د کراچۍ يو مهم قاتل ووژل شو؛ ۱۶ شکمن کسان په پنجاب او پېښور کې ونيول شول

د سټاف راپور

کراچۍ - د پاکستان پوليسو يو مهم قاتل په ډزو ووژلو او ۱۶ نور شکمن کسان یې په ملي کچه ونيول.

د جيو نيوز راپور له مخې پوليسو وويل، هدفي قاتل عرفان پټهان د ۱۰۰ نه په زيات مرګونو کې ښکیل وو. هغوی هغه په کراچۍ کې د جمعې په ورځ (د جنورۍ په ۲۷مه) په لیاري سيمه کې په يوه نښته کې ووژلو. جيو نيوز زياته کړه چې د پټهان درې شکمن ملګري وتښتېدل.

دنیا تلویزیون خبر ورکړو، له بلې خوا، د پنجاب پولیسو د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۶مه) په نادرشاه کوټ سيمه کې درې شکمن ترهګر ونيول او د چاودېدونکو توکو تقريبا ۱.۴ ټنه زيرمه یې ترلاسه کړه.

سي ټي سي وويل چې دغه شکمن کسانو پلان لرلو چې په ګجرانواله ډسټرکټ کې بريد ترسره کړي.

جيو نيوز د پوليسو له خولې خبر ورکړو چې په پېښور کې پولیسو د جمعې په ورځ (د جنورۍ په ۲۷مه) په دورنپور سيمه کې ۱۳ شکمن کسان ونيول. چارواکو وويل، هغوی د شکمن کسانو نه د وسلو يوه زیرمه ترلاسه کړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500