پاکستان په ۱۱ کلونو کې د اقتصاد تر ټولو زياته وده څرګندوي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ (د اپریل په ۱۰ مه) راپور ورکړو چې د پاکستان حکومت د دوشنبې په ورځ (د اپریل په ۹ مه) اعلان وکړو چې د هیواد اقتصاد هر کال ۵.۷۹٪ وده کوي، چې دا په ۱۱ کلونو کې ترټولو لوړه وده ده.

اټکل شوي شرح د ۲۰۱۷-۲۰۱۸ کال د ۶٪ هدف نه لږه کمه ده. د ودې اصلي شرح به وروسته په دې کال کې څرګنده کړی شي.

د ملي حساب کمیټۍ په يوې غونډه کې وويل، په ۲۰ کلیدي شاخصونو کې په ۱۵ باندې تمرکز شوی و.

د ۲۰۱۷ کال د سرشمیرنې د عارضي معلوماتو پراساس، چارواکي اټکل کوي چې په ۲۰۱۷-۲۰۱۸ کال کې به کلني عایدات ۱۸۰،۲۰۴ روپۍ (۱،۵۵۶ آمريکايي ډالره) وي، چې دا د ۲۰۱۷ د مالي کال د ۱۶۲،۲۳۰ (۱،۴۰۱ آمريکايي ډالرو) نه زيات دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500