په کوېټه کې ۶ تنه شکمن بم اېښودونکي ونیول شول

د سټاف راپور

کوېټه -- ډان راپور ورکړ چې د بلوچستان حکومت د اګست په ۴مه ادعا وکړه چې شپږ تنه اورپکي یې چې په دوه بمي بریدونو کې یې ۱۶ تنه وژلي ول، نیولي دي.

د کورنیو چارو ایالتي وزیر میر سرفراز بګټي د اګست په ۴مه په یوه خبري کانفرانس کې وویل چې پولیسو او استخباراتي منسوبینو د اګست په ۳مه دغه شکمن کسان د کوېټې په دوو برخو کې ونیول.

بګټي وویل چې هغوی د یونایټېډ بلوچ آرمي د ممنوع ګرځول شوي ګوند غړي دي او اعتراف یې کړی چې په کوېټه کې یې څو میاشتې وړاندې داسې بمي بریدونه ترسره کړي چې په هغو کې ۱۱ او ۵ کسان وژل شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500