روغتيايي خدمتونو ښه کولو لپاره د ښوونځیواو روغتونونو څارنه پيل کړه.

د فاټا د روغتيا رييس جواد حبيب خان پاکستان فارورډ ته وويل: " طالبانو وسله والو د تېرو لسو کلونو په ترڅ کې د روغتیا تقريبًا ۳۰۰ مرکزونو ته زيان رسولې و، چې اکثريت په کې بيا جوړې شوې دي. مونږ د پوځ د وسله والو پر ضد بريالې اقدام څخه مننه کوو."

د خان په وينا، په فاټا کې تر۸۰۰ نه زيات روغتيايي مرکزونه دي. په دغه روغتيايي مرکزونو کې ۱۰،۰۰۰ کارکوونکي د شپږ میلیونونو وګړو خدمت کوي.

د ترهګرۍ تاوتريخوالي تر ټولو ناوړه کلونو په ترڅ کې د فاټا زیات ناروغانو به په خیبر پښتونخوا (KP) کې درملنه ترلاسه کوله، آن د کوچنیو ناروغیو لپاره به هم دوی خیبر پښتونخوا ته تلل. ځکه چې د فاټا ډیر روغتيايي کارکوونکو خپل کار ودرولی و. هغه ښوونکي چې د ښوونځي بمي چاودنو له امله ويريدل، هغوې هم خپلې دندې پريښودې وې.

خو د پوځ د تروریزم سره د مبارزې ضرب عضب عملياتو، چې د ۲۰۱۴ د جون په مياشت کې په قبایلي سيمو کې دوام لري، په زرګونو ترهګر يې وژلې دي او ډير ترهګر چې ژوندې پاتې شوې، هغوې تښتيدلې دي.

خان وويل: "موږ په قبايلي سيمو کې د روغتيايي مرکزونو د ساتنې لپاره د پوځ د ملاتړ اړتيا لرله." "اوس پوځ په ټولو اوو ايجنسیو او د فاټا په شپږو سرحدي سيمو کې شتون لري. دغه روغتيايي مرکزونه ډېر خوندي دي."

خان وويل، د روغتيايی مرکزونو او ښوونځیو ساتنې ترڅنګ پوځ دا امر جاري کړی دی چې د کارکوونکو غير حاضرې ثبت کړي.

هغه وويل، په دې کارونو کې د پوځ، د پاکستان ترټولو احترام لوړه اداره ده، د لاس لرلو دا موخه ده چې خلکو ته د علاج معالجې سهولتونه ورکول يقيني کړي او هغوی ته د ضرب عضب ګټې وښيي.

خلک د پوهنې پر ضد د طالبانو جګړې ردوي

سيد اخونزاده چټان، د باجوړ د ملي شورا پخوانی غړی وايي چې خلک د پوځ ډير زيات عزت کوي او د هغوی له خوا روغتيايي مرکزونو او ښوونځيو ساتنې ته هرکلی کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ په قبايلي سيمو کې د پوهنې او روغتیایي سکټورونو د څارنې د رول لپاره پوځي کسانو ته اړتیا لرو."

هغه وويل: "طالبان دا غلط ادراک لري چې په اسلام کې د عصري زده کړې اجازه نشته."

هغه وويل، د فاټا خلکو د اسلام په اړه د طالبانو مفکوره رد کړې ده او غواړي چې پوځ دې په قبايلي سيمو کې پاتې شي.

د کارکوونکو د حاضرۍ څارنه کول

د ډان د راپور له مخې، پوځي چارواکو د جولای په ۱۴مه نيټه ځايي سیاسي استازو ته وويل چې د پوځ د څارنې ټيمونه فاټا ته راځي چې په ښوونځیو، کالجونو او طبي مرکزونو کې د ښوونکو، زده کوونکو، ډاکټرانو، مرستندویه کارکوونکو او ورک سهولتونو معلومات راټول کړي.

چارواکي وايي چې په قبايلي سيمو کې د څارنې کمپاين له مخکې نه پیل کړې شوی دې.

په قبايلي سيمو کې د پوهنې د رياست مرستيال شوکت خان وويل، د ځايي حکومت چارواکې له پوځ د شتون سره خوندي احساس کوي.

" کارکوونکو به خپل تنخاګانې اخیستلې خو دوی به د بې قانونۍ له امله په خپل کورونو کې پاتې کيدل،" هغه پاکستان فارورډ ته وويل. "اوس دغه سيمه په بشپړه توګه سوله ییزه ده ځکه چې پوځ هرځای ته استولی شوی دی."

پوځونو، چې په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د بيا بحالې او بيا رغونې کارونه وکړل، اوس خپله انرژي یې د څارنې پروسې ته سپارلې ده.

شوکت وويل چې د جون په مياشت کې د خیبر پښتونخوا والي اقبال ظفر جهګړه وړاندیز وکړ چې په قبايلي سيمو کې د کرپشن او پرمختګ په پروژو کې د کار ټيټ کيفيت په اړه د شکايتونو له رارسيدو وروسته دې د څارنې رول پوځ ته ورکړی شي.

د جنوبي وزیرستان په وانا ايجنسۍ هيډکواټر روغنتون کې ډاکټر جمال خان وويل، د پوځ او فرنټير کور د کتنې له امله د کارکوونکو حاضري ښه شوې ده.

هغه وويل، ملکي چارواکي د پوځ د ټيمونو سره ملاتړ کوي. هغه پاکستان فارورډ ته وويل: " د ملکي او پوځي چارواکو تر منځ په بشپړه توګه همکارۍ شته دی."

هغه زياته کړه، کله چې پوځ خپل راپورونه اړوند قوماندانانو ته وړاندې کړي، غفلت کونکې او غیر حاضر ملکي کارکوونکي به د انضباطي عمل سره مخ کيږي.

ښوونځي او روغتونونه بيا ډکيدل پيل شو

ځايي ښوونکي او ډاکټران د امنيت د راتګ څخه مننه کوي.

د جنوبي وزيرستان په وانا کې د حکومت د ليسې مدير، سيد عمر شاه وويل چې په فاټا کې د ۵.۵۷۲ ښوونځيو سره ۵۷۴.۵۱۲ زده کوونکي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ هيله لرو کله چې کارکوونکې کار پيل کړي، د شموليت کچه به لوړه شي." "په سلګونو ماشومان چې له خپلو هيوادو نه کډه شوي وو ... به بیرته راځې کله چې دوی پوه شي چې ښوونځو غوره تعليم ورکول پیل کړې دي."

د مهمند ايجنسۍ په غلنی کې د ايجنسې هيډکوارټر روغتون کې يو ډاکټر محمد جمال وايي چې د پوځ څارنه به د کارکوونکو حاضري او له همدې امله روغتيايي خدمتونو ته وده ورکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "په تېرو وختونو کې به زموږ کارکوونکې د تروريزم د زياتوالي له امله غير حاضر پاتې کيدل." "اوس هغوی راځي او د ناروغانو شمیر زیات شوی دی."

هغه وويل: "د مۍ په مياشت کې موږ د ۳،۲۴۱ ناروغانو شميره ثبت کړې ده خو دا شمېره د جون په مياشت کې ۶،۱۲۲ پورې زياته شوه."

په پېښور کې د امنیتي چارو کارپوه خادم حسین پاکستان فارورډ ته وويل چې د پوځ پام وړ منابع به د فاټا په مالي توګه کمزورې طبي او تعليمي سيکټرونو ته فايده ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500