روغتیا

خیبر پښتونخواه افغان کډوالو ته د ټي بي وړيا علاج وړاندې کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

افغان ښځه يو ماشوم ته ګوري کوم چې د ۲۰۱۲ کال د اپرېل په ۹ مه په هرات کې په اصلي روغتون کې د ټي بي په وارډ کې په کټ کې پروت دی. په ورته وخت کې، د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کړی چې له ۱۰،۰۰۰ څخه ډیر افغانان هر کال د ټي بي له کبله مړه کیږي. [عارف کریمي/ای ايف پي]

افغان ښځه يو ماشوم ته ګوري کوم چې د ۲۰۱۲ کال د اپرېل په ۹ مه په هرات کې په اصلي روغتون کې د ټي بي په وارډ کې په کټ کې پروت دی. په ورته وخت کې، د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کړی چې له ۱۰،۰۰۰ څخه ډیر افغانان هر کال د ټي بي له کبله مړه کیږي. [عارف کریمي/ای ايف پي]

پیښور -- افغانان او پاکستانیان د خیبر پښتونخواه د حکومت د هڅو هرکلی کوي چې له سیمې څخه ټي بي له منځه یوسي.

د خيبر پښتونخواه د ټي بي کنټرول پروګرام منيجر ډاکټر مقصود علي خان له مخې، د خیبر پښتونخواه روغتیایي مرکزونو د جنورۍ په لومړۍ نيټه افغان کډوالو ته وړیا علاج ورکول پیل کړل.

هغه وويل، سربېره پردې، په پېښور کې په ليبارټرۍ کې به کارکوونکي ژر تر ژره افغان ډاکټرانو ته ټريننګ ورکول پيل کړي او د ټي بي د تشخیص لپاره به د هغوی ظرفیت لوړ کړي.

د دې موخه دا ده چې د ۲۰۲۵ کال نه مخکې دا مرض له منځه يوسي.

یو ډاکټر د مارچ په ۱۵ مه د فاټا په خیبر ایجنسۍ کې په وړیا طبي کمپ کې د افغان ماشومانو معاینه کوي. [د فاټا د روغتیا ریاست]

یو ډاکټر د مارچ په ۱۵ مه د فاټا په خیبر ایجنسۍ کې په وړیا طبي کمپ کې د افغان ماشومانو معاینه کوي. [د فاټا د روغتیا ریاست]

خان پاکستان فارورډ ته د اپريل په ۲ مه وویل، "دا صوبه د افغانستان د ټي بي د زيات ناروغانو سره مخ ده، چې [موږ په دې مجبوره کوي] چې هغوی ته وړیا علاج برابر کړو او ... ځايي خلک د ټي بي په مرض کې د اخته کيدو نه خوندي وساتو."

د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې، په پاکستان کې ۲،۳ میلیونه افغان کډوال اوسيږي، او هره مياشت د دواړو هيوادونو نږدې ۱۰ ميلیونه خلک د پولې دواړو غاړو ته تګ راتګ کوي.

د افغانستان او پاکستان د فاټا تر مينځ په پولو باندې چيک پوسټونو ته د خیبرپښتونخواه د نږدې والي مطلب دا دی چې د کې پي په خلکو کې به د ټي بي لوړ خطر موجود وي، ځکه چې افغانان د فاټا له لارې پاکستان ته داخليږي او خيبر پښتونخواه ته د علاج او نورو خدماتو لپاره راځي.

خان وویل، "په افغانستان کې د ټي بي خپریدل د سیمې لپاره يو لوی ګواښ دی ... له دې کبله موږ ستراتیژۍ جوړو چې په عامو خلکو کې د دې مرض د خپريدو مخه ونيسو."

هغه وويل، "موږ د پولې په اوږدو کې د افغان د ټي بي مريضانو د آزاد تګ راتګ په اړه اندېښمن يو، دا يوه داسې مسله ده چې د دې مرض د ختمولو لپاره په پلانونو باندې اثر کوي."

د افغانستان ځانګړي روغتیايي چيلنجونه

په ۲۰۱۷ کال کې د نړیوالې روغتیا سازمان (ډيليو ايچ او) د اټکلونو له مخې، هرکال نږدې ۶۱،۰۰۰ خلک په افغانستان کې د ټي بي په مرض کې اخته کيږي، چې په دې کې هرکال ۱۲،۰۰۰ کسان د ټي بي له کبله مړه کيږي.

د ډيليو ايچ او له مخې، په عین حال کې په پاکستان کې هرکال د ټي بي نږدې ۵۱۰،۰۰۰ نوي کيسونه رامنځته کيږي.

د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ، په افغانستان کې د ټي بي په تشخيص شوي کيسونو کې نږدې ۲۰٪ زیاتوالی ثبت کړی شو، چې د دې مرض د تشخيص، معاینې او معلومولو په برخه کې د هیواد چيلنجونه په ګوته کوي.

