په کوېټه کې ټپي شوي ۲۷ کسان کراچۍ ته ولېږدول شول؛ داعش، جماعت الاحرار مسؤليت پرغاړه واخیست

د سټاف راپور

کوېټه -- رسنیو راپور ورکړ چې په کوېټه کې د اګست په ۸مه د شوي ځانمرګي بمي برید ۲۷ تنه ټپیان د اګست په ۹مه د طبي درملنې له پاره کراچۍ ته انتقال کړای شول. دوه ترهګرو ډلو د دغې پېښې مسؤلیت پرغاړه واخیست.

جیونیوز راپور ورکړ چې د کوېټې په ملکي روغتون کې یوې ځانمرګي بمي حملې لږ تر لږه ۷۰ تنه ووژل او تر ۱۱۲ تنو پورې نور یې ټپیان کړل.

جیونیوز راپور ورکړ چې له کوېټې څخه د هوا له لارې د انتقال شويو ناروغانو په کراچۍ کې په یوه خصوصي روغتون کې تداوی کیږي.

په عین حال کې، سما او جیونیوز راپورونه ورکړل چې داعش او د پاکستاني طالبانو یوې جلا شوې ډلې جماعت الاحرار څانګې د دې پېښې مسؤلیت پرغاړه اخیستی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500