جرم او انصاف

د جرمونو د صدمې ترلاسه کولو نه وروسته، پاکستانیان یوځای کیږي چې ماشومان په ښه توګه خوندي وساتي

د جاويد خان لخوا

د پنجاب صوبې وزير اعلی شهباز شریف (ښي اړخ ته) د جنورۍ په ۲۳ مه د آمين انصاري، چې د زینب فاطمه امین پلار دی، سره يو ځای پريس کانفرنس کوي. د زينب سره جبري زنا وکړل شوه او په قصور کې مړه وموندل شوه. پولیسو په دغه کيس کې کلیدي شکمن نیولی دی. دغه شکمن کس اعتراف وکړو چې هغه د زینب سره جبري زنا کړې وه او هغه يې وژلې وه. هغه د اوو نورو ماشومانو سره د جبري زنا کولو هم اعتراف وکړو. [عارف علي / ای ايف پي]

د پنجاب صوبې وزير اعلی شهباز شریف (ښي اړخ ته) د جنورۍ په ۲۳ مه د آمين انصاري، چې د زینب فاطمه امین پلار دی، سره يو ځای پريس کانفرنس کوي. د زينب سره جبري زنا وکړل شوه او په قصور کې مړه وموندل شوه. پولیسو په دغه کيس کې کلیدي شکمن نیولی دی. دغه شکمن کس اعتراف وکړو چې هغه د زینب سره جبري زنا کړې وه او هغه يې وژلې وه. هغه د اوو نورو ماشومانو سره د جبري زنا کولو هم اعتراف وکړو. [عارف علي / ای ايف پي]

پیښور -- پاکستاني چارواکي، مشهور شخصيات، والدين او ښوونکي په مختلف محاذونو کې اقدامات کوي چې د ماشومانو ساتنه وکړي ځکه چې د جبري زنا او د جينکو د وژلو ډیرو ستر کيسونو ټول قوم په صدمه کې اخته کړی دی.

د زينب لپاره انصاف

هغه لومړی کيس، چې سږ کال يې د هيواد او نړۍ پام ترلاسه کړو، د زینب فاطمه آمین کيس و. د راپورونو له مخې، د هغې عمر د ۶ او ۸ کلونو ترمنځ و.

زینب د جنورۍ په ۴ مه د پنجاب صوبې په قصور ډسټرکټ کې اغوا کړی شوه. پنځه ورځې وروسته، د هغې لاش، چې د جبري زنا کولو نښې یې لرلې، خپل کور ته نږدې په ډيران کې وموندل شوه.

ای ايف پي راپور ورکړو، د هغې د لاش موندلو په قصور کې فسادات رامنځته کړو. په ټول پاکستان کې خلکو شمعې بلې کړې او په سوشل ميډيا باندې د هيش ټيګ # د زينب لپاره انصاف خپور شو چې مشهورو شخصياتو، سیاست دانانو او د ویب غصه ناک کارونکو د اقداماتو غوښتنه وکړه.

د عاصمه، څلور کلنې ماشومې، په وژلو کې اصلي شکمن کس، د هغې کزن، محمد نبي، ۱۵ کلن، د فبرورۍ په ۷ مه په پېښور کې د خیبر پښتونخواه د پولیسو په مرکز کې میډیا ته وړاندې کيږي. چارواکي وايي چې نبي اعتراف وکړو چې هغه د دغه جينۍ سره د زنا کولو د کوشش نه وروسته دغه جينۍ مړه کړې وه. [جاوید خان]

د عاصمه، څلور کلنې ماشومې، په وژلو کې اصلي شکمن کس، د هغې کزن، محمد نبي، ۱۵ کلن، د فبرورۍ په ۷ مه په پېښور کې د خیبر پښتونخواه د پولیسو په مرکز کې میډیا ته وړاندې کيږي. چارواکي وايي چې نبي اعتراف وکړو چې هغه د دغه جينۍ سره د زنا کولو د کوشش نه وروسته دغه جينۍ مړه کړې وه. [جاوید خان]

پولیسو د جنورۍ په ۲۳ مه قصور ته نژدې شکمن محمد عمران علي، ۲۴ کلن، وروسته له هغې ونيولو کله چې چارواکو تایید وکړو چې د علی ډي اين ای د جرم د ځای نه ترلاسه کړی شوی دی او د هغه اوو نمونو سره سمون خوري کومې چې په دې وروستيو کې په دغه سيمه کې په ورته کيسونو کې ترلاسه شوي وې.

په تیرو دوو کلونو کې په قصور سیمه کې د جنسي تیري او وژنې لږ تر لږه څلور نور کيسونه ثبت شوي، خو دا لا څرګنده نه ده چې آيا دا د دې کيس سره تعلق لري.

عاصمه په خيبر پښتونخواه کې

په بل يو کيس کې، څلور کلنه عاصمه د خیبر پښتونخواه په مردان ډسټرکټ کې د جنورۍ په ۱۳ مه ورکه شوه. بله ورځ د هغې لاش وموندلی شو.

د فبرورۍ په ۶ مه، پولیسو د عاصمه کزن، ۱۵ کلن محمد نبي، ونیولو.

په مردان کې د پولیسو ډپټي انسپکټر جنرل، محمد عالم شینواري، پاکستان فارورډ ته وویل، "د یو شمیر خنډونو سره، موږ په دې کيس کار کړی او تورن کس مو نیولی دی."

شينواري وويل، نبي اعتراف وکړو چې د هغې د وژلو نه مخکې هغه د دغې ماشومې سره د ګنو په پټي کې د جبري زنا کولو کوشش کړی و.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د دې کيس د حل کولو له امله د خیبرپښتونخواه د پولیسو ستاينه وکړه.

