زده کړه

د سکالرشپ پروګرام موخه دا ده چې سکالرشپ ترلاسه کوونکي په 'افغانستان کې د پاکستان استازيتوب' وکړي

د آمنه ناصر جمال لخوا

د تير سپتمبر په مياشت کې تقريباََ ۲،۴۰۰ انډر ګريحويټ او ۶۰۰ ګريجويټ سکالرشپونه د علامه محمد اقبال سکالرشپ پروګرام لاندې افغان طالب علمانو ته ورکړل شول. په دغه کسانو کې ځینې په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال سره د فبرورۍ په ۲۷ مه د تصوير لپاره پوز جوړوي. [عمر زاخېلوال / ټویټر]

د تير سپتمبر په مياشت کې تقريباََ ۲،۴۰۰ انډر ګريحويټ او ۶۰۰ ګريجويټ سکالرشپونه د علامه محمد اقبال سکالرشپ پروګرام لاندې افغان طالب علمانو ته ورکړل شول. په دغه کسانو کې ځینې په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال سره د فبرورۍ په ۲۷ مه د تصوير لپاره پوز جوړوي. [عمر زاخېلوال / ټویټر]

لاهور-- د پاکستان تعليمي ادارې د هغه افغان طالب علمانو لپاره د لوړو زده کړو فرصتونه برابروي کوم چې په پاکستان کې د سکالرشپ پروګرام له لارې تعليم ترلاسه کول غواړي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال په ټويټر باندې وویل، د پاکستان صدر ممنون حسین او د هاير ايجوکیشن کميشن (ايچ اي سي) چيرمين مختار احمد په اسلام آباد کې په صدارتي محل کې د سه شنبې په ورځ ( د فبرورۍ په ۲۷ مه) "هغه لسګونو افغان طالب علمانو ته هرکلی کوي کوم چې په دې وروستيو کې د سکالرشپ ترلاسه کولو لپاره راغلي دي."

احمد پاکستان فارورډ ته د فبرورۍ په ۲۰ مه وويل، "افغان طالب علمانو ته به موقعې ورکړې شي چې په پاکستان کې په تعليمي ادارو، مسلکي کالجونو او يونيورسټو کې په مختلفو مضامينو کې اعلی تعليم ترلاسه کړي."

هغه وويل، "د افغانستان سکالرشپ ترلاسه کوونکو لومړنۍ ډله په ۲۰۰۹ کال کې د تعليم وزارت او د بین الصوبايي همغږۍ وزارت لخوا ټاکل شوې وه، چې طالب علمانو ته يې ۳،۰۰۰ سکالرشپونه ورکړي ول."

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال په اسلام اباد کې د فبرورۍ په ۲۷ مه د هغه افغان طالب علمانو سره د تصوير لپاره پوز جوړوي کومو ته چې په پاکستان کې د تعليم لپاره سکالرشپونه ورکړل شوي ول. [عمر زاخېلوال / ټویټر]

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال په اسلام اباد کې د فبرورۍ په ۲۷ مه د هغه افغان طالب علمانو سره د تصوير لپاره پوز جوړوي کومو ته چې په پاکستان کې د تعليم لپاره سکالرشپونه ورکړل شوي ول. [عمر زاخېلوال / ټویټر]

افغان کډوالې جينکۍ په اسلام آباد کې د فبرورۍ په لومړۍ نیټه د کډوالو په کيمپ کې سکول ته ځي. [عامر قریشی / ای ايف پي]

افغان کډوالې جينکۍ په اسلام آباد کې د فبرورۍ په لومړۍ نیټه د کډوالو په کيمپ کې سکول ته ځي. [عامر قریشی / ای ايف پي]

هغه وويل، "دغه طالب علمانو خپل تعليم مکمل کړی دی او خپل هېواد ته بيرته تللي دي."

د پروګرام په دوهم پړاو کې، افغان طالب علمانو د تير سپتمبر په وروستیو کې د علامه محمد اقبال سکالرشپ پروګرم تر لاندې ۲،۴۰۰ انډر ګريجويټ او ۶۰۰ ګريجويټ سکالرشپونه ترلاسه کړل.

احمد وویل، د افغانستان د تعليم وزارت سره د کار کولو سره، ايچ اي سي په افغانستان کې د ميرټ په بنياد د سکالرشپ لپاره د طالب علمانو نه ټسټونه واخيستل، چې په دې کې مختلف مضامين لکه طب، انجنیرينګ، زراعت، منیجمنټ او کمپیوټر ساینس شامل دي.

ايچ اي سي به د پنځو کلونو په اوږدو کې د سکالرشپونو لپاره فنډونه ورکوي.

