زده کړه

پاکستان د زده کړې له لارې له افراطیت سره مبارزه کوي

عديل سعيد لخوا

ماشومان د يوې ښوونځی چې د TCF لخوا په کراچۍ کې په ۲۰۱۵ کال کې جوړه شوی وه بهر لوبي کوي. TCF د هغه ماشومانو او ښوونکو په یاد کې چې په پېښور کې د پوځ د عامه ښوونځی په تروریستي ډله ايزي وژنه کې وژل شوي وو په ټول پاکستان کې د سولې لپاره ۱۴۱ ښوونځي جوړوي. [ عديل سعيد لخوا)

ماشومان د يوې ښوونځی چې د TCF لخوا په کراچۍ کې په ۲۰۱۵ کال کې جوړه شوی وه بهر لوبي کوي. TCF د هغه ماشومانو او ښوونکو په یاد کې چې په پېښور کې د پوځ د عامه ښوونځی په تروریستي ډله ايزي وژنه کې وژل شوي وو په ټول پاکستان کې د سولې لپاره ۱۴۱ ښوونځي جوړوي. [ عديل سعيد لخوا)

پېښور - زدکړه له ناوړه افراطیت سره د مقابلې لپاره تر ټولو غوره وسیله ده. دا د "سولې لپاره ۱۴۱ ښوونځي" د نوښت يو پيغام دی، چې موخه یې د هغه ماشومانو او ښوونکو چې په پېښور کې د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په مياشت کې د پوځ د عامه ښوونځی (APS) په تروریستي ډله ايزي وژنه کې وژل شوي وو په ياد کې ۱۴۱ ښوونځي جوړول دي.

د سيټيزن فاونډيشن (TCF)، چې په کراچۍ کې يو غير انتفاعي سازمان دی، له 141schools.org سره ملګرتیا کوي چې د یوې ټاکلې ټولنې د اړتیاوو سره سم ښوونځي جوړي کړي. په دې کې به يو شمېر پرايمري او ځينې هايې ښوونځۍ وي.

څلوروېشت ښوونځي تر اوسه بشپړ شوي دي.

د TCF رئیس او اجراییوي رییس سید اسد ایوب احمد پاکستان فارورډ ته وويل: "دا نوښت یو پیغام ورکوي چې پاکستان ټولو ته د ښوونې او روزنې مواقع ورکوي او تل پاتې سوله زمونږ د هېواد د پرمختګ لپاره مهمه ده."

زده کړه د سولې او پرمختګ لپاره ضروري ده

هغه په يو ايميل کې کله چې هغه په تير دسمبر کې د پروژې اعلان کوو وويل: "ټول پاکستان د APS د بريد له کبله صدمه ترلاسه کړه. " "د سولې لپاره د ۱۴۴ ښوونځيو نوښت د يوه غوره او سوله ايز پاکستان په ګټه دی. زمونږ د هېواد اوسني ستونزو ته ځواب زده کړه ده."

هغه وليکل: "زمونږ ولس د سختو ننګونو سره مخامخ دی، موږ ډير باور لرو چې یوازې زده کړه توان لري چې ذهنونه روښانه کړي، هيواد پالنه او د هر يو پاکستاني ظرفيت رامنځته کړي."

هغه وويل: "د سولې لپاره ۱۴۱ ښوونځي چې موږ يې په ګډه جوړوو د اميد، د پایدارۍ او زموږ د هوډ چې د پاکستان ټولو ماشومانو ته روزنه ورکړو، د دې لپاره به یو سمبول جوړ شي."

د TCF ویاندې ساره طاهر وويل، TCF د پاکستان مخکښ سازمان دی چې پسمانده ټولنو ته د زده کړې موقعې برابرولو لپاره کار کوي.

TCF چې د اتباعو يوه ډله ده او د دې ادارې بنسټ ایښودونکی د زده کړې د خپرولو له لارې په مثبت ټولنیز بدلون راوستلو باندې يقين لري.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل: "په ۱۹۹۵ کال کې د دې تاسیس راهیسې، TCF ۱،۲۰۰ ښوونځي جوړي کړي دي چې ۱۷۵،۰۰۰ مستحق زده کوونکي پکې له ډېر ټيټ فيس سره ښه زده کړه ترلاسه کوي."

