سياست

سرشمېرنه په پاکستان کې د اقلیتونو لپاره امید او ویره رامنځته کوي

ای ايف پي لخوا

د پاکستان د شمارياتو د ادارې يو چارواکی د لاهور په يوهان آباد نيبر هوډ کې د مارچ په ۲۸مه د يو عيسایۍ ښځې نه معلومات ترلاسه کوي. [عارف علي / ای ايف پي]

د پاکستان د شمارياتو د ادارې يو چارواکی د لاهور په يوهان آباد نيبر هوډ کې د مارچ په ۲۸مه د يو عيسایۍ ښځې نه معلومات ترلاسه کوي. [عارف علي / ای ايف پي]

اسلام اباد -- د پاکستان مذهبي اقليتونه، چې محرومه پاتې شوي دي او په هغوی باندې حملې شوي دې او بار بار پرې د کفر تور لګيدلی دی، هيله مند دي چې د ۱۹۹۸ کال نه وروسته د هېواد لومړۍ سرشمېرنې به د سیاسي استازیتوب او د بشري حقونو په لور يو ګام وي.

د لاهور په ګنجان آباد يوهانه آباد ډسټرکټ کې، چې په پاکستان کې د عيسايانو تر ټولو لوی نيبرهوډ دی، يو فعال ساجد کریسټوفر وويل، چې د هغه ټولنه هيله لري چې دهغه ټولنه به وشمېرل شي.

نوموړي ای ايف پي ته وويل: "دا سرشمېرنه به موږ ته په دوو طريقو سره ګټه راکړي." "اول دا چې موږ به د خپلې آبادۍ د کره شمير په باره کې پوهه شو، ځکه چې تر اوسه پورې صرف د ابادۍ اندازه لګولی شوې ده."

هغه وويل: "دوهم دا چې په پارلمان کې به زموږه استازيتوب زموږ د خلکو د آبادۍ سره سم وي، ځکه چې زمونږ موجوده استازيتوب په جمهوري سيسټم کې د ۱۹۸۱ کال د سرشمېرنې په بنياد دی."

سرشمېرنه يوه قوي وسيله ده

په چټکۍ سره مخ په وړاندې پاکستان په نړۍ کې د آبادۍ په لحاظ سره شپږم هيواد دی، چې اندازتاً ۲۰۰ میلیونه خلک لري، خو د دوو عشرو راهیسې، چې هر لس کاله وروسته د سر شميرنې ترسره کول يو آيني ضرورت دی، په دې هيواد کې سرشمېرنه نه ده ترسره شوې.

سياستدانانو د سرشمیرنې د ممکن اثراتو د دوجې نه د کلولو لپاره دا ځنډولې ده.

د اقليتي ګروپونو اټکل شوی شمير لکه د عيسايانو شمير تقريبا د ۲ میلیونه نه تر ۱۰ ميليونو پوری دی او د هندوانو شمير د ۴.۵ میلیونو پوری دی. خوا دا شمير متنازعه دی.

د کریسټوفر د خيالاتو څرګندونه د ملګرو ملتونو د وګړو د فنډ مشاور نينسي سټيجلر وکړه. هغه سر شمیرنه نه يوازې د اقلیتونو بلکي د پاکستان د ټولو خلکو لپاره د پلان جوړولو لپاره يوه قوي وسيله وبلله.

د سر شمیرنې دقیق معلومات به د مخالفت سبب جوړیږي، ځکه: چې دا به سیاسي پولې په ګوته کړي او د وسايلو ويش به رامنځته کړي.

دا سر شميرنه په دوو پړاونو کې ترسره شوې: د ۱۵ مارچ نه تر ۱۵ اپریل پورې او ۲۵ اپریل نه ۲۵ می پورې. تمه کيږي چې نتيجې به د جولای په پای کې وړاندې کړل شي.

د نظر انداز کولو ويره

دا پروسه د مشکلاتو نه خالي نه ده -- او ټول مذهبي اقليتونه نه غواړي چې ځان ظاهر کړي.

د پاکستاني احمديانو، چې يو اسلامي فرقه ده چې د حضرت محمد (ص) نه وروسته په پيغمبر باندې د خپل باور له کبله غير مسلمانان ګرځول شوي دي، شمېر تقريبا ۵۰۰،۰۰۰ دی او د ظلم او تاوتريخوالي قربانيان دي.

حتی چې هغوی د دې نه هم منع کړی شوي دي چې دوی ځان ته مسلمانان ووايي. هغوی هغه وخت ځان په خطر کې محسوسوي کله چې د سرشمېرنې چارواکي د هغوی نه غوښتنه کوي چې هغوی خپل دین څرګند کړي.