د پاکستان د چارواکو په وینا، چارواکي به په راتلونکو میاشتو کې د دریم پړاو اعلان وکړي کله چې دوی فنډونه ترلاسه کړي.

دوه قومونه اوږه په اوږه له يو بل سره ولاړ دي

د ايچ اي سي او نړیوالو سرچینو له مخې، د ۷،۰۰۰ نه زيات د يونيورسټۍ افغان طالب علمان د تعليم خرچه په خپله برداشت کوي.

د ۳۰،۰۰۰ نه زيات افغانان، چې په پاکستان کې يې خپل تعليم ترلاسه کړی دی، په افغان حکومت کې او په يو شمير ملټي نيشنل کمپنو کې کار کوي.

احمد هيله څرګنده کړه چې افغانستان او پاکستان به د خپلو خلکو د ګټو لپاره اوږه په اوږه ولاړ وي.

هغه وويل، "د لسيزو راهيسې، دواړه هيوادونه د اورپکۍ سره مخامخ شوي دي، نو ځکه زه افغان طالب علمانو ته مشوره ورکوم چې دا سم وخت دی چې دوی د ښه فعالیتونو لپاره خپله انرژي استعمال کړي."

په پنجاب کې د ايچ اي سي مشر، محمد نظام الدین، پاکستان فارورډ ته وویل، "پاکستان دلچسپي لري چې د پرمختګ او سوکالۍ لپاره په ټولو فرصتونو کې افغانستان شامل کړي."

هغه وويل، "په پاکستان کې په ملي توګه د مقابلې په سخت تعليمي ماحول کې افغان کډوالو او د افغانستان نورو طالب علمانو ته تعليم ورکړل کيږي."

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (يو اين ايچ سي آر) له مخې، پاکستان په نړۍ کې په دوهم نمبر دی چې تر ټولو زيات کډوال-- تقريباََ ۱.۴ ميليونه افغانان -- لري. تقريباََ ۵۰۰،۰۰۰ افغان کډوال ماشومان په پاکستان کې تعليم ترلاسه کوي.

نظام الدین وویل، "افغان طالب علمانو ته هغه تعليم، کوم چې پاکستاني طالب علمان ترلاسه کوي، ورکولو لپاره او د جنګ لخوا ځپل شوي افغانستان کې د يونيورسټو ظرفیت لوړولو لپاره، د پاکستان حکومت هغه طالب علمانو ته سکالرشپونه ورکوي کوم چې په پاکستان کې تعليم ترلاسه کوي."

'طالب علمان د افغانستان راتلونکی دی'

د پنجاب ګورنر ملک محمد رفيق راجوانا وويل، "موږ فخر کوو چې په پاکستاني يونيورسټو کې افغان طالب علمانو ته تعليم ورکوو. په پاکستان کې د خپل تعليم د مکمل کولو نه وروسته به دا طالب علمان په افغانستان کې د پاکستان استازيتوب کوي."

هغه دا بيان په لاهور کې د سکالرشپونو ورکولو په مراسمو کې ورکړو. ايچ اي سي د سپتمبر په ۲۸ مه دا پروګرام منعقد کړی و چې د سکالرشپ پروګرام دوهم پړاو پرانيسته په کې وکړې شوه.

راجوانا هيله څرګنده کړه چې افغان طالب علمان به د دواړو هېوادونو ترمنځ په ښه اړيکو رامنځته کولو کې رول ولوبوي.

هغه وويل، "افغان طالب علمان د افغانستان راتلونکې دی." "موږ چې څومره زياتې پيسې په دوی خرچ کوو، دومره به مونږ د افغانستان وړتیا په لوړولو کې مرسته وکړو."

آمان الله فقيري، چې په افغانستان کې د تعليم د وزیر سلاکار دی، په طالب علمانو زور ورکړو چې دوی دې د بدلون استازي جوړ شي. "هغه د مراسمو په دوران کې وویل، "خپل کور ته خپل يادونه او د سولې پیغامونه ويسئ."

زاخېلوال ايچ اي سي ته د لومړي پړاو د بشپړولو او د دوهم پړاو د پیلولو له کبله مبارکي ورکړه.

هغه د مراسمو په جریان کې وویل، "موږ د طالب علمانو د تبادلې یو مهم اړخ لمانځوو." "زموږ خلک غواړي چې له پاکستانيانو سره ښه اړیکې وساتي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د عقل خلاف يو ګام دی، ځکه چې مونږ ته معلومه ده چې ټول افغانيان د پاکستان خلاف دي. نو بيا ولې پاکستان د افغان طالب علمانو سره مرسته کوي.

ځواب