هغي وويل، "د APS شهيدانو په ياد کې د ۱۴۴ ښوونځيو جوړولو مفکوره د يو بهرنې پاکستانې ذکي پټيل ذهن ته راغله، هغه په پام کې لري چې د زده کړې خپرول د وسله والو د تاوتریخوالي د سوچ پر ضد يو ښه ځواب دی."

هغې وويل، ذکي، چې له کراچۍ څخه د کمپيوټر ساينس فارغ دی او په کاناډا کې اوسيږي، TCF ته خپله مفکوره څرګنده کړه. TCF دغه وړانديز له خوشحالۍ سره منظور کړو.

ساره وويل، د ۲۴ ښوونځيو جوړولو نه علاوه، کارګران په دې وخت کې نور ۱۸ ښوونځي جوړوي. په ۲۴ جوړو شوو ښوونځيو کې څلور په خیبر پښتونخوا (KP) ولايت کې دي کوم ځای چې د APS ظلم شوی وو.

هغې وويل، د سپتمبر د مياشت پورې ۳۵ بسپنه ورکونکو د ۴۱ ښوونځیو جوړولو ژمنه کړی ده، په داسې حال کې چې د ۱،۰۰۰ څخه زیات د نړۍ مرستندویانو د پروژې بشپړولو لپاره په بودجو کې مرسته کړي ده.

د هر يوې ښوونځي په جوړولو باندې نږدې ۱۵ميليونه روپۍ (امریکايې ۱۵۰،۰۰۰ډالره) لګښت راځي. له دې امله په ټولو ۱۴۱ ښوونځيو له ۲۱ ميليونه امریکايې ډالرو څخه لږ زيات لګښت راځي.

ساره وويل، هر ښوونځی ۱۸۰ زده کوونکي لري، چې نږدې ۲۵،۳۸۰ ماشومان به د دې نوښت څخه ګټه پورته کړي.

د سولې لپاره د ۱۴۱ ښوونځيو پراخه ملاتړ

د TCF او 141schools.org ګډ نوښت د علي ظفر چې د پاکستان سندرغاړی او لوبغاړی دی پشمول د ټولنې د ټولو برخو څخه پراخه ملاتړ ترلاسه کړی دی.

علي ظفر په مارچ کې له نړيوالو رسنيو سره په یوه مرکه کې وويل، هغه د خپلې سندرې "Urainge" (موږ به پرواز کوو) ګټه د ۱۴۱ ښوونځيو جوړولو لپاره وقف کړه، هغه دغه سندره د APS شهیدانو په ياد کې وويله.

د پېښور APS يوه ښوونکي او د یو شهید حذیفه افتاب چې د بريد په وخت په نهم کلاس کې وو مور عندليب افتاب وايي: "دا ترهګرو ته یو ډېر ښه ځواب دی، ځکه چې د افراطیت له منځه وړلو لپاره موږ بايد د دې اصلي لامل ختم کړو. دا لامل بې سوادي، ناپوهي او غربت دی."

عندليب په لوړه کچه د دې نوښت مننه وکړه. هغې پاکستان فارورډ ته وويل: "د زده کړو له لارې موږ کولای شو چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه وګټو او کولای شو چې خپل هېواد ته ترقي او وده ورکړو."

هغې وويل، تروریست په يوه ورځ کې نه شي جوړيدلی. دا کیدای شي چې کلونه وخت ونيسي چې یو عادي کس په یو بنسټ پاله ځوان کې تبديل کړي.

هغې وويل: "ټولنه باید پر اصلی علتونو تمرکز وکړي کوم چې زموږ هېوادوال د افراطیت په لور اچوي او احتياطي اقدامات وکړي لکه د هېواد په هرګوټ کې زده کړه خپرول."

عابد علی، چې میرمن یې په APS کې يوه ښوونکي وه او په دغه بريد کې وژل شوي وه، د TCF د نوښت ستاينه وکړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "زموږ د زيان تلافي کيدای نه شي، خو موږ غواړو چې زمونږ هېوادوال دې د هغه زيان څخه وساتل شي کوم چې د ترهګرو له خوا رامنځته شوی دی."

هغه وويل: "د TCF پرېکړه چې د APS زیانمن شوي کسانو په ياد کې ۱۴۱ ښوونځي جوړي کړي د ستايني وړ ده او دا به له ټولنې څخه افراطي مفکورې له منځه وړلو له لارې زموږ په هېواد کې په سوکالي راوستولو کې مرسته وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه د ټي سي ايف سکول برخه يم

ځواب