په کوېټه کې چاودنې ۱۴ تنه ټپیان کړل؛‌ عسکرو په کراچۍ کې ۴ تنه ترهګر ووژل

د سټاف راپور

کوېټه -- رسنیو راپور ورکړ چې یوه ریموټ کنټرول بم د اګست په ۱۱مه په کوېټه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان ټپیان کړل،‌ په داسې حال کې چې عسکرو په وروستیو وختونو کې په کراچۍ کې څلور تنه ترهګر ووژل او په کراچۍ او پېښور کې یې ۷ کسان ونیول.‌

پولیسو وویل چې په کوېټه کې بم هغه وخت وچاودېد چې د فدرالي شرعي محکمې د یوه قاضي موټر له هغه ځایه تېرېده. ډان راپور ورکړ چې قاضي ظهور شاهواني په پېښه کې ټپي نه شو.‌

جیونیوز د اګست په ۱۱مه راپور ورکړ چې پولیسو د چاودنې له ځای سره نژدې یو شکمن کس ونیو.‌

په عین حال کې،‌ جیو نیوز راپور ورکړ چې د عسکرو یوه ویاند وویل چې نیمه نظامي ځواکونو د اګست په ۱۰مه د ډزو په جریان کې څلور تنه ترهګر ووژل.‌

ویاند وویل چې ترهګرو پلان درلود چې د اګست په ۱۴مه د خپلواکۍ د ورځې په جشن حمله وکړي.‌

جیونیوز د اګست په ۱۱مه راپور ورکړ چې پولیسو په وروستیو وختونو کې د کراچۍ په بېلابېلو برخو کې ۵ تنه شکمن کسان ونیول.

د ډان د راپور په اساس، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې ادارې (CTD) د اګست په ۱۰مه وویل چې د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې ادارې په وروستیو کې دوه تنه شکمن کسان چې د خیبر پښتونخوا په مرکز کې د یوې ترهګریزې حملې د ترسره کولو پلان یې درلود ونیول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500