بشري حقونه

پاکستان د بشري حقونو سترې فعالې عاصمه جهانګیر ته باج ورکوي

پاکستان فارورډ

په دې انځور کې چې د ۲۰۱۱ کال د دسمبر په ۳۰ مه اخيستل شوی دی، د پاکستان د بشري حقونو فعاله او د سپريم کورټ وکیله عاصمه جهانګیر په اسلام آباد کې د ميډيا سره خبرې کوي. هغه د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۱۱ مه مړه شو. [عامر قريشي / ای ايف پي]

په دې انځور کې چې د ۲۰۱۱ کال د دسمبر په ۳۰ مه اخيستل شوی دی، د پاکستان د بشري حقونو فعاله او د سپريم کورټ وکیله عاصمه جهانګیر په اسلام آباد کې د ميډيا سره خبرې کوي. هغه د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۱۱ مه مړه شو. [عامر قريشي / ای ايف پي]

اسلام آباد -- پاکستان او نړیواله ټولنه په دې هفته کې د بشري حقونو د سترې فعالې "عاصمه جهانګیر"په مرګ باندې ماتم کوي او د هغې ستاينه کوي ځکه چې هغې د ټولو خلکو لپاره د انصاف او يووالي غوښتنه کړې وه.

عاصمه جهانګير، ۶۶ کلنې، د پاکستان د بشري حقونو کمیشن جوړ کړی و او یو ځل یې په ایران کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه کار کړی و. د هغې کورنۍ اعلان وکړو، چې هغه د يک شنبې په ورځ ( دفبرورۍ په ۱۱ مه) په لاهور کې په يو هسپتال کې د زړه د دورې له کبله مړه شوه.

هغې د مذهبي اقليتي ټولونو د دفاع کولو، د توهين رسالت د سختو تورونو سره د مبارزې او د "ناموس" په نامه د وژلو په کيسونو کې د حقوقو کمیسون په مشهورولو کې مرسته کړې وه. د ناموس په نامه د وژلو په کيسونو کې قربانيان، عموماََ ښځې، د خپلې کورنۍ د شرمولو له کبله د خپلوانو لخوا وژل کيږي.

عاصمه جهانګیر په خپل ژوند کې یو شمېر بریالیتوبونه ترلاسه کړل، چې په دې کې هغې يو شمير غلام مزدوران د مقدمې له لارې د خپلو "مالکانو" نه آزاد کړل او هغې يو ستر عدالتي کيس وګټلو چې ښځو ته په کې د خپلې مرضۍ مطابق د واده کولو اجازه ورکړی شوه.

د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۱۱ مه په لاهور کې د بشري حقونو د فعالې، عاصمه جهانګیر، د مرګ د اعلان نه وروسته، پاکستاني ماتم کوونکي د هغې کور نه بهر راټوليږي. [عارف علی / ای ايف پي]

د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۱۱ مه په لاهور کې د بشري حقونو د فعالې، عاصمه جهانګیر، د مرګ د اعلان نه وروسته، پاکستاني ماتم کوونکي د هغې کور نه بهر راټوليږي. [عارف علی / ای ايف پي]

د ملګرو ملتونو سيکريټری جرنل انټونیو ګټیريس د هغه کسانو سره "د خپل خفګان" څرګندونه وکړه کوم چې د دغه وکيلې په مرګ باندې ماتم کوي.

هغه په یو بیان کې وویل، "موږ د بشري حقونو یوه ستره فعاله له لاسه ورکړې ده."

"هغې نه يوازې په کورني عدالتي نظام کې د يو پاکستانۍ وکیلې په توګه بلکې د نړیوالې مدني ټولنې د فعالې په توګه او یا د ځانګړي استازي په توګه هم د ټولو خلکو د حقونو او مساواتو لپاره سخته مبارزه وکړه."

هغه وويل، "عاصمه ډيره قابله، زياته اصول پسنده، باوري او رحمدله وه."

'تر ټولو زياته زړوره'

په سوشل ميډيا باندې خلک د هغې په مرګ باندې ماتم کوي، په داسې حال کې چې ځيني پاکستانيان دا فکر کوي چې هغه د "اخلاقو يوه نمونه" وه.

په پاکستان کې د نوبل جايزې ګټونکي ملاله يوسفزۍ په يو ټويټ کې وويل، "که چيرې مونږ غواړو چې هغې ته دې تر ټولو ښه باج ورکړو نو مونږ له پکار ده چې د بشري حقونو او جمهوريت لپاره د هغې مبارزې ته دوام ورکړو." هغې زياته کړه، هغې په تېره اونۍ کې د عاصمه جهانګير سره په آکسفورډ کې ليدنه کړې وه.

ژورنالېست وجاهت خان په يو ټويټ کې وويل، چې هغه او ډیرو نورو کسانو د عاصمه جهانګیر د خيالاتو سره توافق نه لرلو. "خو هغه تر ټولو غوره ښځه وه. او په دې هیواد کې تر ټولو قابله او زړوره ښځه وه."

وزير اعظم شاهد خاقان عباسي د عاصمه جهانګير په مرګ باندې د خفګان څرګندونه وکړه او د قانون حاکميت په ساتلو او د بشري حقوقو په خوندي کولو کې یې د هغې د مرستې ستاينه وکړه.

د دوشنبې په ورځ، د ورځپاڼو په لومړو پاڼو کې عاصمه جهانګیر ته باج ورکړل شو، چې د بشري حقونو کيسونو په ګټلو کې هغې د خپل ژوند په جریان کې د مرګ د ګواښونو، وهلو او قيد سره مخامخ شوې وه.

ډان ورځپاڼي د "زړه وره عاصمه" په نوم په خپلې اداريې کې وويل، چې عاصمه جهانګیر یوه داسې ښځه وه چې ټول پاکستانیان پرې فخر کولی شي او ډیر خلک دا ارمان کوي چې د هغې په شان شي.

دغه ورځپاڼې وليکل، "د عاصمه، چې اصول پسنده او زړوره وه، ليوالتيا او ارادې چې د بدۍ سره مبارزه وکړي، د کمزورو کسانو دفاع وکړي او په پاکستان باندې ټینګار وکړي چې د جمهوري، آيني او سیکولر خيالاتو مطابق خلک ژوند وکړي، هغه په ريښتيا سره يوه مثالي فعاله جوړه کړه."

دي نيوز وليکل چې عاصمه جهانګیر "د هیواد د ټولو مظلوم خلکو لپاره په ډيرې زړورتيا سره آواز پورته کړی وو، چې په ځانګړي توګه يې د پاکستان د ضمیر په توګه عمل وکړو."

دغه ورځپاڼې وویل، "صرف د هغې ناڅاپه مرګ د هغې آوزا بند کړو او مونږه یې د هيواد د تر ټولو زړوره زنانه څخه محرومه کړو."

په بشري حقونو کې ستر پرمختګونه

عاصمیه جهانګیر په ۲۰۱۴ کال کې ای ايف پې ته ویلي وو، د بشري حقونو په برخه کې په پاکستان کې ډیر پرمختګونه شوي دي.

هغې ویلي وو، "يو وخت و چې په هيواد کې بشري حقونه يوه مسله نه وه. بیا د جيليانو حقونه يوه مسله جوړه شوه."

"د ښځو حقونه د مغربي هيوادنو يوه مفکوره ګڼل کيده. اوس خلک د ښځو د حقونو په اړه خبرې کوي -- سیاسي ګوندونه د دې په اړه خبرې کوي، حتی مذهبي ګوندونه هم د دې په اړه خبرې کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500