په دغو چيلنجونو کې کمه صفايي، د ټي بي د بيکټيريا د مخنيوي لپاره د دوايانو کمی، او د ايچ آی وي په وړاندې د افغانانو د قوت مدافعت کمزوی سيسټم شامل دي.

د خیبرپښتونخواه د روغتیایی خدماتو څانګې ډايريکټر جنرل ډاکټر ایوب روز وویل، په افغانستان کې د طبي تاسیساتو نشتوالی وضعیت لا نور هم خراب کړی دی، چې د خيبر پښتونخواه د ډاکټرانو هڅو ته زيان رسوي.

هغه وويل، د خیبر پښتونخواه چارواکي د افغانستان د ايچ آی وي/ایډز مريضانو ته هم وړیا علاج برابروي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ هیله لرو چې د ټي بي پر ضد نوې هڅې به د خیبر پښتونخواه صوبه او همدارنګه افغانستان د ټي ‌ي نه پاک کړي." "په تیره میاشت کې، موږ ۱،۱۰۰ افغانانو ته وړیا خدمتونه ورکړې دي."

حضرت نبي، چې په جلال آباد کې ۳۹ کلن افغان کارګر دی، په دغه مريضانو کې دی چې د دغه وړیا علاج نه ګټه پورته کوي.

نبي وويل، هغه هره مياشت پېښور ته ځي چې د ټي بي ټسټونه وکړي او د ټي بي لپاره دوايي ترلاسه کړي. هغه پاکستان فارورډ ته وویل، علاج ښه روان دی.

هغه ډاکټرانو ته وویل، "زه د معمول په توګه کار کولی شم او په شپږو میاشتو کې به عادي حالت ته راشم."

ډاکټر مختيار زمان آفريدي، چې په پیښور کې په خیبر ټيچنګ هسپتال کې د ټي بي او د سينې د وارډ مشر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "په افغانستان کې سماجي پابندۍ د ټي بي په ختمولو کې يو خنډ دی.

هغه وويل، په دواړو هېوادونو کې خلک د ټي بي په اړه غلط خيالات لري، لکه د دې علاج نا ممکن دی او د لاس ميلاوهلو او يا يو ځای خوراک خوړلو سره دا مرض بل کس ته منتقل کيږي.

د زمان له مخې، ناپوهه کسان د معلوماتو نه لرلو له کبله د ويرې احساس کوي چې د ټي بي مريضان دې فوري په ځان له وارډونو کې داخل کړی شي او د ټي بي دوايانې په انسان کې شنډتوب رامنځته کوي.

په پاکستان کې د ټي بي په ۵۱۰،۰۰۰ کسانو کې په خیبر پښتونخواه کې هر کال د ټي بي ۶۰،۰۰۰ کيسونه رامنځته کيږي.

دواړه خواو ته کوششونه کول

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وزير فیروز الدین فیروز پاکستان فارورډ ته په ايميل کې وويل، د افغانستان د روغتیا چارواکي هم په ټول هیواد کې د ټي بي کيسونو د کمولو لپاره کار کوي.

هغه وويل، خو یوازې یو څو صوبې د دې ناروغۍ لپاره وړیا تشخیصي خدمتونه او علاج وړاندې کوي.

فیروز وویل، "د افغانستان روغتیایی انفراسټرکچر په خراب حالت کې دی." هغه زياته کړه، چې روغتیایي آسانتیاوې او نړیوال روغتیایي ادارې، لکه د سره صلیب نړیواله کمیټي او میډیسن سينس فرنټیرز (بې پولې ډاکټران)، د طالبانو لخوا په نښه شوي دي.

هغه وويل، "موږ په پکتيا صوبه کې د تجهیزاتو سمبال مرکز جوړ کړی دی، چې خورا کوچنی دی او د هیواد ټول ضروريات نه شي پوره کولی." هغه د افغان روغتونونو، کلینیکونو، درملتونونو او لوړ پوړو ډاکټرانو څخه غوښتنه کوي چې د ټي بي مريضان پیښور ته د علاج لپاره واستوي.

فيروز وويل، "موږ هڅه کوو چې دا يقيني کړو چې د ټي بي شرح د ۵٪ نه کمه وي، د مرض تشخيص معلومول ۹۰٪ او د علاج شرح د ۹۰٪ نه زياته يقيني کړي، چې د دې لپاره موږ په پاکستان باندې تکيه کوو."

فيروز وويل، موږ نه یوازې د ټي بي د مريضانو په علاج کولو کې بلکې زمونږ د خلکو د روغتيا په اړه په نورو مسلو کې د پاکستان د همکارۍ مننه کوو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د پولې هاخوا د ټي بي مرض خپریدل د پاکستان لپاره یوه لویه ستونزه ده او په پاکستان کې د ټي ‌بي په کنترولولو کې يو خنډ دی. سربېره پر دې، په دې مقاله کې د هغه افغان کډوالو شمير نه دی ښودل شوی کوم چې په ټې بي مرض کې اخته دي.

ځواب