کراچۍ - د سیند د اقليتي چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۲ مه) اعلان وکړو چې صوبه سیند به د لږې امدنۍ اقليتي طالب علمانو ته سکالرشپونه ورکوي.
ډان خبري اژانس د پاکستان د راډيو له قوله خبر ورکړو چې د پروګرام موخه دا ده چې د طالب علمانو سره د مذهب او نسب په پرتله په ښه تعليم حاصلولو کې مرسته وکړي. دا سکالرشپونه د سيکنډري او پوسټ سيکنډري کلاسونو لپاره دي.
د سیند د اقليتي چارو وزارت وايي، درخواست فارمونه په ټولو سکولونو، کالجونو او يونيورسټو کې موجود دي.
موږ د سيند حکومت مننه کوو.
ځوابتبصرې 1