زده کړه

په پاکستان کې د افغانانو د زده کړې د اسانتیا لپاره هڅې کيږي

د دانش يوسفزۍ لخوا

د افغانستان د سکول يو هلک عادل خان، ۹ کلن، او د هغه د کلاس ملګري په پيښور کې د اګست په ۲۱ مه سبق وايي. عادل غواړي چې استاذ جوړ شي او د خپلې ټولنې لپاره یو سکول پرانیزي. [دانش یوسفزۍ]

د افغانستان د سکول يو هلک عادل خان، ۹ کلن، او د هغه د کلاس ملګري په پيښور کې د اګست په ۲۱ مه سبق وايي. عادل غواړي چې استاذ جوړ شي او د خپلې ټولنې لپاره یو سکول پرانیزي. [دانش یوسفزۍ]

پیښور -- د پاکستان څخه د افغان مهاجرینو راستنیدلو په لړ کې، افغان زده کونکي، چې په پاکستان کې اعلی تعليم ترلاسه کوي، په خپل تعليم جاري ساتلو کې د ستونزو سره مخامخ وو.

په ۲۰۱۶ کال کې، ۳۷۰،۰۰۰ افغان کډوال، د هغه ماشومانو او لمسيانو په ګډون چې په پاکستان کې زېږېدلی وو، افغانستان ته راستانه شول.

البته، اوس مهال د افغان طالب علمانو سره د مرستې لپاره ګامونه پورته کيږي چې دوی په پاکستان کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

اوس مهال، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د پاکستان د لوړو زده کړو اداره خبرې اترې کوي چې پاتې ستونزې ختم کړي او د دواړو هیوادونو ترمنځ تعليمي همکارۍ ته ودره ورکړي.

یوه افغانۍ میرمن په پیښور کې د اګست په ۱۹ مه د افغان طالب علمانو لپاره د تعليمي پروګرام کوربه توب کوي. [دانش یوسفزۍ]

یوه افغانۍ میرمن په پیښور کې د اګست په ۱۹ مه د افغان طالب علمانو لپاره د تعليمي پروګرام کوربه توب کوي. [دانش یوسفزۍ]

یوه مهمه پاتې ستونزه دا ده چې افغان طالب علمان پاکستان ته يوازې په ويزټ ویزه راتلې شي. دا ويزه یوازې د یوې میاشتې لپاره ده.

د پاکستان حکومت، د خیبر پښتونخواه حکومت سره په همکارۍ، هم ګامونه پورته کوي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزارت ډايريکټر، عبدل حمید جلیلي وویل، د پاکستان حکومت په پاکستاني تعليمي ادارو کې د افغان طالب علمانو لپاره سيټونه ټاکلي دي او هغوی ته يې سکالرشپونه ورکړي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "پکار ده چې په يونيورسټو او کالجونو کې افغان طالب علمانو ته اضافي سيټونه ورکول یقیني شي ځکه چې دوی د افغانستان مستقبل دی."

هغه د پاکستان د ايچ ای سي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د احتمالي موافقې په اړه وویل: "دا به ستونزمن بهیر وي خو دا به په واقعیت سره د اوږدې مودې ګټې ولري."

دا هڅې د فبرورۍ په میاشت کې پیل شوې کله چې پاکستان پريکړه وکړه چې په څلورو برخو کې افغان وګړو ته ویزې ورکړي: تعلیم، مهارت لرونکي کارګران، تجارت او هغه کسانو ته کوم چې د پولې هاخوا د واده اړیکي لري.

سږ کال افغان طالب علمانو ته د ۳،۰۰۰ نه د زيات سکالرشپونو ورکولو نه علاوه، پاکستان په افغانستان کې د يونيورسټو د ظرفیت لوړولو لپاره هم یو پروګرام پیل کړو.

د پاکستان صدر ممنون حسین په دغه وخت وویل، د دې سکالرشپونو موخه افغان طالب علمانو ته ورته تعليمي فرصتونه ورکول دي د کومو نه چې پاکستاني طالب علمان خوند اخلي.

آسانتیاوې بریالي کیږي

داود جبارخیل، ۴۸ کلن، يو افغان وګړی چې په پیښور کې ژوند کوي، وویل چې د پرايمرۍ سکولونو طالب علمانو ته يوازې د خپلو والدینو د پیژندنې کارتونه وړاندې کول ضروري دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زموږ ماشومان په هر يو سکول کې، که حکومتي وي او يا پرايويټ وي، په اسانۍ سره داخله اخيستی شي."

په پرايمرۍ سکولونو کې د داخلې لپاره، افغان زده کونکو ته پکار ده چې یوازې د خپلو مور او پلار د پیژندنې کارتونه وړاندې کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، دا هڅې به زموږ د ځوانانو او هیوادوالو لپاره روښانه راتلونکی يقيني کړي.

هغه وويل: "يو هېواد، چې د لسيزو راهیسې د جګړو له امله تباه شوی دی، د هغې د بيا ودانولو او په سيمه کې سولې ته د ودې ورکولو لپاره معیاري تعلیم ته د لاس رسۍ د اهمیت څخه انکار نه شي کیدی."

يو افغان طالب علم، نصر الله، چې په پیښور کې د انجنیرۍ او ټیکنالوژۍ په يونيورسټۍ کې د سافټویر انجنیرۍ سبق وايي، وویل: د افغان وګړو لپاره سکالرشپونه او ټاکل شوي سيټونه د افغانستان په راتلونکي پرمختیا کې مهم رول لوبوي.

نصرالله پاکستان فارورډ ته وویل: "په پاکستان کې سکولونه، کالجونه او يونيورسټۍ د افغان طالب علمانو لپاره غوره انتخاب دی ځکه چې دوی دې ته په آسانۍ سره لاس رسی ترلاسه کیدی شي." "زموږ زده کونکي په افغانستان کې د زده کړې لپاره لږ فرصتونه لري."

د ځینو کسانو لپاره ستونزې

البته، د افغان مهاجرینو راستنیدلو د هڅو نه وروسته، په پاکستان کې ډیر زده کونکو په پاکستان کې تعلیمي موسسې پریښې دي او بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

فياض خليل، چې په پيښور کې د يو پرايويټ سکول مالک دی، وويل، په ۲۰۱۵ کال کې د هغه په سکول کې ۵۲ افغان طالب علمانو تعليم ترلاسه کولو.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "اوس یوازې دوه افغان طالب علمان پاتې دي." "د دوی شمیره افغانستان ته د هغوی د کورنیو بیرته ستنېدو له امله په ډراماتیکي ډول راټيټه شوې ده."

هغه زیاته کړه: "ډیرو کسانو نه غوښتل چې لاړ شي." هغه زياته کړه، "په افغانستان کې د هغوی د زده کړې د دوام لپاره امکانات کم دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغان طالب علمانو لپاره ويزه ترلاسه کول آسان کار نه دی.

ځواب

دا کیسه د ټولو لپاره خو په ځانګړې توګه د زده کونکو لپاره ډیره معلوماتي ده.

ځواب