کراچۍ -- د هغې وکيل د جمعې په ورځ ( د اپريل په ۶ مه) وويل، يوه پاکستانۍ ښځه، چې په ۱۹۹۸ کال کې د خپلې کورنۍ د وژلو له کبله ورته د پهانسۍ سزا ارول شوې وه،۲۰ کاله وروسته خوشې شوه.
عاصمه نواب يوازې د ۱۶ کالو وه، کله چې په کال ۱۹۹۸ کې د هغې والدين او ورور په کراچۍ کې د غلا کولو په جریان کې ووژل شول.
عاصمه، د هغې منګيتر احمد او دوه نور کسان ونيول شول او د مرګ سزا ورته واورل شوه. په دوی دا تور وو چې دغې جوړې ته د واده د اجازت نه ورکول د وجې دوی دغه کورنۍ ووژله.
د پاکستان په عدالتي سیسټم کې په درخواستونو په تدريجي توګه کار روان و. په ۲۰۱۵ کال کې، د هغې وکیلانو په سپريم کورټ کې درخواست جمع کړو، چې -- د دريو کالو د اوريدنې نه وروسته -- عدالت د نواب او نورو د خوشې کولو حکم ورکړو.