۱۲ پاکستاني شکمن کسان د وسلو او چاودېدونکو توکو سره ونيول شول

د سټاف راپور

کراچۍ -- ميډيا راپور ورکړو چې پاکستاني چارواکو په ټول هيواد کې لږ تر لږه ۱۲ شکمن کسان ونیول او وسلې او چاودېدونکي توکي يې ترلاسه کړې.

دنیا ټلویزیون او جيو نيوز راپور ورکړو چې پوليسو په کراچۍ کې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۸ مه او ۹ مه) اته مشکوک وسله وال ونيول.

په دغه شکمن کسانو کې درې تنه افغانان وو.

دنیا تلویزیون خبر ورکړو چې چارواکو د سيند صوبې په حيدراباد کې د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۸ مه) درې شکمن کسان ونيول.

د دنیا تلويزيون له مخې، پوليسو وويل، چې هغوی په راولپنډۍ کې يو شکمن ترهګر د چاودېدونکي توکو، ډیټونیټرو او فیوزونو سره ونيوو. دغه شکمن کس د فقيرانو په جامه کې وو.

دنیا تلویزیون خبر ورکړو چې د قانون نافذ کونکو په باجوړ ايجنسۍ او بلوچستان کې په جلا عملیاتو کې د وسلو او چاوديدونکي توکو زېرمې ونيولې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500