سليم الدين، چې د ټولنې يو وياند دی، ای ايف پي ته، د حفاظتي وجوهاتو له کبله د دغه کس د شناخت په نه ظاهرولو وويل، کله چې د بلوچستان يو اوسېدونکی د پاکستان د سر شميرينې چارواکو ته ځان د احمدي په توګه څرګند کړو، نو هغوی هغه د جومات نه وشړلو کوم ځای چې هغوی کورنۍ د شمير لپاره راټولې کړي وې.

هغه وويل، په نورو کيسونو کې، د سرشمېرنې چارواکو په ساده ډول دا وګڼل چې احمديان مسلمانان دي ځکه چې د هغوی نومونه د عامو خلکو د نومونو نه ډېر مختلف نه وو او هغوی په خپله د مسلمان بکس انتخاب وکړو. دا یو ډير خطرناک ګام دی.

سليم الدين وويل، د پاکستان د قوانینو له مخې، "که چيرې ما خپل ځان د يو مسلمان په توګه څرګند کړو ... نو ما ته به د درې کلونو لپاره د قيد سزا راکړل شي."

کم توقعات

حتی هغه ډلې چې د خپل شناخت لپاره ليوالتيا لري، هغوی هم احتیاط کوي، د هغوی شک د هغه تلخ تجربانو نه ډک دی د کومو سره چې د پاکستان اقلیتونو ډیر مخامخ دي.

وګړي ځان د مسلمان، عيسايي، هندو، احمدي يا د "نورو" په توګه ظاهرولی شي.

خو د هندوانو د حقونو فعال کپیل ديو په حکومت باندې د عدم توافق تور په دې و جه ولګوو چې په سرشمېرنې کې د ذات آپشن موجود دی، په داسې حال کې چې يوه ټولنه غواړي چې زه دې د يو اقليت په توګه ثبت کړی شم.

راديش سنګ ټوني د پېښور ښار عدالت ته لاړو ځکه چې په فارم کې د سيک مذهب ذکر نه وو.

عدالت د دغه فعال په حق کې فيصله ورکړه او حکومت ته يې امر وکړو چې په فارم کې دې سیکان شامل کړل شي -- خو سر شمېرنه له مخکې نه پيل شوي وه او راديش هليه مند نه وو.

هغه ای ايف پي ته وويل، "حکومت د عدالت حکم نظرانداز کولو ریکارډ لري."

که څه هم، کریسټوفر باور لري، خو د هغه عيسايان ملګري ډېر استدلال کوي چې که څه هم د هغوی په سمه توګه شمېر وکړل شي، دا به تر هغې هيڅ هم تبديل نه کړې تر څو چې پاکستان د غیر مسلمو په وړاندې چلند ښه نه کړي.

پروېز جذبي، چې په اسلام آباد کې ۳۷ کلن مسيحي دوکاندار دی، وويل، "دا يو حقيقت دی چې مسلمانان د عیسايانو پرمختګ ليدل نه غواړي او نه غواړي چې هغوی ښه تعليم او ښه کار ترلاسه کړي."

عیسایۍ سټوډنټې، ثانيه نشتر د دې سره موافقه وکړه چې "د تعصب عنصر تل شتون لري."

سليم الدين وويل چې احمدي کس چې د بلوچستان د جومات نه وتښتېدلو د کرکې د کمپاین هدف جوړ شو او حتی د خوراکي توکو اخيستلو نه هم منع شوی وو.

سليم الدين ای ايف پي ته وويل: "هغه له خپلې کورنۍ سره وتښتېدلو." "هغه د هغه وخت راهیسې په پټه ژوند کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 5

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه له پاکستان حکومت څخه غوښتنه کوم چې آيا د پيپلز پارټۍ د "بهټو" نوم په دې کې شامل شوی دی او که نه. مهرباني وکړئ وګورئ او په ټول هيواد کې يې شمير وکړئ.

ځواب

زه د پاکستان د ۲۰۱۷ شميرنې د نتيجو انتظار کوم او په دې کې دلچسپي لرم.

ځواب

زه د ۲۰۱۷ کال د سر شميرنې په مرتب شوي نتيجو کې دلچسپي لرم

ځواب

دغسې دوام ورکړئ

ځواب

که چیرې د سرشمیرنې ټیم زموږ کور ته رانه شي نو موږ باید څه وکړو؟ مهرباني وکړئ ووايئ.

ځواب