د ډان خبري اژانس له مخې، هغه وويل، د عاصمه وژلو او نورو کيسونو څرګنده کړې چې مسلکي او يو مثالي پوليس ځواک د ميډيا او سياسي تنقيد سره خپل کار په اغيزمنه توګه ترسره کوي او ښه نتيجې ورکوي."

د جنسي جنايتکارانو په اړه ماشومانو ته تعلیم ورکول

د دې پیښو له امله په ټول هیواد کې يو کمپاين پيل شوی چې ماشومانو او والدينو ته تعليم ورکړي چې څنګه ماشومان د جنسي تيري نه خوندي وساتي.

نورين سميع، چې په پیښور کې د دریو ماشومانو مور ده، پاکستان فارورډ ته وویل، "زه له خپلو ماشومانو سره کينم او په دوستانه انداز سره هغوی پوهه کوم چې څنګه به دوی ځان د ناشنا کسانو او حتی د هغه کسانو چې دوی يې پيژنې لکه د ګاونډيانو او يا د خپلوانو د لاس اچولو نه خوندي وساتي."

هغې وويل، داسې ډيرې پېښې رامنځته شوې، چې د ماشومانو سره په کې زياتې شوې، خو د دې په اړه پوليسو ته خبر نه دى ورکړل شوې. "د زینب د پیښې نه وروسته، اوس به خلک خپل ماشومان د داسې وضعیت نه خوندي ساتي."

شاد بيګم، چې په اسلام آبد کې د چلند او پوهې د بدلون ټولنې ايګزيکيټيو ډايريکټره ده، وويل، "د دې وروستي پیښو نه وروسته، هرڅوک غواړي چې ټولې ښځې يوځای کړي، يو پیاوړی ګروپ جوړ کړي او هغه کسانو ته سبق وښيي کوم چې د ښځو استحصال کوي."

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، پکار ده چې د ښځو او ماشومانو درناوی وشي او د هغوی سره جنسي تیري او نور ظلمونه ونه شي. "جنسي تاوتریخوالی یوه لویه ستونزه ده چې د یو انفرادي عمل د تجزيې کولو سره دا مسله حل کيدې نه شي."

بیګم وویل، والدین، ښوونکي او په ټولنه کې هر يو کس له پکار ده چې نه یوازې خپلو ماشومانو ته تعليم ورکړي، بلکې د هغه کلتور په ختمولو باندې هم کار وکړي په کوم کلچر کې چې ماشومان او ښځې خوندي نه وي.

د پوهاوي ملاتړ

د پاکستان مشهورو شخصياتو په ټولنیز رسنیو باندې د پوهاوې کمپاین پیل کړی دی چې موخه يې ځوانې جينکۍ او هلکان د جنسي تیري، تښتونې او وژنې نه خوندي ساتل دي.

په لاهور کې يوه اداکاره او فعاله نادیه جمیل په هغو کسانو کې ده کومو چې د هغو کسانو په وړاندې غږ پورته کړی کوم چې د ماشومانو استحصال کوي.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ ټولو له پکار ده چې یوځای کار وکړو چې ماشومانو ته يو داسې چاپیریال برابر کړو چيرته چې دوی خوندي او په آرام سره وي."

جمیل په ټویټر باندې یو کمپاین ترسره کوي چې ماشومانو او میرمنو ته د ښه چاپیریال چمتو کولو لپاره په خلکو کې پوهاوي رامنځته کړي.

هغې په يو ټويټ کې وويل، "د اصلاحاتو لپاره کوشش وکړئ، زموږ د ماشوم د ساتنې قوانينو د ښه کولو لپاره کوشش وکړئ، د واده عمر لوړ کړئ، تعليم ښه کړئ او دا لازمي کړئ او د چايلډ ليبر په اړه راپور ورکړئ."

هغې د پاکستان په هر يو ښار کې په چارواکو زور ورکړو چې د هلکانو او جينکو لپاره د سپورټ تفریحي مرکز پرانیزي.

هغې وويل، "ما ليدلي چې سپورټ د زيات شمېر ځپل شويو ماشومانو چلند بدلوي." "ټول ماشومان زموږ دي. هرې صوبې ته د دې سهولتونو ضرورت دی، خو ځینو ته د نورو نه د زيات سهولتونو ضرورت دی."

د ماشوم د ساتنې ورځ

جیو نیوز راپور ورکړو چې په پنجاب کې، چېرې چې زینب ووژل شوه، صوبايي حکومت د فبرورۍ اوومه نيټه د ماشوم د ساتنې ورځ مقرر کړې ده.

د دې نوښت د یوې برخې په توګه، حکومت یوه کتابچه او نور تعلیمي توکي چاپ کړي چې والدينو، ښوونکو او نورو کسانو ته تعليم ورکوي چې څنګه دوی خپل ماشومان د زیان نه بچ وساتي.

په مختلفو چینلونو باندې يو اشتهار ماشومانو ته تعليم ورکوي چې څنګه دوی د ناشنا او خپلوانو د جنسي تیري نه ځان خوندي وساتي.

يو شمير ښوونکو په پبلک او پرايويټ سکولونو کې د زده کونکو، په ځانګړې توګه د هغو ماشومانو سره کوم چې د ۱۰ کالو نه کم عمر لري، سره غونډې کړي دي چې دوی ته د دې موضوع په اړه درس ورکړي.

جهانزيب خان، چې په پيښور کې يو استاد دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "په ټولو سکولونو او کالجونو کې ښوونکي باید زده کونکو ته ووايي چې څنګه به دوی ځان خوندي ساتي."

هغه زياته کړه، والدين بايد د خپلو ماشومانو سره دوستانه اړيکي ولري چې په ډاډ زړه د هغوی سره د هرې موضوع په اړه خبرې وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500