کراچۍ -- ميډيا راپور ورکړو چې چارواکو په ټول پاکستان کې ۲۶ شکمن کسان ونیول او د وسلو او چاودېدونکو توکو يوه زېرمه یې ترلاسه کړه.
دنیا تلویزیون خبر ورکړو چې په کراچۍ کې د یکشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۹مه) په ګډو عملیاتو کې درې شکمن کسان ونيول شول.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر وويل، چارواکو د بغاوت ضد رد الفساد عملياتو ترسره کولو کې د پنجاب صوبې په مختلفو سیمو کې ۱۹ شکمن کسان ونیول.
ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې فرنټير کور د بلوچستان په کوهلو ډسټرکټ کې د ۲۸ کلوګرامه چاودېدونکو توکو او شپږ راکټونو يوه زيرمه د شنبې په ورځ (د مارچ په ۱۸مه) ونيوله.
ډان خبري اژانس زياته کړه چې چارواکو په کوټه کې د سب مشين ګننو او راکټونو سره څلور شکمن کسان ونيول.